افغانستان

روزګان: چاودنې ۷ ماشومان ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ له امله اووه ماشومان ټپیان شوي دي.

د چورې ولسوالۍ ځايي خلک وايي، نن سهار د هاوان زړه مرمۍ ماشومانو په یوه ویاله کې موندلې وه، چې د لوبو کولو پرمهال پرې چاودېدلې او ماشومان یې سخت ټپیان کړي دي.

د روزګان د ولایتي شورا غړی حیات الله فضلي وايي، ماشومان د ترینکوټ روغتون ته راوړل شوي؛ خو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي په خبره، له یادې پېښې دوه ماشومان وروړل شوي او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

تېره ورځ د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم د یوې بمي چاودنې له امله اته ولسي وګړي ټپیان شوي وو.

د کندهار د پولیسو د ویاند مرستیال مطیع الله هلال ویلي وو، چې پېښه د ارغستان ولسوالۍ اړوند «وام درې» سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شوې وه.

د هلال په خبره، په پېښه کې درې مېرمنې، یو کوچنی ماشوم او څلور نارینه وژل شوي وو.

د دواړو پېښو مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x