افغانستان

ننګرهار: حکومت د داعش پر ځای د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیل خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې ډېر ژر به په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري وايي، امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د خوږیاڼیو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي او د پولیسو او اربکیانو پوستې به پکې جوړې کړي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ قومندان عبدالرحمن رحیمي په خبره، طالبانو په خوږیاڼیو کې ماتې خوړلې او له پاتې سیمو به هم وویستل شي.
ده ونه ویل چې په خوږیاڼیو کې د طالبانو ماتې د حکومت له لوري ده او که د داعش د وسله والو له لوري.

په خوږیاڼیو کې د تېرې پنج شنبې ورځې راهیسې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه پیل شوې، چې تېره ورځ ناوخته طالبانو د داعش له وسله والو ډېرې سیمې بېرته نیولي دي.

د خوږیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو، پیره‌خېلو، خوزه‌خېلو، کوزبهار، بربهار، قیلغو، سُرما، ابکو صاحب او د نورو لسګونو وړو کلیو څخه سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي او د ننګرهار نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستیدونکو چارو رییس غلام حیدر فقیرزی وايي، د خوږیاڼیو ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو نږدې ۵زره کورنۍ بې ځایه شوي او دوی تراوسه یوازې ۵۰۰ کورنیو سره د اوړو، دالو، غوړیو او په کم شمېر کې د پخلنځي د لوښو مرسته کړې ده.

فقیرزي د نړیوالو مرستندویه ادارو څخه وغوښتل چې د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د خوږیاڼیو ولسوالۍ ځايي خلک وايي، چې حکومت د داعش پر وړاندې غبرګون نه ښيي او ان ځینو سیمو کې ورته وسلې او مهمات هم راوړي، څو د طالبانو پر ضد پیل کړې جګړه چټکه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x