دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷۷برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

مېجر اې ليونارد (Major A. Leonard) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ځمکه باندې یواځنی کس ؤ چې خدای پیدا او د خدای لپاره یې ځان وقف کړ او په داسې سپیڅلو روحیاتو یې دا کار سرته ورساوه چې هیڅ شک په کې شتون نلري.

ډاکټر ټي وي اين پرسود (Dr. T.V.N. Persaud) چې داناتومي پروفيسردی دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

یو نالوستی کس (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) داسې درست ساینسي حقایق د جنین پوهنې په هکله وړاندې او بیان کړيدي، چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده او د دې خبرې تصدیق ډاکتر مور هم کړی او ویلي یې دي چې دا بل څه نه دي؛ بلکې وحې ده، دی یو عادي کس ؤ، موږ د ۱۴۰۰ کاله مخکې خبره کوو، دی نالوستی هم ؤ.

یادونه: په قرآن کریم کې دساینس په هکله تر۷۵۰ زیات ایاتونه شتون لري- خوددې مطلب دانه دی چې قرآن کریم دساینس یوکتاب دی، بلکې قرآن کریم دبشریت دتعمیریو لارښود دی، دهدایت یوه تحفه ده، دژوند تګلاره ده اوداسی نور….، داچې ساینس پوهان پکښې ساینس لټوي، ډاکتران پکښې طب لټوي اوداسی نور… نورڅه پکښې لټوي دا په دوی پوری اړه لري، خوپاتي دي نه وي چې قرآن کریم یو داسی الهي کتاب دی چې دبې شماره علومو سرچې نه ده.

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x