نړۍ

بروکسیل: د ناټو په دفتر کې د افغانستان له نقشې سره د اوکراین نقشه هم ځوړند ده

د فرانسې د خبر خپرندوی مرکز په قول د ناټو په عمومي دفتر کې د افغانستان له نقشې سره د اوکراین نقشه څنګ په څنګ په ځوړند ده.د اوکراین بحران  نږدې دېرش کاله وړاندې د روسيې او ناټو دساړه جنګ خاطرې راتازه کوي.

د فرانسې د خبرخپرندوی په خبره د  بلجیم په بروکسل کې د ناټو په مقرکې یوتن چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، وویل: ناټو او مسکو بې پامه دې ته متوجه شول،چې دوی د نړۍ تر ټولو سره بد دښمنان دی، ځکه خو غواړي بېرته هغه لاره ونیسي، چې کلونه يې پرې اېښې وه.
همدا اوس د ناټو په دفترکې د اوکراین نقشه د افغانستان له نقشې سره یو ځای ځوړندده. د ناټو او مسکو اړيکې په دې وروستیو کې سختې ترېنګلې دي، او دا هغه سوړ جنګ تداعي کوي، چې له ۱۹۴۷ــ۱۹۹۱م کال پورې امریکا او روسیه سره پکې بوخت وو.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي اندرس فوگ راسموسن څو ورځې وړاندې ويلي و چې هیڅوک هم سړه جګړه نه غواړي، خکه خو روسیه هم باید داسې څه ونه کړي چې سړه جګړه راتازه کړي. مګر د روسيې د وزارت خانې رسمې برېښنا پانې ناټو په سړه جګړه پیلولو متهمه کړې ده.
په بروکسل کې مېشت یو تن دیپلومات وايي: د ناټو او روسيې اړيکې تل مخ په خرابېدو دی، او د هغوی د بدلون لپاره هیڅ دلیل نشته هسې پرې خپل ځان په عذابوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x