شعـــــرونه

غزل – عبدالباري جهاني

د بهار پر لمن راغی خزان ورو ورو
رژوي له هري څانګي ګلان ورو ورو

څه ګیله ده د خزان ظالم له تاوه
چي غوټۍ دي زمولولي باغوان ورو ورو

ښکلي شپې دي له ډېوې سره ښخېږي
د بدریو ښار ته ځي ترابان ورو ورو

تور برېتونه له بګړیو سره ولاړل
ځي په ساندو بدرګه دي ځوانان ورو ورو

لا د اوښکو پر اوږو جنازې وزي
له محفله روانېږي یاران ورو ورو

نه مستۍ نه یې پیالې دي چاته یادي
له یادونو سره ولاړل رندان ورو ورو

نه لېمه نه مي ګرېوان دی چا لیدلی
لکه شمع لمبومه خپل ځان ورو ورو

ته به راسې چي وروستۍ غزل مي واورې
زما پر قبربه اورېږي باران ورو ورو

جهاني له خپل قسمته مرور یم
د قلم راباندي لوېږي احسان ورو ورو

۲۰۱۷ اکټوبر ۲۷ ویرجینیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x