د نوې مسئلې د حل لپاره د صحابه وو طریقه

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېره برخه کې مو د صحابه کرامو د اجتهاد څو مثالونه واخیستل او کله به چې صحابي په یوه خبره فیصله کړې وه او وروسته به ورته ښکاره شوه چې حق په بل لوري کې دی نو ده به زر د خپلې رجوع خبره وکوله او هغه غوره شوی او راجح قول به یې واخیستو زمونږ د ا وسني وخت ځینې متکبرو خلکو په ډول نه وو چې یو ځل یې خبره له خولې وزي که بیا نا حق وی هم د خپلې خبرې دفاع ته دلیلونه پیدا کوي او په خپله خبره ټنیګ وي .

د صحابه کرامو په اجتهاد کې یوه خبره وه چې په هغه وخت کې اجتهاد صرف د هغه مسئلو لپاره روان وو چې کومې به صحابه کرامو ته په مخه ورتلې دوی به فرض نه کاوه چې که داسې یو کس راشي او داسې پوښتنه وکوي نو د هغه په ځواب کې به مونږ څه وایو؟ نه … بلکه یوه مسئله به مخې ته راغلې وه او دوی به پکې بند راغلي وو نو د هغې د حل لپاره به یې اجتهاد کاوه .

د حضرت زید بن ثابت (رضی الله عنه) څخه روایت دی چې د هغه نه به د کومې مسئلې په اړه پوښتنه وشوه ده به پوښتنه وکوله چې دا مسئله واقع شوې ده؟ نو که به هغه سوال کوونکي وویل : هو نو ده مبارک به ورته فتوا ورکوله او که به هغه وویل : نه واقع شوې نه ده هسې ما ویل که داسې وشي … نو ځکه مې پوښتنه وکوله نو ده مبارک (رضی الله عنه) به ورته ویل : بیا یې پرېږده کله چې داسې واقع شوه بیا به ورسره ګورو . همدارنګه روایت له حضرت عمر (رضی الله عنه) څخه هم راغلی دی . إعلام الموقعين

صحابه وو ولي فرضي مسئلې ته ځواب نه ورکاوه؟

صحابه کرامو فرضي مسئلې نه را پیدا کولې او صرف هغه پوښتنو ته به یې ځواب ورکاوه کومې به چې واقع شوې وې او د مسئلو خیالي او فرضي صورتونو ته یې نه توجه کوله او نه به یې د داسې فرضي پوښتنې ځواب ورکولو ددې لپاره درۍ وجې وې .

لمړۍ وجه

لمړې وجه یې دا وه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم ټول عمر همداسې کړې وو او د هغه مسئلو ځوابونه یې ویلي وو چې کومې په هغه وخت کې واقع شوې وې او صحابه کرام چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مقدسې مدرسې طالبان وو نو په هماغه نقش قدم باندې روان وو .

دوهمه وجه

د صحابه کرامو دا یقین وو چې په هر وخت کې به ا لله تعالی ددې دین لپاره داسې کسان پیدا کوي چې ساتنه یې وکوي او په هر وخت کې به داسې علماء پیدا کیږي چې د خلکو دمسئلو ځوابونه ووایي نو چې هر وخت مشکل پیدا شي په هغه وخت کې به الله تعالی د دیني عالمانو په واسطه ورته حل هم را پیدا کړي نو اوس د خالي فرضیاتو په اړه د وخت تېرولو ته ضرورت نشته .

دریمه وجه

کومه مسئله به چې واقع کېده د هغې په اړه اجتهاد دوی ضرورت ګڼلو نو خپل عقل او ذهن به یې استعمالولو او یوه اجتهادي مسئله به یې را ویستله او دا ورته ډېر لوی کار ښکاره کېدو چې په دیني کار کې خپله رایه استعمالوي لکن د ضرورت په بنیاد به یې کولو او هغه مسئله چې لا تر اوسه واقع شوې نه ده نو د هغې په اړه یې خپلو ځانونو ته لا اجازه نه ورکوله چې خپله رایه پکې استعمال کړي .

د صحابه وو د مسئلې د حل کولو طریقه

صحابه وو ته به چې کومه مسئله راغله نو هغوی ددې لپاره حکم په څه ډول سره را ویستلو؟ د دوی لپاره څه منظمي او مرتبې کرښې وې تر هغې به تېرېدل او هر چېرته به یې چې د مسئلې ځواب پیدا کړو نو هغه به یې استعمالولو :

له ظاهر دلیل نه مسئله را وېستل

صحابه کرامو به کوښښ کاوه را مینځ ته شوې مسئلې ته ځواب د الله تعالی په کتاب کې پیدا کړي او که به یې پیدا نه کړو بیا به یې کوښښ کاوه چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو کې ورته کوم دلیل را پیدا کړي که به پدې دواړو مصدرونو کې کوم دلیل موجود شو نودا به د مسئلې لپاره غوڅ دلیل کېدو بیا به چا ددې په اړه فکر او رایه او عقل نه استعمالول.

