fbpx

نبټون د لمریز نظام وروستۍ سیاره

مفتي احسان الله …

په لمریز غونډاري کې د لمر نه د بعد په اعتبار اتم نمبر ، د اتو سیارو څلورمه لویه او تر ټولو له لمر نه بعید ترینه سیاره ده ، په 1846 د سبتمبر پر 23 په داسي وخت کې مشهور فلک پوه یوهان غتفرید غال (Johann Gottfried Galle) د ریاضي د اصول مطابق کشف کړ ، چې کله د اورانوس په مدار کې یو داسي غیر متوقع تغیرات ولیدل سول ، نو د ریاضي د قانون په رڼا کې ماهرینو دا فیصله وکړه ، چې دالته یو نا معلومه سیاره موجوده ده ، هغه و ، چې له دغه ځایه د یوې درجې پر بعد باندي هلته نبتون کشف سو ، د فضا په تاریخ دا اوله سیاره ده ، چې د یو رصدي نظام نه علاوه یوازي د ریاضي د اصول په رڼا کې کشف سوله ، او د اورانوس د کشف نه 65 کاله وروسته دا سیاره کشف سوه .

دا سیاره له زمکي نه ډیره پر ليري (4350  مليون كيلومتر [بالمقابل له لمره نه 4500 مليون كلم لیري ده]) واټن واقع ده ، نو ځکه په ټول غونډاري کې د نبتون معلومات هم له موږ سره کم دي ، او په لغړو سترګو يې ليدل هم غیر ممکن دي ، تر اوسه يې یوازي 13 سپږمۍ او 6 حلقې کشف سويدي ، په ټولو سپږمیو کې ټرایټون ستره سپږمۍ ده ، چې قطر يې 2720  كم دی او په ټول غونډاري کې یخ جسم هم ده ، او د نبټون د مدار پر مخالف سمت حرکت کوي ، په 6 میاشتو کې پر نبټون یوه دوره پوره کوي ، د حرارت منفي درجه يې -230 ته رسیږي .

نبتون په ترکیبي لحاظ سره اورانوس ته ورته سیاره ده ، له لمر نه ليروالی د زمکي د هغه په 30 چنده دی ، پلوټو سیاره په هرو 248 کالو کې پوره 20 کاله د مدار په داخل حرکت کوي ، په 1979 م کال د جنوري پر 23 د نبتون مدار ته داخله سوه بیا د 1999م د فروري د میاشتي پر 11 مه ترینه خارجه سوه .

د نبتون او لمر په منځ کې مسافه د زمکي د مسافې په 30.07 چنده ده ، له لمر نه يې متوسط بعد 4495.06  مليون كم (2,793.1 مليون ميل) دی ، بعد ابعد يې 282 کروړه  او بعد اقرب يې 277 کروړه دی ، په 165 کلو یو ځل د لمر خواوشا دوره پوره کوي ، یعني د نبټون کال د زمکي د 165 کلو سره برابر دی ، او پر خپل محور يې دورانیه په 16.1 زمکني ساعتو کې پوره کوي ، یعني ورځ يې د زمکي د ورځي 16.1 برخه ده ، او محوري میلان يې له 29 درجو نه تر 36 درجو پوري دی .

نبټون هم ګازي سیاره ده ، ټنګه سطحه نلري ، قطر يې 34800 میله دی ، د زمکي نه 57 واره ستره ده ، وزن يې د زمکي د هغ په 17.147 واره دی ، د بادو سرعت يې د اواز تر سرعت زیات ده ، او د مشتري تر بادو يې په درې چنده او د زمکي د هغو په 9 واره يې د باد سرعت ډیر ده ، په یو ساعت کې 1.100 کم یا 700 میله ده ، البته د نبټون پر سطحه یو توره تیاره لوی ځای (د داغ پر رکم) موجوده دی ، پر دغې نقطې د بادو سرعت ډیر زیات دی ، غربي لور ته په یو ساعت کې 1200 کم یا 750 میله سرعت لري ، دا سرعت د اواز تر تیزوالي په څو چنده زیات دی ، نو ځکه په ټولو لمریز غونډاري کې ورته د تیز باد نسبت سوی دی ، دا لویه توره تیاره نقطه فویاجر 2 بېړۍ په 1989م کې کشف کړه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د