دیني، سیرت او تاریخ

د عذاب څخه د خلاصون موږ ته پاته طریقه !

ليکنه : احمدجنید مبارز

ابو موسی اشعري رضي الله عنه وایي :

زموږ لپاره د عذاب څخه د خلاصون دوې طریقې وې، یوه طریقه رخصت سول او هغه د نبي کریم علیه السلام موجودتیا وه، دوهمه طریقه استغفار دی چي اوس هم زموږ سره موجود دی، که چیري استغفار هم ولاړ سي نو موږ به تباه سو. (مسند احمد)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :

زه په ورځ کي تر ۷۰ ځله زیات د الله تعالی په وړاندي توبه او استغفار کوم.

اَسْتَغْفِرُاللهَ وَأَتُوْبُ اِلَيْهِ_ (صحیح البخاري، ۶۳۰۷)
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

اَللّهمَّ اَنتَ رَبی لاَ اِلّهَ اِلا اَنتَ خَلَقتنِی و اَنَا عَبدُكَ وَ اَنَا عَلی عَهدِكَ وَ وَعدِكَ مَااستََطعَتُ ، اَعُوُذبِكَ مِن شَر مَا صَنَعت ُ وَ اَبوءُ لَكَ بِِنِعمَتِكَ عَلی ََّ وَ اَبُوءُبِذَنِبی فَاغفِرلِی فَاِنَّهُ لایَغفِرُ الُذُنوب اِلا اَنت

نبي کریم علیه السلام فرمایلي دي : څوک چي په ورځ کي په یقین سره دغه لوړ الفاظ ووایي او په همدغه ورځ مړ سي نو هغه د جنتیانو څخه دی، او څوک چي د شپې په یقین سره دغه لوړ الفاظ ووایي او تر سهار کېدو مخکي مړ سي نو هغه د جنتیانو څخه دی. (صحیح البخاري، حدیث: ۶۳۰۶)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x