نظــر

د ګوانتانامو افغان بنديانو پېژندنه او خاطرې: شریف الله شیرزاد

Guantanamo-Bayپېژندنه:

شریف الله شیرزاد د ډاکټر سبحان الله شیرزاد ځوی، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالي اوسیدونکی، په جلال آباد ښار کې د میا عمر د ليسې څخه په ۲۰۰۱ ز کال کې  فارغ شوې، عمر يې ۳۰ کلونو ته رسيږي،تمه يې لرله چې پوهنتون ته ولاړشي، د حالاتو د خرابیدو له امله يې پوهنتون ته لاره پيدانه کړه.

تر نيول کيدو يوه اونۍ مخکې يې  د کوزدې خبرې رواني وي ،مګر چې کله ونيول شو، بيا له اوه کلن بند تیرولو څخه وروسته  له بند نه خلاص شو، واده يې وکړ اوس مهال يواځې د يوې لور پلار دی

نيول کيدل:

شریف الله شیرزاد  د جلال آباد ښار کې د خپل يوه دوست په کور کې ميلمه و ، د ۲۰۰۳ ز کال د جنوري مياشت وه چې سهار لمر ختلی په همغه کور چاپه ووهل شوه، شیرزاد او ملګری يې غورځنګ دواړه د ائتلافی ځواکونو له خوا ونيول شول، شیرزاد د خپل ځان او ملګري د نيولو کيسه داسي کوي:

له نيول کيدو سره سم يې موږ د کلاشينکوف په کنداغونو ووهلو، زما ملګری غورځنګ يې د کلاشینکوف په ميل پر سر وواهه، هغه يې په همهغه اول وخت کې پر سر زخمي کړ، موږ دواړه يې د ننګرهار هوايې ډګر ته يوړلو، سترګې يې ټينګې ټينګې راباندي وتړلي، لاسونه يې شاته په پلاسټيکې تسمه راته وتړل ، پوره درې ورځې او شپې يې موږ ته ډوډۍ، د خوراک او څښاک له پاره څه رانه کړل ،  ما دشپې هم کم خواړه خوړلې وو،زموږ لومړۍ ورځ او شپه تر وهلو لاندي تیره شوه، زجر او شکنجې لوږه راڅخه  هیره کړي وه ،په دوېيمه ورځ مې  په معده درد شوو  مازیګر می پیره دار ته ته وویل، که لږ ډوډۍ راکول شي چې دمعدې درد مې ارام شي ، هغه وویل چې موږ ته امر شوې چې ستاسي له پاره ډوډۍ نشته، زه يو پیره دار یم زما څخه مه خپه کیږه، ماخستن نوی پیره دار راغی، زوړ پیره دار ورته وویل چی بندی وږی دی خو ډوډۍ ورنه کړي، نوي راغلي پیره دار ږغ وکړ چې ښه يې ؟  مونږ افغانان داخاصیت لرو که هریو په هر ډول ستونزمن حالت کي يو  بیاهم وايو ښه یم، الحمد  لله، پیره دار وویل اوبه څښئ؟ ومې ویل نه، که یوه  ګوله ډوډۍ وي، هغه وویل چې  زه پوهیږم چی ستا حالت ډیر خراب دی، ږغ  دي په ټپه ناست دی ، ږغیدلای نشي، مګر موږ څه وکړو اجازه نشته چي لږ يا ډیره ډوډۍ درکړو،لږ شیبه وروسته يوبل تن راغی، پیره دار ورته  وويل چې د بندي حالت ماته ښه نه ښکاري هسي نه چې مړ شي، مسؤلین به خبر کړو، لږ وروسته درې کسان راغلل،افغانان وو، یوه يې وویل چې موږ تاته لږ ډوډۍ درکوو، مګر پام دي وي چې بهرنيان درڅخه خبر نه شي، که پوښتنه يې درڅخه کوله ورته وایه چې هیڅ مې هم نه دي خوړلي،د یوه عسکر سره څراغ او دبل سره لږ وچه ډوډۍ په لاس کی وه ، درېیم زما دسر څخه کڅوړه کش کړه یواځي زما مخ يې را لوڅ کړ،ويې ویل موږ ته مه ګوره، لاسونه مې شاته تړل شوې وو، عسکر ډوډۍ په خوله کې راکوله ،یقین وکړئ داسي خوند یې ؤ، چې بيا هغه خوند ما په هیڅ ډول ډوډۍ کې وروسته وخت کې ونه لیدی.

د ننګرهار د هوايې ډګر زندان

دننګرهار د هوايې ډګر په زندان کې موږ  دومره  ووهل او وډبول شوو، چې يو الله ج ليدل، هره ورځ به يې له سهار څخه بيا تر ماسپښين پوري موږ ته وهل راکول، پر موږ پیره عسکر افغانان ؤ، وخت پر وخت به زموږ اطاق ته راننوتل، په لغتو اوسوکانو(بوکس) به يې وهلو او ښه ډیر ښکنځل به يې هم وکړل، بیا به د بهرنیوعسکرو چې امريکایې پوځيان وو، دهغوی له خوا موږ ته جزا راکول کيدله،يوه نفر به د زنګنو پر سر پر ځمکه کينولم،ښې او چپ لورته به مې يو يو عسکر ودريدل،تر دواړو مټو به يې کلک نیولی وم ،د شا له خوابه  یې زما ملا (شاته) ته زنګون ورکړی وو، همداسي نیغ به يې کينولی وم، مخامخ به دوه نور امريکايان راته ولاړ وو، هغوی به هم  پوښتنه کوله او هم بوکس ،لغته او په څپړو باندي وهل يې راکول، د بدن په مختلفو برخو به يې زه وهلم، ښې او چپ لورته ولاړ عسکر هم ارام نه دریدل، هغوی به هم په لغتو وهل راکول، کله به يې چې پر معده ګوذار وکړ، وبه يې وهلم، زړه به می وران، ورانشو، يوځل وهلو ډیر وارخطاء کړم،ساه می ډوبه ، ډوبه شوه ، عسکرو ته مې سر وښورواه، چې زه ټول حال وایم، اقرار کوم، تاسي مې يوځل پريږدئ، امريکايې عسکر خوشاله شول، وهل يې بس کړل، انتظار وو چې بندي به اوس کومې پټې او مهمې خبرې راته وکړي، له ځان سره می وويل چی : یاالله څوک ورته وښایم !؟ دچاپه کور ټکه (تندر) ور واچوم،څوک  به ورته بهانه کړم ،چی زه پرې دوهلو څخه خلاص شم …؟که هر څوک ورته ناحقه وښایم، د هغه به هم دغه ډول حال وي، کوم چی زمادی ،وهل کیږی به ،زوریږی به ،چیغی ، سوري ، فریادبه کوی ، هغه به ورته وایی چی زه بی ګناه یم ، دوی (امریکایان) به ورته وایی چی نه،ته ډیرغټ مجرم یې ، یوچاموږ ته ستا په باره کی معلومات راکړی، هغه موږ ته ويلې چې ته تروریسټ يې، ماته مې خپل ضمیر او وجدان دا اجازه را نه کړه چی زماسره دی په دي اور کې بل بې ګناه افغان هم  وسوزي ،په سړه سینه می ورته وويل چې:نه پوهیږم چې په کوم جرم او ګناه مو زه نيولي یم؟ او تاسي ته د کوم جرم په اړه خبره وکړم؟  نه خو د طالبانو او کوم مهم سړی او نه هم د  القاعده خلک پیژنم، نه هم ورسره کوم تړاو لرم، دخبرې تر خلاصیدو سره سم يې په نس کې په لغته ووهلم، پورته شوم ، بیرته په ځمکه ولویدلم ،ساه (نفس) راکې ورکه شوه  او ونښتله، نه پورته تله او نه کښته، په سر او غوږونو کی می يو ډول اواز او زوږ پيداشو، فکر مې وکړ چې نور مې د مرګ وخت دی او ختم شوم،  بهرنيو عسکرو چې زما لاسونه يې پورته نيولي ؤ، د څادر په ډول يې وڅنډلم، او په ځمکه يې وویشتم، بیرته نفس راپکې وچلید،عسکرو اوترجمان  چیغې کړې چی څنګه یې ؟ دخبرو توان راسره نه وو، يواځي مې سر وښوراؤ، ترجمان  ډیر ژر وویل چې حال ووایه که نه دا ځل مړکيږي، بیا هم له ډیره درده مې د سر په ښورولو سره وپوهول چې زه په هیڅ هم نه یم خبر، امریکایې ترجمان ته وویل چې He Saying No تر جمان ورته وويل  Yah, yah he said, I don’t know ، د دوئ دا څنډل ، په ځمکه ویشتل او زماساه چلیدل  عجیب راته وبريښدل، چې څه ډول الله له تکيلف څخه خلاص کړم،بالاخره دوی پوه شول چې معلومات ورڅخه نه ترلاسه کيږي، ماته يې وویل  چې ته  ډیر سخت روزل شوی یې ،مرګ قبلوي خو اقرار نه کوي ! اوس نو زه هم لږ په هوښ کې وم، ورته مې وویل چې په وهلو مې مه تکیلف کوئ، په مرمئ مې وويلئ چې هر څه ختم شي، هغوی وویل چې نه، دا سي اسانه دي نه وژنو باید چې يو څه خو ووايې، ويې ویل چې ته خو نه وايې موږ ځو ستا په اړه تحقیق کوو، دوه ساعته ورسته بیارغلل ويې ویل چې مونږ معلومات وکړچی تاسي بمې چاودنې کوئ، انفجاري مواد کاروئ، په تروریسټې کړنو کې لاس لرئ.

