
په علم او عمر کې د برابرو کسانو په منځ کې د مجلس ادب
یو څو اهم اسلامي آداب : 17 ادب :
لیکنه : عبد الفتاح ابو غده
ژباړه : مفتي احسان اللّه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث ښه په غور سره وارئ! په کوم کې چې ده صلی الله علیه وسلم ځوانانو ته د جمواري ، مجلس او د مشیرانو پر کشيرانو د مقدم کولو په باره کې آداب بیا کړي .
لکه جلیل القدر صحابي مالک بن حویرث رضي الله عنه فرمايې : موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر سو ، او موږ ټول ځوانان او هم عصر و ، موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې شل ورځي پاته سو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر مهربانه او مشفق و ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا درک کړه ، چې زموږ کورونه یاديږي ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له موږ پوښتنه وکړه : تاسو چې راتلاست په کور کې مو تر شا څوک څوک پرېښودل؟ کله چې موږ ده ته ور وښودل ، نو ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل : بېرته د خپل کور والاو خوا ته ولاړ سئ او د هغوی سره خپل ژوند کوئ ، هغوی ته تعلیم ورکړئ ، د ښو کارو حکم ورته وکړئ ، بیا چې کله د لمانځه وخت سي ، نو له تاسو یو اذان وکړئ ، او څوک چې په تاسو کې مشر وي ، هغه دي د لمانځه امامت د رکړي .
حافظ ابن رجب رحمة الله علیه په (ذيل طبقات الحنابلة : 1/87) کې د فقیه ابو الحسن علي بن مبارک کرخي رحمه الله (المتوفی : 487 هـ) څوک چې د امام فقیه ابو یعلی حنبلي کوم چې په خپله زمانه کې په شیخ الحنابلة سره مشهور و شاګرد دی ، د هغه په ژوند لیک کې داسي ليکلي : چې دی فرمايې : یوه ورځ زه له ابو یعلی سره روان وم ، په دې دوران کې هغه له ما پوښتنه وکړه ، چې که ته له یو داسي چا سره پر لار ملګری وي ، د چا چې ته عزت کوې ، نو کوم طرف ته به ورسره ځې؟ ما ورته وویل : ما ته ندی معلوم . ده را ته وفرمایل : د هغه وښې طرف ته ورسره ځه ، هغه د لمانځه د امام قایم مقام ګڼه او چپه جانب هغه ته خالي پرېږده ، د دې لپاره چې د ضرورت په وخت کې دی هغه طرف د ناړو توکلو او نور څه لپاره استعمال کړي .