افغانستان

د هرات د علماوو د شورا وياند د ناڅرګندو وسلوالو لخوا و وژل شو

نن ټکی اسيا: شيبه مخکې مو خبر تر لاسه کړ چې، د هرات ولايت د علماوو د شورا وياند او د هرات د برامان جومات خطيب او ملا امام مولوي مير فاروق حسيني نن دوشنبه د ماښام له لمانځه وروسته د نا معلومو وسلوالو لخوا و وژل شو.

ويل کيږي چې مولوي مير حسيني د غربي زون د علماوو دشورا وياند او په سيمه کې د خورا ښه شهرت لرونکی انسان وه. د پيښې په اړه نور معلومات ندي تر لاسه شوي. زموږ همکار کوښښ کوي چې، د پيښې په اړه په سيمه کې له باوري سرچينې کره معلومات تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x