ښه داراته ووایه چی څوک پېژنئ؟ د طالبانو له کومې ډلې (ټولګي) سره اړيکې لرئ؟ د طالبانو مشران چيرته دي؟ ډول ډول پوښتنې يې کولي، ما ورته ویل چې موږ عادي افغانان يو، له هیڅ يوې تروریسټې ډلې سره تړاو نه لرو، او نه هم له طالبانو سره اړيکې لرو.

د باګرام زندان

درېيمه ورځ  سهار نږدې ۹  بجی به وې لویه دوه څرخه طیاره هوايې ډګر کې کيناستله، موږ دواړه ملګري چې  د زندان په جلا جلا  کوټو کی وو دیو او بل په حال نه وو خبر، له اطاقو يې را  وایستلو ، د کوټو (اطاقونو) له ځایه تر  طيارې پوري يې په  ټيوټا موټر کې یووړو، د ژمی موسم او ډیر بد یخ ؤ، موږ يې  د طیارې سره نږدی پړمخی پر ځمکه پري ایستلو، دژمي سړه هوا او دطیارې دڅرخونو سخته هوا…… اوف الله هیڅ الفاظ ورته نه لرم ،دکوم شي سره یې تشبیه کړم ، له ډیري یخنۍ څخه مې پر هغې کڅوړې خوله خښه کړه کومه چی یې زماپر سر را اغوستي وه ،نیم ساعت یا څلویښت دقیقې وروسته یې بیا موږ طیارې  ته وخيږولو، په طیاره کې يې ټينګ ټينګ وتړلو، له همدې ځایه يې باګرام هوايې ډګر ته يوړو، له طيارې څخه يې کښته کړو، بيا يې په يو لوی ګړبيدلي موټر کې د باګرام زندان ته يوړو، زموږ د تن خپل کالي (جامي) يې راڅخه وايستلي، د بنديانو سرې جاې يې را واغوستلي، همدلته يې لنډ تحقیق راڅخه وکړ، بيا يې موږ  هر يو يوې کوچنۍ کوټې کې قلف کړو، دغه کوچنۍ کوچنۍ کوټې د لرګی د تختو څخه جوړی شوی وی ، يوه کوچنۍ کړکۍ وه، په هغې هم شاته پرده ځوړند وه، موږ ته يې د همدې کوچنۍ کړکې د لاري د خوراک له پاره ډوډۍ او دڅښاک اوبه راکولي، د باندي څه نه لیدل کیدل ، یوازي به مو خبرې اوریدي ،په کوټه کی د ننه برق نه ؤ ، د کوټې سر لوڅ مګر داوسپنیز جال په واسطه پوښل شوی ؤ ، دغه اپارتمان د روسانو په وخت کی فابریکه وه،  ډیر لوړاو غټ ،غټ دهلیزونه یې درلودل ، بنديانو ته يې په دهلیزونو کې وړې وړې  کوټې جوړې کړې وې، په عمومي دهلیز کی ګروپونه لګیدلې ؤ ، د همدغه ګروپونو څخه زموږ دي وړو اطاقونوته رڼا راتلله لکه د تازه یا سکڼي ماښام په څیر به تته رڼا وه، په همدې کوچني اطاق کې چې قلف به وو، موږ درې ورځې تیري کړي، او د دريو ورځو په جريان کې يې له موږ څخه تحقیق هم کاوو. له هغه وروسته يې موږ  له نورو بنديانو سره يوځای کړو، هلته غټې د ازغن سيم څخه جوړ ې شوې پنجرې ( اطاقونه) وي، په هر اطاق کې به ۱۵ څخه تر ۲۰ بنديان اوسيدل، زه يې هم د يوې پنجرې په دروازه کې واچولم، چې د لويې پنجرې په مخکې به دغه دروازه جوړه شوې وه، درې ورځې وروسته يې بيا د پنجرې داخل ته نورو بنديانو سره يوځای کړم‎.

په همدې ورځو کې امريکايانو تر ۳۰ زيات بنديان د ګوانتانامو له پاره جلا کړل، هغوی ته يې ږيرې، بریتونه او سرونه ور خريلې وو، ګرده شپه يې بې خوبه کړل، خوب ته يې نه پريښودل، سهار يې بيا د ازغن سیم له پنجرو وایستل او بيا يې ګوانتانامو ته يووړل.

په سبا يې زه د تحقیق له پاره له پنجرې څخه وایستلم، محقق ته يې کينولم، هغه راته وویل چې  ته خبر شوې چې څو کسان ګوانتانامو ته ولاړل؟ ومې ویل هو، يو چا راته وویل چې دوی ګوانتانامو ته وړې، محقق وویل  ته څه فکر کوي چې ته به خلاص شي که څنګه؟ ومې ویل چې زه نه یم خبر چې خلاص به شم که به خلاص نه شم، امريکايې محقق وویل که ته رښتيا موږ ته ووايې موږ به تا خوشي کړو، که رښتیا ونه وایې نو ته به همدلته يې، ومې ویل چې ما خو ټول حقیقت تاسي ته ویلي، نه خو له ما سره کوم خطرناک شی نیول شوی او نه هم په کوم جنګ کې نیول شوی یم،  تاسي ولی ما مجرم بولئ؟ شیبه په شيبه د محقق په حالاتو کې تغیر راتلی، غوسه به يې کوله، او ډیر به په  قهر کیدی.

یو بل ځل يې تحقیق ته بوتلم، عينکې يې را په سترګو کړي، چې هیڅ مې نه ليدل،  پلاسټيکې عينکې وي چې څوک نه ورڅخه ښکاره کيدی، په ځمکه يې د زنګنو پر سر کينولی وم، لاسونه مې  تړلي وو، پورته مې نیولي وو، په دغه ډول حالت کې يې زما څخه تحقیق کاوه، کله به يې په چوکۍ میز وویشت او کله به يې دیوال پر چوکې وویشت، زما سترګې تړلي وي،  زه يې ډارولم، چې خبري ورته وکړم، حال  داچې زما سره هیڅ  هم نه وو، ما به دوی ته څه ویلی وای، هغه څه چې حقیقت وو، هغه مې ورته ووایه، زه  يې ډیر مجبوره کړم، ویل يې چې ته باید  يو څه ووايې، ما ورته ویل سمه ده، چې څه ډول تاسي غواړئ زه به هغسي وکړم، تاسي ماته خبره وکړئ، زه به هغسې درته ووایم، که تاسي ماته ووایاست چې ته د اسامه سړی یې؟ زه به درته ووایم چې هو، که تاسي وایاست چې ته د ملاعمر سړی یې، هغه ته دي کارونه کړي دي، زه به درته ووایم چې هو،محقق وویل چې نه، موږ  نه درته وايو،  ته بايد پخپله دغه  ډول خبرې وکړې، ومې ويل چې  ما خو کوم جرم نه دي کړی او نه هم له طالب او القاعده سره تړاو لرم، نه هم په کومه تروریسټې پېښه کې لاس لرم ، زه ولي درواغ ووایم،. که تاسي غواړئ چې دروغ په ما وواياست، سمه ده، خو په خپله خوښه دروغ نه وایم، محقق وویل  چې ځان ته  مشکل جوړوې، ته  نه غواړي چې خلاص شي، ویل يې چې زه به له تاسره بل ځل ګورم.  دوه ورځې وروسته امریکایی عسکرراغلل، ماته يې وویل چې سامان دي راټول کړه، جزا درباندي  ختلي ده ،لوړمنزل ته دی بیایو،زما سره یو قرآنکریم ، دوه کوچنۍ کمپلي وي ، له ځان سره می واخیستي،  زه يې انفرادي اطاق ته بوتلم، همهغه محقق چې زما څخه به يې تحقیق کاوو، راغی،  راته ودریدی، ماته يې وویل چې ودریږه، زه هم   ودریدم، ویل يې لاسونه پورته ونیسه، لاسونه مې پورته ونیول ، ډیر سخت ستړی شوم، د جارو کولو برو ش يې  کوټې ته را غورځار کړ ، د ارې بور (دلرګيو بور) یې په کوټه کې شیندلی ؤ،کوټه زما په فکر  چې دوه په دوه نیم متره کې وه ، په لاسو کی می دوه ډوله زولنې وي ، یو ډول غټې او بل ډول کوچنۍ زولني،  د دواړو لاسونوتر منځ درې انچه فاصله وه ،ماته يې وویل چې په بروش په اطاق کې شيندل شوې  بور را جارو کړه،او دي کونج ته یی راوړه (د اطاق يوه کونج ته يې اشاره وکړه)، بور مې را جارو او کونج ته مې راټول کړ، بیا يې ویل چې هغه بل کونج ته يې یوسه، بیا يې ویل هغه بل کونج، همدا کونجونه يې راباندي کتل او ما به هغه بور د جارو په واسطه له يوه کونجه بل کونج ته جارو کاؤ ،چې ډیر ځله يې پر ماد اطاق کونجونه وشمیرل،کله به مې  په کړوپه ملا او کله په ناسته جارو کاؤ، دجارو وهلو سره به زولني په لاسونو کېخوزیدې ، د زولنو ښوريدلو  زما دمړوندو پوستکی خوږ او واړاوو، ورته مې وویل چې  ته څه غواړي او زه څه وکړم، ویل يې This is your job, do itهمدادي  دنده ده، کوه یې، ډیر وخت وروسته يې وویل چې ودریږه، لاسونه پورته ونیسه، همداسي مې وکړل، زما خواکې بل اطاق خالي وو، په درېيم اطاق کې نعیم کوچی وو، هغه هم ولاړ او لاسونه يې پورته نیولي وو، هغه ته هم محقق ولاړ وو، همدا مسخره کارونه  يې پر موږ کول،  نعیم کوچی  د ډیر عمر سړی وو، طاقت يې نه درلود ضعف شو، پر ځمکه ولویدی، استفراق يې وکی، له هغه وروسته  امريکايې محقیقنو نعيم کوچی او زه دواړه له دغې درنې او سختې سزا څخه خلاص کړلو، خو زه يې بيا هم کيناستلو ته نه پريښودلم،  کوچې ته ډاکټران ورغلل، سیروم يې ورته ولګاوو، اوبه يې پري وڅښلي.

