
څرخي پله زندان کې د ولايتي شورا د پخواني غړي په شمول پنځه کسان اعدام شول
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): چارواکو منلې، چې د هرات د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي محمد عسکر انوري په ګډون پنځه تنه نن سهار د څرخي پله په محبس کې د سړي تښتونې او قتل په جرم اعدام شول.
د افغانستان د محبسونو لوی ریاست وايي، چې دغه پنځه کسان د درې واړو محکمو له پرېکړې او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له تاييد وروسته اعدام شول.
د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال نصرت رحيمي او د محبسونو د لوی ریاست مطبوعاتي مسؤول رسنيو ته ويلي، چې دغه کسان د حنظله بادغيسي ودانيز شرکت د مرستيال محمد شاه ايماق د اختطاف او قتل په تور نيول شوي وو، چې نن سهار د ولسمشر له لاسليک وروسته په څرخي پله زندان کې اعدام شول.
د کورني او بهرني امنيت د جرمونو ضد محکمې حاجي عسکر انوري له خپلو څلورو ملګرو سره د محمد شاه ايماق د اختطاف او قتل په قضيه کې مجرم بللي وو او په اعدام يې محکوم کړي دي.
د رپوټونو له مخې سړي تښتوونکو د محمد شاه ايماق له کورنۍ شل لکه افغانۍ هم تر لاسه کړې وې، خو د هغې سربېره يې نوموړی وواژه.
حاجي عسکر انوري په تېره زمري مياشت کې د ملي امنيت رياست له لوري نيول شوی و.
د ګډ حکومت په درې کلن دور کې دا دويم ځل دی، چې مجرمين په ډله ییزه توګه اعداميږي.
تر دې وړاندې د جنسي تېري او لارې شکونې په جرم هم يو شمېر کسان اعدام شوي و.
د ګډ حکومت په راتلو د مجرمينو سربېره يو شمېر طالب بنديان هم په مرموزه توګه اعدام شوي دي.
د څرخي پله زندان يو شمېر زندانيانو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې له تېرو دريو کلونو راهيسې د محبس چارواکي د بنديانو بلاکونو ته ورځي، زندانيان وباسي او تري تم کېږي.
زندانيان او د څرخي پله سرچينې وايي، چې له تېرو دريو کلونو راهيسې د زندانيانو مرموزې وژنې او اعدامونه روان دي، خو تر اوسه يې کره شمېر نه دی معلوم، چې څومره کسان اعدام شوي دي.