افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت: معتصم اغا په دوبۍ کې ورک شوی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ومنله، چې معتصم اغاجان په دوبۍ کې ورک شوی دی، تر دې وړاندې هم د معتصم اغاجان اړوند دهغه د ورکې خبرونه خپاره شوي و، چې کورنیو چارو وزارت مسوولینو اوس ومنله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني، نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل: افغان چارواکو د معتصم اغاجان ورکېدل، منلي دي او په دې اړه يې د اماراتو له چارواکو سره اړيکې نيولې دي.

د نوموړي په خبره تراوسه پورې د طالبانو د رژيم د ماليې د وزیر معتصم اغاجان د ورکې اړوند هیڅ جزیات په لاس کې نه لري.

معتصم اغاجان په دې وروستیو کې د طالبانو داستازیتو ب پر ادعا له دولت او بهرنیانو سره د سولې د خبرو د پروسې مدعي و، چې طالبانو يې لوری رسماً نه دی تاید کړی. د بهرنیو چارو د وزير له قوله ښايي د نوموړې په ورکه کې د پاکستان د استخباراتو لاس وي. د نوموړي په خبره د طالبانو هر سوله پلوی شخص په بېلابېلو نومونو له منځه وړل شوی دی.

معتصم اغاجان چې د طالبانو په وخت کې د دولت د ماليې وزیر و، په دې، وروستیو کې يې د طالبانو له پلوه د سوله ایزو  خبرو ادعاکوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x