ماښام شو، عسکر ته مې  وویل چې زه ژباړونکی  غواړم، هغه وویل نشته، بیا مې ورته وویل چې ترجمان غواړم، يوه ښځينه ترجمانه راغله، په ایرانۍ ژبه ږغیدله، ماته يې وویل چې په فارسي خبرې وکړه، څه وايې، ومې ویل چې له سهاره دادی ولاړ یم، کمزوری شوې یم، نور د دريدلو توان نه لرم، پر ځمکه  لويږم، زه غواړم چې لږ شیبه کينم، هغې وویل  زه ځم، بیرته راځم، ته تر هغه وخته  پورې مه کينه، ۱۵ یا ۲۰ دقيقې وروسته راغله، ویل يې ما ستا له محقق سره وکتل، هغه درته د کيناستلو اجازه وکړه، خو که هر څوک درپسي راغلل او تاته  يې وویل چې ودریږه بیا به سمدستې دريږي،لږ شیبه نیم ساعت ناست وم، چې عسکر راغی راته ویې ویل چې ودریږه،له دې وروسته به دوه درې ساعته ولاړ وم، بیا به يې لس دقیقي او کله کله نیم ساعت په ځمکه د کیناستو اجازه راکوله ، اوله ورځ ډیره سخته وه ،په نورو ورځو کې جارو نه وه خوبیخوبی او ولاړه  په کې وه ، یعني شپږ شپې او شپږ ورځې موږ خوب ونه کی ، اونه يې هم خوب ته پريښودلو، کله به داسي وخت راغی چې ديوال ته به مې تکیه کړي وه، په ولاړه به خوب وړی وم، وبه غورځیدم، عسکر به راغی په لغته  (پښه ) به يې دروازه ووهله، نارې به يې کړی ، ودريږه، ودریږه، ویده نه شي، دغسي يو سخت او بد حالت وو، خوب ته يې نه پریښودلو، ددی په ارمان وو چې که داسي وخت راشي چې  لږ شیبه خوب او ارام  وکړو، له شپږ ورځو او شپو وروسته يې بیرته  د نورو بنديانو اطاق ته بوتلم، هلته يې ځينې ملګري د هلمند ولایت د باغران ولسوالي څخه نوي راوستلي وو، له هغوی سره په اطاق کې وم، يوه نیمه مياشت مې همدلته په باګرام کې تیره کړه، بيا يې موږ بندیان سره بېل کړو، داسي ګنګوسي وي چې ځينې کسان ګوانتانامو ته بيايې، زه هم په دې ډله کې راغلم، ږیره، سر او بریت يې راباندي وخريل او د ګوانتانامو د تګ انتظار مو کاوو.

شریف الله شیرزاد وايې د باګرام يوه دردونکې خاطره لرم، هغه وايې:  زما په څنګ کې يو بندي وو،  نوی باګرام ته راوړل شوې وو، وروسته مې هغه په ګوانتانامو کې وپېژندی ، حاجی بسم الله نومیدی ، د هلمند ولایت ؤ ، کله چې يې زه  له ۶ ورځو او شپو جزاراکولو څخه وروسته راخوشی کړم، کښته پوړ ته يې اطاق ته راوستلم، دغه نوی بندي ته امريکايې عسکر وویل چې تا لوړ پوړ ته بيايو، زه خو پوهیدلم چې هلته څه ډول سزا ده، ماته بندي وویل چې چیرته مې  بیايې؟ ورته مې وویل  تا لوړ منزل ته  بيايې، خیر ده لږ حوصله کوه، امريکايې عسکر پرې نارې کړي،  ژر کوه، هله ژر، چيغې يې جوړې کړي، بندي يې ډیر وارخطا کړ، په دي وخت کې بندي قران کریم رااخستي، په لاس کې يې ونیو چې عسکر دروازه پسي راخلاصه کړه، د هغه له لاس څخه يې قران کریم په لغته وواهه، قران کریم په ځمکه ولوید، او قران پاک ورغړید، خدای شته هغه شپه په ما ډیره سخته تیره شوه. ګرده (ټوله ) شپه مې  په ژړا تیره کړه، چې يا الله ته د خپل دین حفاظت وکړي، زموږ له وسه خو هیڅ هم نه ده پوره. لاسونه او پښې مو تړلي، بې وسه يو، بنديان یو، کمزوري یو، ستا کلام په ځمکه پروت دی، امريکايان يې زموږ په مخ کې په لغته وهي، يا الله ج ته د خپل کلام او اسلام حفاظت وکړي، افغان ولس او مسلمانان ددغو ظالمانو له منګولو خلاص کړي.

د ګوانتانامو زندان

د باګرام هوایې ډګر کې يې  طیارې ته وخيژولو،  لاسوته  يې زولنی را واچولی او ښه یې  ټينګی کړی ، زولنو دری زنځیره لرل ، یو یوی خواته او بل یې بلی خواته په ملا را تاو او قلف یې ور واچاوه ، په چوکۍ کې زموږ شاته  يوه کونډه وه چی زمونږ د ملا زنځیر یې په کې بسته کړ ، هغه ډیر په تکلیف کړو، شاته مو ډډه نه شوای اچولای، هغه قلف به مو شاته نیغ ولاړ وو،دریم زنځیر ، د پښو تر منځ چې کوم زنځیر ؤ د هغی پوری وصل ؤ،د طیارې په فرش کې هم يوه کړۍ وه، چې دپښو زنځیر یی  ورپسې تړلي ؤ، لاسونه يې ډیر کلک او ټینګ راته تړلي وو، په ډیر تکلیف تر خولي پورته کیدای شول، ګوانتانامو ته په  طیاره کې د سفر پر مهال  ډیر سخت په تکلیف وو،کله به يې  لږ اوبه او يا هم  يوه مڼه راکړه، سترګو ته يې داسي غټی عینکی راچولي وی چې هیڅ شی ورڅخه نه ښکاره کیدی، په عینکو يې  پلسټر هم نښلولی وو، په پوزه يې يو ډول  کوچنی ماسک را اغوستی وو، ماسک يوه نرۍ ربړي تسمه لرله، تسمه ډیره سخته او ټينګه وه، زماد غوږڅخه لږ  دپاسه   يې تیره کړي وه، دغه پاسنۍ  برخه يې زخمې کړه، چې کله به مې  لاسونه په تکلیف ور پورته کړل، بیا به عسکر ناره کړه، او نه به يې پرښودلم چې لاسونه تسمې ته وروړم ، چې لږ يې له هغه خوږ ځای څخه لیرې کړم،  بیا به چې زماد غوږ پاسنۍ برخې سوی (درد) وکی بیا به مې هڅه کوله چې لږ تسمه له هغه زخمي ځای څخه لیری کړم، عسکر به نه پريښودلم، عسکر ته مې وویل چې زه پښتون ترجمان غواړم، هغه  ولاړی، بیرته راغی ، ويې ویل چې پښتون ترجمان نشته، د اردو ژبې ترجمان که غواړي شته، ومې  ویل چې رايې وله ان شاء الله په خبره به سره پوه شو، ترجما ن راغی، ورته مې وویل چې زما دغوږونو نه  لږ د پاسه ځایونه وه ګوره کوم چې  د ماسک تسمې را زخمي کړي،  نور يې د درد او خوږ تحمل  نه لرم، زما څخه  ماسک لیري کړئ، ترجمان زما د غوږ د پاسه زخمې شوی ځای ولیدی، عسکر ته يې وویل، هغه چې وکوت، پوه شو چې دماسکې ټينګې او سختې تسمې د غوږ پاسنۍ برخه زخمې کړې ده، او د ماسک تسمې یې په غوښه کې ننوتي دي، عسکر ویل چې موږ څه وکړو؟ که دغه ماسک لیري کړو، بيا تر سترګو لاندي لږ ه فاصله پاتې کيږي، ته بيا موږ وينې، ددي له خاطره مو عینکې او دغه ماسک درته اچولي چې موږ ونه وينئ،ویل يې ماسک نه شو درڅخه لیرې کولای ، ورته مې وویل چې زما په سر چې کومه سره خولۍ ده، دغه خولۍ لږ نوره هم راټيټه کړئ، او د ماسک تسمه د خولۍ د پاسه تیره کړئ، بيا دوی همداسي وکړل، خو تر ډیره وخته هغه زخمونه پاتې وو.

