افغانستان

شربت‌گله د یوه کلن ځنډ وروسته د کور څښتنه شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت باالاخره د یوه کال په تېرېدو شربت‌ګلې سره کړې ژمنه پوره کړه او د یوه کور کلیانې یې ورکړې.

د چارو د ادارې مطبوعاتي مسوول سیدالله تره کی وايي، تېره ورځ د ولسمشر غني په امر یې د احمد شاه بابا مېنې«ارزان قیمت» سیمې د سلیم کاروان په ښار ګوټي کې د هغې په خوښه یې یو کور ورکړ.

تېر کال د لړم په ۱۹مه شربت ګله په پېښور کې د یوې اوونۍ بند تېرولو وروسته کابل ته راغله او ولسمشر غني د یوه کور ژمنه ورسره وکړه.

شربت ګلې څو میاشتې وړاندې ګواښ کړی و، که حکومت کړې ژمنه ورسره پوره نه کړي؛ نو بېرته به پېښور ته ولاړه شي.

له دولتي کور څخه ناامیده شربت ګله بیرته پاکستان ته ځي

تېرکال د ملي یووالي حکومت شربت ګلې ته د کابل ښار د قصبې په سیمه کې یو کور ورکړی و؛ خو د شربت ګلې له لوري رد شوی و.

شربت ګله وروسته له هغه مشهوره شوه، چې نیشنل جیو ګرافیک مجله کې یې انځور خپور شو او نړیوال شهرت یې پیدا کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x