
مسیر: حکومت پر فساد خوله پټوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په پوهنې وزارت کې د دې وزارت چارواکي پر شته پراخ فساد چوپه خوله دي.
دا څرګندونې له کابله خپرېدونکې خپلواکې ورځپاڼې، مسیر په تازه ګڼه کې کړې دي.
سرچينه د پوهنې سرپرست وزیر لرې کېدو ته په اشارې، د شنونکو له خولې لیکي، یوازې د یو تن په لرې کولو د فساد مخه نه نيول کېږي.
حسن مبارک عزیزي مسیر ته ویلي، چې پوهنې وزارت کې د فساد له امله دې وزارت پنځه لوی مرستندویان له لاسه ورکړي.
په وینا يې، نړیوال بانک، یونیسیف، جې پې اې، د خوراک نړیوال سازمان او یونیسکو هغه پروګرامونه ځنډولي چې وړاندې يې له دې وزارت سره ژمنه کړې وه.
د پوهنې وزارت اړوند ویل کېږي، چې ګڼ خیالي ښوونځي هم لري چې په فساد کې يې د وزارت له پیل د ولایتي چارواکو تر ټیټ پوړي پورې شریکان دي.
مسیر د پوهنې پخوانی سرپرست وزیر حنیف بلخي پر دې تورن کړی، چې د کونړ په شلتن کې يې ۲۷ بابه ښوونځي د نا امنۍ په پلمه وتړل.
که څه هم دلته مېشت بهرنیان په پوځي او پوهنیزه برخه کې پرمختګونه د پام وړ بولي، خو د شنونکو په باور پراخ فساد د ښوونې او روزنې کیفیت ته دروند زیان رسولی دی.