ګوانتانامو ته  ۱۸ يا ۲۰ ساعته سفر وو، موږ نه پوهیدلو چې ورځ ده که شپه،ځکه په سترګو مو هیڅ نه ليدل، يو ځل طیاره يو ځای کيناستله، هلته يې ډیر وخت تیر کړ، بيا وروسته بیرته پورته شوه، او ګوانتانامو کې طياره کښته شوه، په طیاره کې تشناب ته اجازه وه، خو عسکر به ولاړ وو، سړي نه شوای کولای چې په سم ډول اړتیا ترسره کړي ، سترګې به تړلي وي، صرف همدومره به يې درته وویل چې تشناب دی، کينه، په دغسي يوحالت کې ډیر مشکل وي چې سړی ضرورت پوره کړي، له همدې خاطره به موږ خوراک او څښاک هم نه کاوو، چې تشناب ته ضرورت پيدا نه شي.

ګوانتانامو ته ورسيدو، سپی يې په لاره کې  درولی وو.  د سپيو غپا وه، فکر کوم چې زموږ د تیريدو پر مهال زموږ دلاري دواړو لورو ته سپې درول شوې وو، ډیر زيات يې غپل، د ګوانتانامو زندان ته يې ورسولو، ډیر وخت يې لمر ته کینولو، سخته ګرمه هوا وه، بیايې  کلینیک ته بوتلو، هلته يې نوي جامي راکړي، د باګرام زندان  جامي يې راڅخه لیري کړي، ډاکټرانو پوښتنې کولي، زموږ د وينې او نور څو ډوله  معاینات یې وکړل، له دې وروسته يې هغه بلاک ته بوتلو چې يو نفرې اطاقونه وو، يوه میاشت مو هلته تیره کړه، دغه اطاقونه په کانټینر کې جوړ شوې ؤ،زما په فکر چی دوه په دوه متره کې ؤ ، کوچنې اطاقونه د چادر پواسطه شااوخوا او دپاسه ټول پټ ؤ ، يوه  بندي بل بندي نه شو لیدلای، يواځې يوه وړه کړکۍ وه، دهغې  دلاري به يې موږ ته د خوراک او څښاک  شيان راکول، میاشت وروسته يې موږ نورو   پنجرو ته بوتلو، دغه اطاقونه د سیخانو وو، چې سیخانو یو له بل سره دوه ګوتې  فاصله لرله، یعني په دغه پنجريې اطاقونو کې د دوو ګوتو په اندازه سورې وو، پنجرې يو له بل سره نښتې و ې، موږ په ګوانتانامو کې له يوې مياشتې تیرولو وروسته نور افغان او عر ب بنديان ولیدل، د نورو بنديانو په لیدلو ځکه خوشاله شو، چې له يواځيتوب څخه خلاص شوو..

ګوانتانامو کې د قران کریم پر سر زموږ او د امريکايې عسکرو تر منځ ستونزه پيداشوه، بنديانو دوی ته ویلي وو چې تاسي به قران کریم  ته لاسونه نه وروړئ، تاسي ناپاک ياست، ځکه په قران کې آیت دی چې لایمسه الاالمطهرون  په همدې اساس مو د قران له تلاشي څخه منع کړي وو، مګر امريکايانو به قران کریم ته د  لاس وروړولو سربیره کله به يې له پورته ځایه راغورځار هم کړ،له همدې امله پريکړه وشوه چې خوراک او څښاک به نه کوو، غذايې اعتصاب مو وکړ، درې ورځي او شپې  ټولو بنديانو خوراک او څښاک ونه کړ، ډیره سخته  لوږه او تنده راباندي تیره شوه، داسي بنديان وو چې خپل اعتصاب يې نه ماتوی، په اونيو  يې خوراک او څښاک ونه کی،درې ورځي وروسته امريکايان  راغلل او په لوډ سپیکر کې يې اعلان وکی چې ستاسي قران ته بيا موږ لاس نه وروړو، خو بیا به هم دغه ډول حرکتونه تکراریدل .

د امريکايې  عسکرو او محقیقینو له خوا ډول ډول تکلیفونه راکول کیدل، روحي تکليفونه ډیر زیات وو، کله چې به د شپې ویده وو، عسکر چې پهره به يې کوله، د دروازې قلف ته به يې له پنجرې سره شرنګ ورکړ، بندي به چسپ له خوبه راپورته شو، خوب به يې خراب شو، بیا به خوب  نه ورتلی، که بيا به بیده شو، عسکر به دوه  درې ساعته وروسته بيا راغی، د دروازي سره نږدې فرش به يې په پښه ورته ډباوو، تر هغه وخته به يې دغه کار کاوو چې  بندې راويښ شي، او بې خوبه شي.

زموږ سره  ګوانتانامو کې يو څو تنه هلمنديان وو، هغوی يې د سوارلي  له موټر څخه راکښته کړي وو، او راوستلي يې وو، په عمومې سړک دکلي نه ښار ته د سودا له پاره روان وو، همهغه پیسې يې په جیب کې وی، چې دوی د کور د سودا، غوړي، اوړه ، چای او بورې له پاره ورسره را اخستي وي.

زموږ يو بندي ملګري  چې له تحقيق څخه بیرته راغی، ډیر خپه ښکاريدی، ما پوښتنه ورڅخه وکړه چې ولي دومره زيات خپه یي، هغه وویل چې  محقق ډیر  په غوسه خبرې راسره  کولي، او ماته يې وویل چې ته به ټول عمر همدلته په ګوانتانامو کې تیروي، بندي ویل چې له محقق څخه مې پوښتنه وکړه چې ولي زما جرم دومره لوی دی؟محقق وویل چې کله ته ونیول شوي، کوم کوټ (واسکټ) چې تا اغوستی وو، دهغه څخه د باروتو بوی تلی.ما(شیرزاد) بندي ته وه ویل چې ښه نو تا ورته څه  وویل، ده وویل،  ما ورته وویل چې بالا نو بويَوه يې!

کله چې ګوانتانامو کې وو، د کور څخه د خط  پواسطه احوال راتلی، سور سلیب به لیکونه راوړل،چې کله ګوانتاناموته ورسیدم ، اوه مياشتی وروسته ماته لیک  راغی ، کله چې به لیک دسور سلیب له خوا د ګوانتانامو مسؤلینو ته ورسید۶-۷  او يا ۱۰مياشتی به لیک په ګوانتانامو کې بیا امريکايانو ځنډاوو، له هغه وروسته به يې موږ ته راکړ، يواځي سلامونه او داچې پلانی جوړ دی، همدا خبرې به وي، نور څه نه وو،  خو بيا هم امريکايانو ددي له پاره چې پر موږ روحي فشار راشي او په تشویش کې شو، يوه جمله يا نيمه جمله به يې دخط په منځ کې ړنګه کړي وه. په تور قلم به يې خرابه کړي وه، ترڅو بنديان فکرجن شي چې دابه زماکورنۍ یا دوستانو څه شي لیکلي  وی چې لیک يې ړنګ شوی، کوم لیکونه چې موږ کورته استول، هغه به يې هم همداسي کړي وو، ځينې جملي او ځایونه به يې ورڅخه توږلي او ړنګ کړي وو، تر څو د کورنۍ غړو ته تشویش پيداشي چې دابه نو بندي موږ ته کومه خبره لیکلي وه. ماته يې ۵ خطونه ګرده يو ځای ۲۱ مياشتي وروسته راکړل، د سور سلیب کسانو ته مې وویل  چې تاسي  داخطونه وګورئ، په کوم تاریخ لیکل شوې او کوم وخت تاسي ماته  راکړه ، ويې ویل بخښنه غواړو، کوم  خطونه چې موږ دلته راوړو، امريکايانو ته يې ورتسلیموو، موږ امریکایانوته  وویل چې دا خطونه خو ډیر پخواني دی،  بنديان به څه وایې، دوی ویل چې  يوه المارۍ وه، هلته مو پکې اچولي وو، زموږ له ياده وتلي وه، اوس يې تاسي ورکړئ

کله به چې بنديان په لمانځه ودريدل، امریکایې عسکرو به ښور او زوږ پېل کړ، تر څو په لمانځه کې زموږ توجه راخرابه کړي، دغه ډول کړنه به  پر موږ بندیانو ډیره بده لګيدله، چې نه مو خوب ته پريږدئ، نه مو ارام ته پريږدئ، نه مو لمانځه او نه هم تلاوت ته پريږدئ، دغه ډول روحي تکلیفونه وو چې موږ يې ځورولو.

شریف الله شیرزاد وایې چې  د بوش د حکومت پرمهال ماته وویل شول چې ته برئ يې ، کورته به  ځي، او ټول ټال پنځه نفره افغانان وو، چې موږ ته د ګوانتانامو له زندان څخه د خلاصون خبره وشوه، د سور صلیب کارکوونکو هم موږ ته  ویلي وو چې تاسي به کورته ځئ،  کله چې  اوباما واک ته ورسیدی، زموږ پنځه واړو د خلاصون  پروګرام يې بیرته لغوه کړ.

زما هغه بل ملګری غورځنګ هم په ګوانتانامو کې وو، تر څلورو  زيات کلونه يې  هلته تیر کړل ، زه او ملګری  يې بېل بېل ګوانتانامو ته یوړلو، هغه يې له ما وروسته په بل پرواز او بله ډله کې بيا وروسته راوستی، له نیولو تر خلاصون پوري ټول ما اوه کلونه په زندان کې تیر کړل،دری ورځی ننګرهار، يوه نیمه میاشت باګرام،  ۳۵ ورځي په پلچرخې  او نور ټول وخت مې په ګوانتانامو کې تیر کړی.

