افغانستان

د دولتي عسکرو او امريکايي چورلکو له امله د طالبانو داعش ضد عمليات له خنډ سره مخ شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې له درې ورځني پرمختګ وروسته وړمه ورځ طالبانو د داعش پر ضد پراخ عمليات پيل کړل او ګڼې سيمې يې ترې ونيولې، خو د حکومتي عسکرو د ځمکنۍ قوې او امريکايي الوتکو د بمبارۍ له امله د طالبانو عمليات له خنډ سره مخ شوي او بېرته خپلو سيمو ته په شا شوي دي.

څلور ورځې وړاندې داعش جګړه مارانو د وزيرو تنګي سيمې ونيوله او د نور پرمختګ په حال کې وو، چې د بهارونو د سيمې طالبانو يې پر ضد پراخ عمليات پيل کړل، له داعش ډلې يې، ادوړ، سور ډاګ، پتې خرګی، شيخ ګل خان کلا، خوګی، ابکو صیب او نورې سيمې ونيولې.

ځايي سرچينو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې کله طالبان د وزيرو تنګي سيمې ته په رسېدو شول، د حکومتي عسکرو ځمکنۍ قوه او امريکايي الوتکو د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل او طالبان يې شاتګ ته اړ کړل.

د عبدالاحد په نوم د وزيرو تنګي يوه قومي مشر نن ټکی اسيا ته ويلي، چې کله داعش ډلې پرمختګ کاوه، حکومتي عسکرو او امريکايي الوتکو يې د مخنيوي هڅه نه کوله، خو کله، چې داعش ډله له ماتې سره مخ شوه او طالبانو پرمختګ پيل کړل، دولتي عسکر او امريکايي الوتکې د داعش د ملاتړ لپاره راوسېدې.

عبدالاحد وايي، چې د خوږياڼو ولس اوس پر دې باور شوی، چې حکومت او امريکا په ښکاره د داعش ملاتړ کوي او د سيمې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره يې لاس يو کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکيلانو او سياسي کارپوهانو په خپلو ويناوو کې پر څرګنده ژبه امريکا د داعش په ملاتړ تورنه کړې ده.

حامد کرزی وايي، چې د افغانستان ځمکه او هوا د امريکا په واک کې ده، د امریکا له خوښې پرته مچ هم پر نه شي وهلی، خو د ده د معلوماتو له مخې امريکايي چورلکې د داعش جګړه مارانو ته مالي او پوځي مرستې رسوي او جګړه ماران يې له يوې سيمې بلې ته لېږدوي.

طالبانو هم په تازه اعلاميه کې ګډ حکومت او امریکا د داعش په ملاتړ تورنه کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په خوږياڼو کې يو شمېر سيمې لاندې کړې وې، خو د امريکايي الوتکو او حکومتي قوې له امله طالبان بېرته تر خپل واک لاندې سيمو ته په شا شوي دي.

طالبان وايي، چې اوس دا خبره ټولو ته روښانه ده، چې امريکا او ګډ حکومت د طالبانو پر ضد د داعش ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x