د ټولنیزو رسنیو وېبپاڼې څنګه ان بلاک کړو؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ډیری ځل هېوادونو د ځېنو امنیتي او سیاسي ملاحظاتو له کبله پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي چې تازه یې په افغانستان کې پر وټساپ او په پاکستان کې پر فیسبوک او ټویټر بندیز دی.

که بالفرض له دغسې حالت سره مخ شوئ او ټولنیزو رسنیو استعمال ته مو اړتیا وه نو د بلاک څخه د ځان ژغورولو لپاره یو څو اسانه لارې درښيو.

که ګوګل کروم یا موزیلا فایرفوکس براوزر استعمالوئ نو د څو بېلابېلو extensions په انسټالولو سره په ډیرې اسانۍ د ټولنیزو رسنیو وېبپاڼې ان بلاک کولای شئ.

یادونه: لاندې انځورونه او طریقه یواځې ګوګل کروم په اړه دي.

لومړی د ګوګل کروم براوزر په کونج کې customized and control google chrome اپشن باندې کلیک کړئ.دلته به تاسو ته ډير آپشنونه راشي. تاسو په more tools باندې کلیک کړئ.

پر دې د کلیکولو وروسته به نور آپشنونه درته راشي. په دې آپشنونو کې په Extensions باندې کلیک کړئ. لاندې به راښکته شئ په get more extensions باندې به کلیک وکړئ.

پر دې تر کلیکولو وروسته به یوه بله کړکۍ خلاصه شي. د سرچ یا لټون په ځای کې به VPN ورکړئ.

تاسو ته به څو VPN آپشنونو راشي، یو ترې انتخاب کړئ او add to chrome ووهئ.

کله مو چې ووهلو، دا به مو په براوزر کې انسټال شي او ورسره به ټولې هغه ټولنیزې رسنۍ چې بلاک دي، بېرته انبلاک شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د