يو ډول امريکايې  ملکی وکيلان ؤ له امريکا څخه به راتلل، دوی ویل چې موږ ازاد وکیلان يو غواړو ستاسي د حقونو څخه دفاع وکړو، په امريکا کې يوه فیډرالي محکمه ده، که غواړئ چې ستاسي دوسیه هلته ورسول شې، نو تاسي به ډیر ژر خلاص شئ، دا ډول درواغ خو موږ ته زښت زيات ویل شوې وو، هر ځل چې  به محقیقین راغلل ، دغه خبرې به محقیقینو او نورو وکیلانو هم کولي، نور ستړې شوې وو، له هر څه څخه ستړي شوې وو، ما پريکړه کړې وه چې نور  نه محکمې ته، نه تحقیق ته او نه هم کلینک ته ځم، هیڅ چیرته هم نه ځم، چې هر ځل به ماته عسکر راغلل، ما به ورته ویل چې زه هیڅ چیرته هم نه ځم. څو تنه امريکايې وکیلان وو، هغوی ماته خطونه راولیږل چې موږ ستا په ګټه کار او خبري کوو، ته خلاصيږي، هغوی ته ولاړم، ويې ویل چې موږ غواړو ستا څخه خبرې واورو، ستا ملګري غورځنګ چې ستا سره يو ځای نیول شوې وو، هغه ډیر د وخته خوشي شو، غواړو چې ته هم خوشی شي، ومې ویل چې دا ډول درواغ ماته ډیر زیات ویل شوې، زه نور نه غواړم چې په دي باندې بحث وکړم او تحقیق ورکړم، هغوی ویل ته موږ ته لږ وخت راکړه  خبرې راسره وکړه، تحقیق به ثبت کړو، مګر ما بیا هم تحقیق ورنه کړ، لږ موده وروسته احوال راغی چې ته به خلاصيږي او  کورته به ځي.

امریکايې وکیلانو ډیر غوښتلم، نه به ورتلم، يو ځل يې مجبوره کړم چې ورشم،هغوی  ویل چې موږ ته اجازه وکړه چې ستا دوسیه په امریکا کې په فیډرالي محکمه کې  ثبت کړو، دلته په ګوانتانامو کې هم ځينې محکمې وې، هغوی هم له بنديانو سره کیناستل  او فیصلې به يې کولي. د بندي خبرې به يې واوريدلي، بیا به يې سوالونه کول، څه موده وروسته به يې بندي  وغوښت،ورته به يې و ویل چې زموږ (امريکایانو) له پاره خطرناک  يې ‎، موږ نه شو کولای تا خپل هیواد ته ولیږو، يو کال نور هم ستا د بند موده په ګوانتانامو کې اضافه شوه، په کال کې به يې يوه جلسه کوله، په دغه ډول جلسواو محکمو کې هیڅ ډول ګټه نه وه، داسي هم وو چې ځينې کسانو ته به يې ویلي وو چې ته برئ يې، موږ امريکايان ستاسره  ستونزه نه لرو، ته به خلاصيږي، مګر همهغه بندي به په مياشتو او کلونو نور هم په ګوانتانامو کې پاتي وو،  د امريکایانو د ګوانتانامو دغه ډول محکمې ډیرې بې اعتباره شوې وې، خپل اعتبار يې دلاسه ورکړی وو، ځکه خو ما وکيلانو ته وویل چې زه نه غواړم خپله دوسیه ستاسي د لاري د امریکاپه فیډرالي محکمه کې ثبت کړم، ګټه نه لري .

دفیډرالي محکمی د وکیلانو څخه درې میاشتی   وروسته امريکايې عسکر راغلل، ویل يې چې  تحقیق له پار دي بيایو،  لاسونو او پښو ته یې زولني را واچولي، د تحقیق اطاق ته یې بوتلم، یوه وړه کوټه وه ، په چوکۍ یې  کینولم ،تر چوکۍ لاندی د کوټی  په فرش کې یوه ګونډه (کړۍ) وه ،د پښو زنځیر یې په کړۍپسي قلف  کړ، دا یوازی دلته داسي کار نه ؤ ، بلکي هر ځل ، هر چیرته چې به يې بيولودا ډول عمل به صورت نیولو ، هلته اطاق کې  يو ترجمان او بل امریکايې ؤ، ماته يې وویل چې زه ستا نمانیده یم ،تیر ځل چی ته زموږ جلسې ته را نه غلي ، ستا په غیاب کې پر تا فیصله وشوه چې یو کال نور هم په ګوانتانامو کې بندي پاتي شي، څه وخت وروسته بیا ستا په باره کې جلسه دایریږي،  د راتلونکې جلسې له پاره څه پلان لري ؟ جلسې ته حاضریږي او که نه ؟ د امريکايې په لاس کې کاغذونه وو، ويې ویل چې دا کاغذونه واخله ويې ګوره، ستا د تهمتونو ورقې دي، او د  تهمتونو ځواب ښه په غور سره  ولیکه او موږ ته يې وسپاره، ډیره غوسه راغله، چې دا خو يو ځل نه دي، هر وخت دغه حال وي، له درد څخه مې هغه کاغذونه  ټول وڅيرل، غورځار مي کړل،دوی ته مې و ویل چې زه نه غواړم دغه ډول جلسې ته راشم، همدغې جلسې او ستاسي محکمې درې مياشتي مخکې دتیر ځل پیغام راته واو راوه ، ماته یې وو یل چې ته به  کورته ځې ، سور صلیب هم ماته وویل چې ته خلاصیږی او کورته به ځي، درې مياشتې ورسته تاسي واياست چې  نويو تهمتونوته ځواب ورکړئ، دا پخپل سر زمانماینده را ته وویل،  زه نور نه پوهیږم، ماته يواځي ویل شوي چې دغه تهمتونه درکړم او که ته وغواړی ستا استازیتوب وکړم ، ورته مې وویل چې نه ستاسي جلسې ته حاضریږم او نه  هم ته زما نمایندګي او استازیتوب کولای شي، بل داچې تاسي وخت په وخت بېځایه او ناسم تهمتونه په بنديانو لګوئ.

يو ځل موپه يوه محکمه کې وویل چې ته د پاکستان د آی ایس آی سړی يې، په بله محکمه کې مو دا تور ولګاوو چې ته د حقاني د شبکې سړی يې، په درېيمه محکمه کې مو وویل چې ته د اسلامي حزب حکمتيار سړی یې، ګلبدين ته کارونه کوي ، عجیب تهمتونه دي، يو سړی او درې ډلو ته کار کول او هغوی ته  لاسرسی، آیا دا امکان لري؟  تاسي امريکایان چې درواغ وایاست په ځای يې او غور يې وایاست، يوه خبره او يو درواغ ټینګ کړئ، ډول ډول درواغ او تهمتونه مه لګوئ.

ډول ډول  فشارونه  يې راباندي راوستل، ملګروبه  تسلې راکوله چې الله ج مهربانه دی، خلاص به شې، يو کال وروسته يې نور هم سره له دي چې زما د خلاصون خبره شوې وه زه يې هلته وځنډولم، مګر وروسته  اوباما امر وکړ ، هغه څوک چې دوسیه يې خلاصه وي، او برئ شوې وي،  هغوی  خوشې کړئ، خو بیاهم ډیرو کسانو ته د برئ خبر ورکړل شوی ؤ مګر خوشی نه شول ، له هغه وروسته يې  موږ څلورو افغان بنديانو ته د خلاصون خبر راکړ، په هغه پخوانی څلورو بندیانو کې یوازی (محمدرحیم) د غزنی ولایت ته یې  زماپه شان د دویم ځل لپاره یې  خبر ورکړ چی ته به کور ته ځی ، پرته له دې چې بیازموږ سره محکمې او جلسې ؤشي، د هغې پخوانۍ محکمې او دوسيې له مخې يې موږ ته د خلاصیدو خبر راکړ، مګر هغه دری پخوانی افغاني بندیان چې زموږ سره یو ځای د اول ځل لپاره ورته د خلاصون  ویل شوی وه ، تر اوسه پوری د ګوانتانامو په زندان کې دي ،چې قاری حمد الله دکابل ولایت ، معلم ظاهر دغزني ولایت او شاولی د کندهار ولایت .

يو ملګري چې پورته می نوم ذکر کړ( شاولی د کندهار )، زه په اطاق کې وم، رامنډه يې کړه، ویل يې چې هله زر کوه،  راشه هغه کسان راغلي چې چاته د کور د تګ زیری ورکوي، خدای شته چې خوشاله شوم، ورغلم، هغوی وویل  موږ تاته يو ډیر ښه  پېغام راوړی دی، ویل يې ته له ګوانتانامو څخه ؤځي، پوښتنه مې وکړه چې کوم ځای ته وړل کيږم، هغوی و ویل  نور موږ ته هم معلومات نشته چې په کوم طرف به ځي خو ته به له ګوانتانامو څخه ؤځي.

