ورزش

کرکټ: افغانستان لومړی توپوهنه کوي/ ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ د انټر کانټینینټل څلور ورځنۍ سیالۍ شروع شوه.

لوبه کې پچه عربي اماراتو وګټله او افغانستان ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان لخوا لومړی جاوید احمدي او احسان الله توپ وهنې ته راغلل، چې جاوید احمدي په ۶ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه، او همدا مهال په ۱۹ اورونو کې د ۶۴ منډو په جوړیدلو سره یو لوبغاړی سوځيدلی.

احسان الله تر دې دمه ښه ځلیدلی، ده ۵ څلوریزو سره په ۶۷ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړي.

د ژوندۍ بڼې لپاره لاندې لینک کیکاږئ!

د لومړۍ ورځې لوبه په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x