مشرانو جرګه: محقق ملي خاين دی، باید سزا ورکړل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د قوانینو پر اساس د ملي خاین لپاره، د اعدام سزا ده، چې مشرانو جرګه يې د محقق لپاره غواړي.

د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار محمد محقق په ایران کې د کړیو څرګندونو له امله ملي خاین بللی او له حکومته يې هيله کړې چې باید سزا ورکړي.

محمد محقق په ایران کې د «محبان اهلبیت» په نوم غونډه کې د «فاطمیونو» په نامه د هغو افغان ځوانانو ستاینه کړې، چې عراق او سوریه کې د ایران په ګټه جنګېږي.

د اجراییه ریاست د دې مرستیال څرګندونو پراخ غبرګونونه را وپارول چې مشرانو جرګې پر «ملي خیانت» تورن کړ.

مسلميار وویل، زموږ ګاونډي زموږ په دردونو کې د خواخوږۍ پیغام هم نه راکوي، خو زموږ چارواکي يې د ګټو لپاره جنګېدونکي افغانان ستايي.

نوموړي له محققه هم غوښتي، چې د کړیو څرګندونو له امله باید بښنه وغواړي.

د محمد محقق د څرګندونو په اړه ګلخانې ماڼۍ څه نه دي ویلي، خو سپېدار ماڼۍ دا څرګندونې د هغه خپل نظر بللی او د حکومت نظر يې نه دی بللی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د محقق څرګندونې د دوی د حکومت نظر نه په ډاګه کوي.

د شنونکو په باور د حکومت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د لویو او ملي مسائلو اړوند د نظر اختلاف، د دوی خپلمنځي بې اتفاقي په ډاګه کوي.

حقوقي کارپوه اجمل هوډمن مسیر ورځپاڼې ته ویلي، د چارواکو ترمنځ دا ډول وضعیت د هېواد په ګټه نه دی.

محمد محقق پخپلو څرګندونو باوري دی او په وینا يې دا ډول اظهارات د هېواد او خلکو په ګټه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د