نږدې  يوه میاشت ورسته يې زه له خپل بلاک څخه وایستلم، يوې کوټې ته يې بوتلم، هلته يې يو کاغذ راته ونيو، ويې  ویل دغه لیک  لاسلیک کړه، ومې ویل چې په دي لیک کې څه ليکلي دي؟ امریکايې وویل لیکل شوې چې  ته امريکايې عسکرو نيولي وي،  اوس بیرته خوشې کيږي، ته به زموږ سره دا ژمنه کوې چې په راتلونکې کې به امريکايانو ته ستونزې نه جوړوي، دغه لیک لاسلیک کړه او ګوته دي هم پري  ولګوه، ورته مې وویل چې دا کار به وکړم، خو زه هم ستاسي څخه يو وړوکی لیک غواړم، امريکايې وویل چې ته څه ډول  لیک غواړي؟ ومې ویل چې  ماته وليکئ  اوه  کلونه چې تا په زندان کې تیر کړل بې ګناه وي، موږ درباندي ظلم او جبر کړی، دغه وخت تا تر تعذیر لاندې تیر کړل، په داسي حال کې چې موږ ستا په اړه هیڅ ډول  کوم جرمې ثبوت پيدا نه کړ، بیرته دي خوشې کوو، دغه لنډې جملي راته وليکئ، لاسلیک او ګوته به تاسي هم ولګوئ، زه به بيا همدغه  لیک د افغانستان دولت او خپلو خپلوانو ته وښایم چې وګورئ، زه بې ګناه وم او بې ګناه نیول شوی وم، ويې ويل چې داسي خط خو موږ تاته نه شو درکولای، ما وویل چې تاسي نه شئ کولای زه  هم تاسي ته دا ډول خط نه شم امضاء کولای، امريکا يې د دوی له خوا د چمتو شوې لیک پر لاسلیک ټينګار وکړ؟ ومې ویل چې تاسي ماته خط رانه کړي زه هم داکار نه شم کولی، زه تاسي په کوم جنګ کې نيولی یم؟ په کوم جرم دي نيولي یم؟ تر اوسه دي په ما کوم شی ثبوت کړی؟  اوه کلونه مې دلته تیر کړل، اوه کاله وروسته ماته ویل کيږي چې آی ايم ساړې، دا خو هیڅ معنی نه لري،امريکايې خفه شو او له اطاق څخه ووتی، زه پوهیدم که دا کاغذ زه امضا‌‌ء کړم او که نه ، انشاالله خلاصیږم به ، بیا ډاکټرانو معاینه کړم، ورپسې د سور صلیب کسان راغلل هغوی پوښتنه وکړه چې ته غواړي افغانستان ته ولاړشي؟ ومې ویل هو زه غواړم چې بیرته خپل هیواد ته  ولاړ شم، هغوی وویل  چې سياسي پناه خو به په کوم هیواد کې  نه غواړي؟ ومې ویل چې نه اوس خو يې نه غواړم، ويې ویل په افغانستان کې مشکل لري که نه؟ ومې ویل چې اوس خو ماته نه معلوميږي، چې زه يو ځل ولاړشم، وګورم چې هلته زما د اوسیدو ځای شته که نشته؟ که مشکل وو بیا به  اړيکه سره ونیسو، له هغه وروسته يې زه  بیرته راوستلم او له خپلو بندي ملګرو سره یې يوځای کړم.

میاشت ورسته په ماپسی عسکر راغله ، په هغه وخت کې موږ تفریح لرله، له ملګرو سره مو فوټبال کاوو ، یو عرب ملګری د دفوټبال  میدان ته رامنډه کړه، ويل يې چې هله ژرشه عسکر راغلي، تا بيايې او خلاصیږي ان شاء الله، څو ورځې مخکې همدغه خبرې کيدلي چې يو ګروپ بنديان خلاصيږي او کورونو ته به ځي، عسکر راته وویل چې له دي بلاک څخه بل بلاک ته بدليږي، زه پوه شوم چې بیرته ملګرو ته نه راستنيږم، له هغوی سره مې خدای پااماني وکړه، کله به چی کوم بندي ملګری دکور په لور تلی، د خلاصيدو زیری به ورکول شو، پاتې بنديان به ور پسی خپه کیدل ، خو په دي به بیا بنديان خوشالیدل چې ښه ده چې يوملګری خو مو ددی ظلم او وحشت څخه نجات و موند ، نو زمابندي  ملګري هم له یوي خواڅخه زما پر خلاصیدو خوشاله او له بلې خواڅخه خفه ؤ ځکه هلته مو ډیر  ښه ژوند سره تیر کړی وو، يوه بلاک ته يې بوتلم چې هلته دوه  نور کسان هم ناست وو، هغوی هم خلاصیدل، هغوی ته هم د کور د خلاصون ویل شوې وو،شپه يې پر موږ همدلته تیره کړه، سبا ورځ یی نور کسان هم را وستل ،ټول موږ ۱۲ کسان برابر شولو، په ګوانتانامو کې ۷ زندانونه وه ، زما سره يواځي عبدالقوي په ۶ زندان او یو بلاک کې اوسیدی، دا نور ۱۰ تنه يې  د نورو بلاکو او زندانو څخه راوستلي ؤ،  موږ يې ټول په شپږم زندان کې سره يوځای کړو ،   ۴ افغانان، ۲ د سومال (سومالیا) او ۶ د یمن وو، درې ورځې مو نوري هم  په ګوانتانامو کې  تیري کړي، د  مازیګر نږدې ۵ بجې به وي (په هر بلاک کې دیوالی ساعتونه لګيدلي وو) عسکر راغی ویل يې چې ستاسي پرواز دی، واړه واړه د بس په شکل موټر وو، شاوخوا يې ښیښو ته تور پلاسټيکونه لګول شوې وو، د باندي ساحه ورڅخه نه معلوميدله، په همدې کوچنيو بسونو کې کيناستلو ،موږ  ۶ نفره يې په يوه بس کې او ۶ نور په بل بس کې کینول، دهر بندې سره يو عسکر  څنګ ته کيناست، ډیر مزل يې وکړ، بيا ګړب او ګړوب شو، د موټر غرهار يو څه بند شو، موټر به زنګیدی، لکه کښتې غوندي، زما تر څنګ ناست  عسکر ته مې  وویل چې اوس موږ په بحر کې يو؟ هغه وویل هو بحر دی، ومې ویل چې موږ په کښتۍ کې روان يو، هغه وویل  هو، موټر په کښتۍ کې دی، د بحر بلې غاړي ته  ټاپو دی هلته ځو، سترګې مو نه وې تړل شوې، خپل منځ کې مو له بنديانو سره خبرې کولي ، مګر لاسونو او پښو ته  مو زولني را اچول شوي وي ، د بحر بلې غاړې  ته چې واوښتو، موټر يو څه مزل وکړ، بيا ودریدی، او کښته شوو، طياري ته نږدې وو، ډیر زیات امريکايې  عسکر راغلي وو، هلته ولاړ وو، نظامي خلک وو، له يونیفورم پرته  امریکايان هم پکې لیدل کيدل، البته د استخباراتو کسان به وو، کله چې يې موږ د طياري کسانوته سپارلو، بیا يې هغه بدرنګه پلاسټيکې عینکې را په سترګو کړي، له دي وروسته مو په سترګو څه نه ليدل،ټينګه  تلاشې يې وکړه،د لاسو  ځنځيرونه يې هم رابدل کړل ، چې بله یوه توره پټۍ وه ، د پټۍ په منځ کې دوه تسمې وي ،یوه تسمه دیو ولچک پوري او دوېيمه  تسمه دبل ولچک پوري تړل شوې وي ، لاسونه مو د سینې څخه یو څه ازادیدل ، د پخوانيو ځنځيرونو څخه دا ځل ډیر ښه وو، موږ پکې ډير په تکلیف نه وو، په طیاره کې يې په چوکيو کې کينولو او ټینګ ټینګ يې وتړلو، له هغې خوا څخه  په طیاره کې نسبتاسهولت وو، خولي ته مو لاس رسيدی، هغه مردار ماسک هم نه وو ،خو بیا هم د تشناب مشکل ؤ، لاس تړلي او پټې سترګې به کسان تشناب ته بیول کيدل، ځکه ملګرو ډوډۍ او اوبه ډیر نه غوښتل، مګرډوډۍ  او اوبه یې را کولي، په دوبۍ کې طياره کښته شوه، له عسکر څخه مې پوښتنه وکړه، هغه وویل چې دوبۍ ده، سترګې مو تړلي وي، په عرب ملګرو باندي مې په عربی ژبهږغ وکړ چې السلام علیکم، د خدای په امان، هغوی هم ویل چې الله ج مو مل شه،په ګوانتاناموکې عربان زیات ؤ ،نو ځکه خو هر بندي روغبړ او خدای پاماني په عربې ژبه زده کړي ؤ، هم هلته يې زما په فکر موږ سره تقسیم کړو، موږ يې  يوې وړې نظامی امريکايې طیارې ته وخيږلو، د یمن او سومال کسان به  په نورو طيارو کې کينولي وي، کابل ته موږ څلور تنه  راوړو، تمه خو داوه چې زموږ خپلوان به يې خبر کړې وي هغوی به میدان هوایې کې موږ ته د ستړي مشي او هرکلي له پاره ولاړ وي، خو خبره داسی نه وه، ملا اذان ته لا وخت پاتې وو، يو افغان افسر طیارې ته راوختی، ستړې مه شئ او د هرکلی څو ټکې يې په پښتو ژبه  وویل، سمدستي يې ورپسي زیاته کړه چې  موټران رارسيږي، او تاسي به پکې ځئ، ، ورته مې وویل چې مننه قومندان صاحب! که موږ ته ووايې چې موږ خپلو کورونو ته ځو او که بل ځای ته؟ ويې خندل، خیر دی يو څو ورځې به له موږ سره میلمانه ياست، او بيا به ځئ، موږ دا خبره په ګوانتانامو کې اوريدلې وه چې کوم بنديان خوشې کيږي، يو ځل يې پلچرخې ته وړي، او بيا يې وروسته خوشي کوي، په اول وختونو کې داسي نه وه، مستقیما به يې خوشي کول، پوه شوم چې د پلچرخې محبس ته مو بيايې، قومندان ته مې  وویل دا ډیره عجیبه نه ده چې د يو محبس نه مو باسي په بل محبس مو ور ننباسي، زموږ خو داهیله له تاسي نه وه، ځکه تاسي خو افغانان یاست، که موږ مجرم وای خو امريکا نيولي وو، هغوی خپل تحقیقات پوره کړل، تاسي ولي له موږ سره داسي کوئ؟ همدومره کفایت نه کوي چې کوم وخت موږ په ګوانتانامو کې تیر کړی؟ د سوالونو ځواب ورسره نه وو، ويې خندل، ویل يې خیر تاسي ژر خلاصيږئ، ژر خلاصيږئ.

