افغانستان

خلک: پوځي عملیات، د مخالفینو پر ځای ولس ځپي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ژمي په را نږدې کېدو، نږدې هر کال امنیتي ځواکونه د خپلو وسله‌والو مخالفینو پر ضد د پراخو علمیاتو خبر ورکوي.

د جګړې په ساحه کې خلک وايي، امنیتي ځواکونه یوازې د خلکو د ځورولو، ځپلو او وژلو لپاره عملیات کوي، چې رسنیز ځواک يې د دوی پر بریا تعبیروي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼو له مخې، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د دولت د مخالفینو پر ضد عملیات روان دي.

همدا مهال، په هلمند، کندهار، د غزني په ځينو برخو، ننګرهار او ګڼو نورو سیمو کې د جګړې خبر ورکړل شوی، چې دفاع وزارت پکې د بریا دعوه کوي.

دولت وزیری، دوه ورځې وړاندې خبري ناستې ته وویل، د مخالفینو له لوري بریدونه کم شوي، خو په مقابل کې يې موږ توانیدلي يو، چې د جګړې ځواک ډېر کړو.

ولسي وګړي د دولت له لوري د ژمي په رانږدې کېدو سره د عملیاتو پیل، د دولت کمزوري په ډاګه کوي.

د دوی په خبره طالبان په یخ موسم کې بریدونه کموي، خپل شمېر کموي او له ځينو سیمو په خوښه شاته ځي، چې دولت بیا هماغو سیمو ته د دوی د ځپلو په موخه مخه کوي.

تر اوسه، په هلمند، کاپیسا او میدان وردګو کې د لسګونو ولسي وګړو د وژل کېدو او ګڼو ولسي هستوګنځايونو د ورانولو خبر ورکړل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی وفي الله وايي، که دولت رښتیا هم د مخالفینو پر ضد د جګړې توان لري، نو ولې يې په اوړي کې پر ضد دغسې پراخ عملیات نه ترسره کوي.

د هغه په خبره د جګړې دواړه لوري باید د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې پوره توان وکاروي.

ولس په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو له لوري عملیات ولس ځپل بولي، چې دوه ورځې وړاندې د ناټو عمومي قومندان د جړګې د توندېدلو پخلی وکړ.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې له تسلیمۍ یا هم وژل کېدو پرته بله لار نه لري، طالبانو بیا د وروستي بهرني تر پاتې کېدو پر جګړه ټينګار کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x