شعـــــرونه

د كار خبري – سید احسان الهام

كله چي له يوه مؤمن مظلوم سره دعام مؤمن اولس دهمدردي كچه كمه وي
نو دا پدې معنا نه وي چي دظالم ظلم حق بولي
بلكه دا پدې معنا وي چي په مظلوم كي ځيني خامياني وي پدې صورت كي بايد ومظلوم ته خپلې خامياني ورپه ګوته كړل سي.

دكارخبري

بس دى نور پرېږده د رباب او د سيتار خبري
در سره خوند نكړي تر عمره د سينګارخبري

چي تا عسكر بلل او تا ورته سرباز هم ويل
هغو ناحقه درته وكړلې د دارخبري

كوم ثوابونه كومه ګټه دي ترلاسه كړه ترې
ډيردي وكړې د ګودر اود چنار خبري

له دې نه روسته خبرنه يمه چي څه به ليكې
تېري ليكنې خو دي درستي دي دعار خبري

ته يې تقوا بولې او ته ورته حجاب هم وايې
خو ستا بيتونه دي د نفس د بازار خبري

يوځل دحق لمنه ونيسه دې ستړي ژوند كي
يو ځل دزړه په غوږو واوره د سالارخبري

بيا دي زه ستاپرسرظالم ته كوت څنډنه نكړم
بيادي زه نكړم ستا پر سر ورته د خارخبري

دومره ظالم نه يم چي ستا پرحال به خاندمه زه
سمه خوشحال چي وكړم چاو ته د كار خبري

كومه شخصي مدعا نه لرم له چاسره هيڅ
كوم په شعر كي اكثر د كر دګار خبري

دحنيفې خور لوپټه ځكه تورداغ نه لري.   (حنيفه زاهدشاجويې)تكړه انقلابي شاعره
كوي الهامه! تل د تورو دګزار خبري

2014/04/14
سيد الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x