افغانستان

لوګر: د څرخ اوسېدونکو د ګډو ځواکونو د شپنيو عملیاتو ضد لاریون وکړ

د لوګر د څرخ ولسوالي اوسېدونکو په یوه ستر لاریون کې په یاده ولسوالي کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د عامو خکلو وژنه او نیونه وغندله هغوی چې له ځان سره يې د یوتن وژل شوي وګړي جسد لېږداوه، ملي شورا ته څېرمه مرګ په امریکا او مرګ په کري نارې وهلې.

وژل شوی علي محمد نومېږي، چې د څرخ اوسېدونکی و، د نوموړي ورور شامحمد وايی چې په کور يې بهرنیو او داخلي ځواکونو په شپه کې چاپه واچوله او په خبره يې له کوره د ده دوروڼو او زامنو په ګډون شپږ تنه له ځان سره یووړل.
دغه لاریون په کابل کې د ملي شورا دروازې ته څېرمه روان و، چې دشورا غړو شوی ظلم وغنده. او په خبره يې باید پوښتنه يې وشي.
د لوګر د څرخ ولسوالي ولسوال خلیل الله کمال هم مني چې په یادو عملیاتو کې پر یادې کورنۍ شک و، او په خبره يې وژل شوی عام وګړی دی.
یاده دې وې چې په وروستیو کې شپني عملیات نږدې په ټپه ولاړ وو، خو لاهم عام وګړي په سیمه کې له مېشتو عسکري پنډغالو په ویره کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x