افغانستان

ولسي جرګه: د لویې جرګې رابلل د اساسي قانون خلاف کار دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړي وايي، د ځینو ډلو له لوري د لویې جرګې رابلل له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او د ګټې پرځای یې زیان ډېر دی.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن د دې جرګې غونډې ته وویل، لویه جرګه په اساسي قانون ک تعریف شوې او څوک چې د لویې جرګې د دایرېدو غوښتنه کوي له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي.
د ابراهیمي په خبره، نن چې له هر لوري د لویې جرګې د دایرېدو غوښتنه کېږي، په څرګند ډول له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي.

خو په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې ځینو غړیو د لویې جرګې د رابللو سره همغږي وښوده او د اوسني بد حالت څخه یې د وتلو یوازېنۍ لاره لویه جرګه یاده کړه.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال د لویې جرګې رابلل د اساسي قانون خلاف بللي، چې همدغه جرګه د تېر یو کال راهیسې په ناقانونه ډول خپلې چارې مخ ته وړي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې خلک د لویې جرګې د رابللو لپاره غونډې کوي او سمبالوونکي یې ډېری د حامد کرزي د وخت چارواکي دي.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي تراوسه په ښکاره د لویې جرګې تایید یا رد نه دی کړی؛ خو د ملي یووالي حکومت په دغو هڅو کې د کرزي لاس ښيي.

ارګ: ځینې «کړۍ» دې د لویې جرګې د رابللو خبرې نه کوي

ولسمشر غني تېره اوونۍ په کندهار کې د عینو مېنې د ښار ګوټي د بیا څېړنې امر ورکړ، چې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي دغه کړنه پر کرزي سیاسي فشار یاد کړ.
محمود کرزي ویلي وو، چې ولسمشر غني غواړي له دې لارې پر کرزي فشار راوړي چې د لویې جرګې د رابللو د هڅې نه تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

لویه جرګه ، وړه جرګه ، اوسنی شړیدلی او دوه سری جان کیری اداره ، پارلمان او داسی نور ټول غیر قانونی او بلاخره قانون خپله غیر قانونی دی تول د الله ج او مظلوم اولس حقوق پایمالوی د شیطان قانون ته قانون ته شیطانان قانون وایی انسانان د الله قانون ته قانون وایی او اطاعت یی کوی نو هر څه چه غیر قانونی شول سر پری مه خوږوی

اجمل ساحل

وروره والیان صاحبان له خپلو لغړزنوماشومانوسره په بلوتوت اخته دي ، لویه او وړې جرګي والاهم نه دي خلاص ، په دې لینک کې لیدلی شي چې دوردګو والي صاحب له خپل لغړزني سره په بلوتوت اخته دی ، دټولو همدغه حال دی

https://web.facebook.com/QuranSunnat1/videos/540992006241676/?comment_id=536793953328148&reply_comment_id=536807699993440&notif_id=1511092453176831&notif_t

یاالله رحم بر حال ما کن!
#والی_میدان_وردگ در حالت روشن کردن بلوتوت…
د میدان وردګ لپاره د وحدت ملي د دولت له طرفه والی صیب محترم “ځونډي ګل زماني” یوه لغړ زني سره د بلوټوت پر مهال.?
ارسال کننده:عاصم افغان/میدان وردگ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x