د پلچرخې زندان

لږ وروسته يې موږ د خواجه رواش په هوايې ډګر کې افغان عسکرو ته تسلیم کړو، درې ژبې وو، نه پوهیږم هزاره وو، که  بل څوک؟ موږ نه لیدل، ځکه سترګې مو تړلې وي،  ډیر بد وضعیت يې له موږ سره  وکړ، زه يې له لاسونوڅخه ټینګ ونيولم، په تیز تیز تګ يې موټر ته بوتلم، فکر کوم چې سرپ موټر به وو، په وروسته ډاله (د موټر ډکۍ) کې يې واچولم، په سیټ کې دوو امريکايانو په انګلیسي خبرې کولي، زه پوه شوم  چې افغانان او امريکايان ګډ په موټر کې ناست دي، له ډیر مزل وروسته يې د پلچرخې محبس ته دننه کړم،  هلته موږ تقریبا ۳۵ ورځې تیري کړي.

د پلچرخې زندان کې هم داخلي افغانان او وکیلان وو چې راغلل، پوښتنې يې کولې چې څه ډول ولاړئ؟ او څه ډول بیرته راغلئ؟ ټوله کیسه مې ورته وکړه، ورته مې وویل چې موږ ناحقه نیول شوې وو او ناحقه نږدې اوه کلونه په مختلفو زندانو کې ساتل شوې يو.

پلچرخې کې وخت ښه وو، ځکه افغانان وو، په ژبه ورسره پوهیدو، که به ډاکټر ته اړتيا وه هم به راتلی.

د شپې مهال د محبس امنیه قومندان  زموږ بلاک ته راغی، ویل يې چې هغه ننګرهاری شریف الله چیرته دی؟ فکر مې وکړ چې کوم بلدي نفر راغلی، ورته راووتلم، روغبړ مې ورسره وکی، ويې ویل چې ستا د لاسه ما ډیره سرګردانه او لالهانده ورځ تیره کړه، ومې ویل چې ولي؟ ویل يې چې  دا حاجي قدیر تا  ولي وژلی دی؟ ما فکر وکړ چې ټوکې کوي، ورته مې وویل چې ګوره قومندان صاحب! مړ تا کړ اوس يې په ماتاوانوي. قومندان وخندل ، ويې ویل ډیر چالاکه سړی يې، را غبرګه يې کړه  چې زه  مسخري والله که درسره کوم، نن یو مکتوب راغلی وو، لیکل شوې وو چې داسړی خوشي نه کړئ، ده حاجي قدیر وژلی دی، ومې ویل چې هغه خو زموږ د وطن سړی وو، هغه والی و، بيا کابل کې وزیر وو، چیرته زه او چیرته هغه؟ دا به څه ډول امکان ولري چې حاجي قدیر دي ما وژلی وي؟  قومندان وویل موږ ته همداسي يو خط ستا په باره کې راغلی وو، دلته زموږ سره په محبس کې يو امريکايې کفټان دی، بيا زه او هغه لويې څارنوالي کې الکو ( دلويې څارنوالي مشر) ته ورغلو، هغه ته مو وویل چې دغسي يو خط راغلی، موږ په بندي  څه وکړو، فیصله هم پرې شوې چې خوشي کيږي، الکو وویل چې کوم ثبوت شته؟ موږ ورته  وویل چې نه يواځي خط راغلی، الکو وویل چې داخو ثبوت نه شي کيدای، دا چا راليږلی؟ چا راوړي او له کومې مرجع  نه راغلی؟ الکو وویل چې اول خو ده دغه قتل کړی نه دی، بل که څوک قتل وکړي موږ ۱۸ کلونه قید ورکو، د ګوانتانامو د زندان يوه ورځ په درې ورځو حساب کيږي، دغه بندي اوه کلونه تیر کړي چې ۲۱ کلونه محاسبه کيږي، که قتل يې کړی وي، هم بري دی، ومو خندلو او را روان شو.

پوښتنه مې وکړه چې اوس څنګه کيږي خوشی کیږم کنه؟ قومندان وویل ممکن سبا که نه بله ورځ ، خدای مهربانه دی، او حرکت يې وکړ، زه ډیر تعجب کې شوم چې دا اوس حقیقت دی که مسخرې کوي.

زما سره بل بندي ملګری دغزني ولایت څخه وو، هغه ته د شپې خوب نه ورتلي، ویل به يې چې ته لږ سوچ وکړه، قومندان چې کومه خبره وکړه دا به رښتيا وې چې سبا يا بل سبا به خلاص شو؟ او يا داچې قومندان به دا خبرې د مسخرو په ډ‌ول ویلې وي؟  ما په هغه وخت کې مطالعه ډیره کوله، کتابونه مې ډیر لوستل، ملګري ته مې ویل چې الله مهربانه دی، خلاص به شو، د شپې تر لسو بجو پوري ماپسي تلی او راتلی، هر ځل به يې پوښتنه کوله چې ته لږ سوچ وکړه، چې څنګه به شې، اخر کې مې ورته وویل چې زه مطمئن یم ان شاء الله چې  خوشی کیږوبه.

سهار شو، د لمانځه وخت شو، بیا هم هغه بندي همهغه خبره وکړه چې څنګه به شي؟ نن به خلاص شو که نه؟ ومې ویل چې یقین مې دی چې خلاصيږو، او نن ورځ هم د خوشي کيدو ده، د پنجشنبې ورځ به عموما خلک خوشي کيدل

د سهار چای مو څښلو چې عسکر راغی، ویل يې د ګوانتانامو بنديانو! پنډکيان  ( غوټې) مو وتړئ چې حرکت دی له خيره تاسي خلاصيږئ، یودم د تکبیر چيغې شوې، د نورو بلاکونو بنديانو هم داخبره واوریدله، چې د ګوانتانامو څخه راغلي بنديان  خوشي کيږي. په بلاک کې د تکبیر چېغي او ازانګې پورته کيدلي.

موږ ۱۲ تنه خوشي شوو، ۴ د ګوانتانامو د زندان څخه  او ۸ تنه د امريکا په لاس کې د باګرام زندان څخه چې پلچرخې ته راوړل شوې وو ،د ګوانتانامو څخه  عبدالقیوم دکندهار، محمد رحیم د غزني، محمد هاشم د کندهار اوزه، ټول د طالبانو په تور نیول شوې وو، موږ يې له پلچرخې محبس څخه راوایستلو، خو زموږ خپلوان يې نه وو خبر کړي، د چهار شنبې ورځ زموږ د خپلوانو سره د ملاقات ورځ وه، زما پلار وروڼه او تره زامن زما پوښتنې ته زندان ته  راغلي وو،راته ویې ویل چې موږ څارنوالي ته تللي وو، پر تاسي ټولو باندي يوځای فیصله کېږي او خوشي کيږئ،  خو موږ نه وو خبر او نه هم هغوی ته ویل شوې وو چې سبا به خلاصيږئ، د چهارشنبې ورځ زما قریبان بیرته ولاړل، د پنجشنبې په شپه يې موږ ته  دخوشې کيدو مشروط خبر راکړ، د  پنجشنبې سهار يې خوشې کړو، ماته وروڼو دوه نمبرونه راکړي وو، هغوی ویل  چې که چیرته خوشی شوې نو په دغه نمبر به موږ ته زنګ وهې،  اطاق ته ننوتلم، ژر ژر مې هغه نمبر په يو کاغذ ولیکل (کاغذ وو) او جیب ته مې واچاوو، له پلچرخې څخه يې موږ  ملي امنيت ته بوتلو، هلته د امنيت مسؤل تن  موږ ټولو ته وویل چې  په تاسي پسې ډیر څار دی، تاسي بيا نيول کيږئ، باید چې ډیر احتياط وکړئ،  تاسي ټولو ته وایم، ډیر احتياط به په آینده کې کوئ، ښه ډیر تقریر يې وکړ، په هاشم يې ږغ وکړ چې خصوصا تاته وایم، ای هاشمه! هغه وویل چې صیب! ما څه کړي؟ د امنيت کارکوونکې وویل چې بس خبرې به ډیرې نه کوي، ستا په سر ما ډیر جنجال کړی دی، ډیر مشکلات مې تیر کړل، خلک مې خپه کړل، ډیر کوشش مې وکړ، که زه نه وای تر اوسه به په محبس کې وای، والله که شل کاله هم خلاص شوی وای، ځکه تا حاجي قدیر وژلی دی، ما (شیرزاد) خپلو دوو نورو ملګرو ته وکتل چې بیګاه د محبس قومندان ماته دا خبره وکړه، او نن  د ملی امنیت کارکوونکي   هاشم ته دا خبره کوي، فکر مې وکړ که ولاړ شم چې دا څنګه حاجي قدیر دی د مومن خان ښامار مو ورڅخه جوړ کړ چې بیګاه ماته د محبس قومندان ویل چې تا وژلی اوس هاشم ته تاسي وایاست چې حاجي قدیر تا وژلی دی، ملګري مې سترګه راته ووهله چې ارام کينه، پريږده چې ګړبيږي، که نه زه پورته کیدلم ورته ویل مي چې  دا څه ډرامه ده؟