قیاس کول

که به په صریح نص کې صحابه کرامو ته کوم حکم په لاس ورنغلو نو بیا به یې ددې مسئلې نور امثال کتل چې تر کوم حکم لاندې دي بیا به یې دا را مینځ ته شوې مسئله په هغه امثالو باندې قیاس کوله او ځواب به یې ورته را پیدا کولو کله چې حضرت ابو موسی الاشعري (رضی الله عنه) په یمن کې قاضي وو حضرت عمر (رضی الله عنه) ورته یو لیک لېږلی وو چې په هغه کې یې په یوه ځای کې دا هم ورته لیکلي وو : اعْرفِ الأَشْبَاهَ والنَّظَائِرَ ثُمَّ قِسْ الأُمُورَ عِنْدَ ذَلِك.

ترجمه : مشابهت لرونکی شیان او بېلګې پېژنه بیا په هغه باندې نور شیان قیاس کوه .

د کوم شرعي مقصد لپاره د مسئلې استنباط کول

کله به صحابه کرامو د یوې مسئلې قاعده ددې لپاره کېښوده چې یو دیني او شرعی مقصد به ورپورې تړلی وو د مثال په ډول حضرت حذیفه بن یمان (رضی الله عنه) په مدائن ښار کې د فتوحاتو په وخت کې یوه کتابیة ښځه په نکاح کړه حضرت عمر (رضی الله عنه) ورته ولیکل : ( دا مېرمن پرېږده ځکه زه پدې ډارېږم چې مسلمانان به د کتابیاتو او اهل الذمة د ښځو په نکاح کولو کې په تا پسې اقتداء وکوي ځکه هغوی ښکلې دي بیا به مسلمانانې څوک نه په نکاح کوي او دا به د هغوی لپاره یوه فتنه شی) .

نو پدې حکم سره امیر المؤمنین (رضی الله عنه) د یوې فتنې دروازه بنده کړه .

پدې توګه به فیصلې د صحابه کرامو په مینځ کې اول کتاب الله دوهم حدیث او دریم قدم کې به اجتهاد کېدې کله چې حضرت عمر (رضی الله عنه) حضرت شریح القاضی (رحمه الله) د کوفې قاضي مقرر کولو نو ورته یې وویل :

څه چې د الله تعالی په کتاب او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو کې تاته ښکاره کیږي په هغه باندې فیصله کوه که د نه پیدا کول نو بیا لتا نه مخکې چې مجتهدینو صحابه وو په کوم شي باندې فیصله کړې ده په هغو فیصله کوه او که د په هغه کې هم نشوای پیدا کولی نو بیا په خپل اجتهاد فیصله کوه .

لکه مخکې چې تېر شول صحابه کرامو به په خپل نظر او اجتهاد باندې فیصله کوله لکن بیا به یې د خپلې فیصلې ننګه نه کوله ، او دا به یې نه ویل چې دا زما فیصله سل په سلو کې حق ده هېڅ احتمال د خطاء نه لري بلکه د هغه فیصلو په اړه به یې بیا هم د عاجزي خبرې کولې لکه حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) چې فرمایل :

أقول فيها برأيي فإن كان صواباً فمن الله وإن كان خطأ فمني . تلخیص الحبیر جلد ۳ ص ۹۳

ترجمه : زه پدې مسئله کې د خپلې رایې فیصله کوم که صحیح فیصله مې وکوله دا به د الله تعالی له لوري وي (هغه به ددې حق فیصلې الهام ماته کړی وي) او که پکې خطا کېږم نو دا خطایی زما له خپله اړخه ده .

همدارنګه د حضرت ابن مسعود (رضی الله عنه) څخه پوښتنه وشوه : د هغې ښځې په اړه د څه رایه ده چې تر نکاح وروسته یې ځان خپل خاوند ته سپارلی وي لکن خاوند مخکې لدې چې لدې سره یو ځای شي ورڅخه وفات شوی دی؟ حضرت ابن مسعود (رضی الله عنه) ورته وویل : زه د هغې په اړه د خپلې رایې فیصله کوم چې د هغې لپاره مهر مثل دی که چېرته زما دا خبره حق وي نو دا د الله تعالی له لوري ده او که چېرته خطاء وي نو زما او د شیطان له لوري ده الله تعالی او د هغه رسول لدې خبرې نه پاک دي . إعلام الموقعين

نور بیا ان شاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی

المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی

تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة

اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری

سیر اعلام النبلاء للذهبی

تاریخ بغداد للخطیب البغدادی

الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة

اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د