هند غواړي تر ۲۰۳۰ له پترولي، ډيزلي او ګازي موټرو ځان خلاص کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د هند د انرژۍ وزیر وايي چې هند په پلان کې لري چې د چاپېریال ککړتیا د مخنیوي او د تیلو د مصارفو څخه د خلاصون په موخه تر ۲۰۳۰ پورې ټول موټر بريښنايي کړي.

د هند کانونو وزیر تازه په ډهلي کې د تجارانو یوه کنفرانس ته ویلي چې دوی بازار ته د بريښنايي موټر د عرضه کولو لپاره له ۲ تر ۳ کلونو پورې وخت ته اړتیا لري او پلان يې دادی چې په ۲۰۳۰ز کال کې په هند کې هېڅ یو ډیزلي او پترولي موټر خرڅ نشي.

نوموړي زیاته کړې چې د موټرو بیه به دومره وي چې خلک به یې په خپله موټر واخلي او دوی دا هم په پام کې لري چې د بريښنايي موټرو کمپنۍ د سبسيډي پرته په خپله وچلیږي.

هند دغه پلان په داسې حال کې نیسي چې ویل کیږي هر کال د هوا د ککړتیا له کبله دوه عشاریه درې مېلیونه خلک مړه کیږي.

د یادونې وړ ده چې د پلازمېنې نوې ډهلي هوا تر بل هر ښار څخه ډیره ککړه ده او هند هم غواړي تر ټولو وړاندې په دغه ښار کې د بريښنايي موټرو د ویش او خرڅلاو لړۍ پیل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د