بیا يې موږ ټول د صبغت الله مجددي دفتر ته بوتلو ویل يې  چې تاسي ته د خلاصون کارډ درکول کیږي، هغلته يې موږ ته يو مکتوب راکړ چې پکې لیکل شوې وو، تاسي د امريکايانو له خوا نیول شوې واست او د بيا پخلاينې د پروګرام په  هڅو  بیرته راخلاص شوئ، پنځه سوه افغانۍ يې هم راکړي (لس ډالره) ، ورته مې وویل چې په دې ۵۰۰  افغانيو به موږ چیرته ورسيږو، زموږ سره نوري پیسې هم نه وي، ویل يې بس همدغه شی دي که رسيږئ او که نه رسيږئ،دروايې خله، ډيرې خبرې مه کوه

زما سره د ننګرهار بل ملګری هم وو چې د باګرام زندان  څخه راوستل شوی وو، د خوګياڼيو د کږې ولسوالی وو، هغه ته مې وویل چې ته خو اوس کورته نه شي رسیدلای ځکه چې نورمازیګر دی ، دواړه به زموږ کورته ولاړ شو هلته به شپه له ماسره وکړي ، زما کور په ښار کي دی، بیا مو يو کرولا موټر (دننګرهار تر اډي ) پوري کرایه کړ،د ټکسي چلونکې څخه مې ټلیفون وغوښت،  ټلیفون مې وکړ اول مې له ورور سره بيا دوهمه شماره د ماما زوی سره رخ شوه، هغوی ته مې د خپل خلاصون خبر ورکړ، له کابل څخه  دننګرهار موټر کې کيناستلو، کرولا موټر وو،  څنګ کې مي بل نفر کيناست چې هغه هم ننګرهار ته تلی، له هغه سره ټلیفون وو، چې کله سروبې ته ورسيدو، څنګ کې ناست سړي ته مې وویل چې موږ خو له زندان څخه تازه راخوشي شوې يو، ټلیفون نه لرو که ته مهرباني وکړي، دغې شميرې  ته  يو زنګ ووهي، هغه مسافر سمدستي ټلیفون راکړ، ورور سره مې خبره وکړه، هغوی ماته وویل چې موږ  در روان یو چيرته يې؟ ومې ویل چې ډیر ناوخته دی موږ له کابل څخه را راون شوې يو، سروبې ته را رسیدلي يو، تاسي دغلته ننګرهار کي ایسار شئ، هغوی وویل سمه ده موږ به د سرخرود دوه لارې کې درته ولاړ یو، زموږ د سفر ملګري چې په يوه موټر کې مو سفر سره کاوو، هغوی هم پوه شول، موږ هم ورته وویل چې په ګوانتانامو او باګرام کې بنديان وو، ډیر خپه شول.

وروڼو او خپلوانو مې ډیر زنګونه دهغه بل مسافر په ټلیفون راته وهل، ویل يې ټلیفون مه بندوه، موږ غواړو په ټوله لاره ستاسره خبرې وکړو، ما ویل خیر دادی زه در رسیږم، خو بيا هم دهغوی زړه طاقت نه کاوو، پنځه او لس دقيقي وروسته به يې زنګ راته واهه او ښې ډیرې خبرې به يې راسره کولي التبه چیرته چې به ټلیفون کار  کاوو، موږ چې کله ورته ورسیدو، ګلونه يې غاړې ته راوچول، د بازار خلک راټول شول پوښتنې يې کولې چې څه خبره ده، ځکه نه واده شته، او نه دحج وخت دی،ولي خلک ددغو کسانو په غاړه کې ګلان اچوي؟ وروسته هغه د بازار خلک هم خبر شول چې له ګوانتانامواو باګرام څخه بندیان  راغلي دي، ګردو روغبړ راسره وکړ، مبارکي يې راکوله، کورته چې روان شوو، وروڼو مو راته وویل چې کله تا موږ ته وویل چې زه په سره کرولا کې در روان یم، دي وخت کې سرې کرولاګاني هم ډیرې د کابل له خوا راتلی، يوه سره کرولا راغله، له موږ نه لږ مخکې تیره شوه او ودریدله، موږ ویل چې بس همداده، د ماما ځوی سره موګل وو، يوه د ماما ځوی د کرولا دمخ دروازه خلاصه کړه، بل غوښتل چې په کرولا کې د ناست سړي په غاړه کې ګل ور واچوي، هغه د کرولا د مخ د سیټ سړي وویل چې څه خبره  ده؟  وه وروره تاسي څه کوئ؟ بیا د ماما زامنو ورته ه وویل چې ډیر وبخښه، زموږ يو ملګری دی هغه راځي موږ په تاسي باندی دهغه ګمان وکړ، غلط شو،.

په موټر کې ناست ؤ د کور پر لور روان ؤ چې دپلار ټلیفون مې راغی ، زموږ په اړه يې پوښتنه کوله ، ورور مې ځواب ورکړ چی دوی راورسیدل، اوس د کور خواته در روان،زمادمشر ماما ځوی اکبر خان موټر چلاوو، ورته مې وویل چې د کلی جومات سره ودریږه ، چې یو څو رکعته د شکرانې لمونځ  الله ته کوومه او بیا به  کورته ننوزم  ان شاء الله،دکلي جومات ته ورسیدو، زما سره یو څو کسان نورهم  جومات ته ننوتل موږ ګردو د شکرانې لمونځ  وکړ، ورور ته مي وویل چې اوس مې مور خبره کړئ چې راورسېد په جومات کې لمونځ کوي رابه شي، زه چې د کابل څخه  راروانېدلم په ټلیفون کې مې ورور ته وویل چې مور په ډېر احتیا‌ط سره خبره کړئ، ورته وواياست چې ممکن نن به راشي، کله چې سروبی ته راورسېدو بیا مي پوښتنه وکړه چې مور می څنګه ده؟ ورور  مي وویل ښه ده ، موږ ته وایې چی خدای ج دي وکړي  چې نن شپه راشي ، لږ مخکې مو ورته وویل چې سروبي ته رارسیدلی دی،زموږ مورکۍ  د وينې د فشار لوړيدو مريضي درلودله، له همدې امله مو په يوناڅاپه او يوځل نه شوای خبرولای،ځکه نه يې د زياتې خوشالئ او نه هم د خفګان توان درلود.

د کور په دروازه ورننوتلم ، د کور ماشومان مي له پښو څخه تاو شول ، ما هم هر یو په سر او مخ ښکلول خو پیژندل مي نه ، وروسته یې هر يو را معرفی کاوو چې دا دپلانکي ځوی دی او دا د پلانکي لور ، زه لا د ماشومانو سره په روغبړ وم چې پلار مي راغی ، کلک یې په غیږ کې ونیولم  ، پلار مې  ډیر د غټ زړه خاوند او با جراته دی ، مګر په دی وخت کې می دده د زړه درزا او سلګۍ واریدي ، زه هم ناتوانه شوم ، د پلار سلګۍ ته په سلګیو شوم .

الله  ج دي ریاپه کې نه را ولي چې کله مې په جومات کې لمونځ کولو ، یو څه  مې زړه سپک کړی ؤ ( الله ج ته مې ډیر وژړل)، خو دپلار او مور په لیدو مې صبر او حوصله دواړه یو له لاسه ورکړه ، زړه می را ډک شو ، اوښکی بی صبره شوي ، سترګو هم دوتلو اجازه ورکړه ، رڼې رڼې اوښکې مې په مخ را روانی شوې ، مابه ژز ژر اوښکې پاکولې،  کله چی د انګړ منځ ته ورسیدم ، مور مې مخې ته را غله، زه يې  په غیږ کې  کلک ونیولم او په یوه ساه لګیا شوه ، الله شکر! خدایه شکر!خدایه شکر …شکر………شکر…..،نوریې اواز خپ شو ، لاسونه یې مړه پړه شوه ، زما ورور قدرت الله شیرزاداو د ماما ځوی می مور راسره و نیوله ، په ځمکه ورسره کښیناستو ، ډیره عجیبه او غریبه صحنه وه ، د خوښۍ او خوشحالۍ  ورځ وه خو  زمونږ د ټولو له سترګو څخه   اوښکی بهیدلي .

 الله تعالی دي زمونږ دټولو ملګرو، کورنۍ ، قريبانو او دوستانو قربانۍ قبولي کړي، چاچی داسلام  او دین لپاره ګاللی وې ، او الله تعالی دي  ټولو ته په ژوند او له ژوند څخه وروسته د سختيو او کړاو ګاللو عوض ورکړي، امین یارب العالمین

نظر محمد مطمئن

فیس بوک: https://www.facebook.com/mutmaeen

ټویټر: https://twitter.com/Metmaeen

که څوک دا لیکنه بل ځای نشرول غواړي، فرق نه کوي، خو لیکوال شرط لګولی، چي یو ځل دي دده سره اړیکه ونیول شي. مننه

—–

ددې لیکني لومړۍ برخه په لاندي ادرس نشر شوې:

http://nunn.asia/leekani/articles/10555

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x