افغانستان

هرات چارواکي: پر ښوونځيو د طالبانو له څارنې خوښ يو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دوی ګڼ ښوونځي د طالبانو تر لاس لاندې دي، چې هیڅ ډول فساد پکې نه کېږي.

د شمشاد تلویزون کارکوونکي سرور خیري پخپله فیسبوک پاڼه د هرات د پوهنې ریاست له قوله لیکلي، چې د دې ولایت دوه سوه ښوونځي د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې فعال دي.

د سرچينې په قول په يادو ښوونځيو کې هیڅ ډول بې نظمي او اداری فساد نه تر سترګو کېږي.

خیري د پوهنې ریاست له قوله لیکي: «طالبان په هرات ولايت کې له دوه سوه ښونځيو نظارت کوى ، موږ د طالبانو له دې کار څخه رضايت لرو ځکه په نوموړو ښونځيو کې د اداري فساد او بې نظميو مخ يې ډب کړى ده.»

تر دې وړاندې د غور اوسېدونکو هم د طالبانو له لوري د ځينو پروژو او ښوونځيو څارنه نېک ګام بللی و.

د غور یو قومي مخور له اریانا نیوز تلویزون سره خبرو کې وویل، طالبانو د ګڼو ټولګټو پروژو هر کلی کړی او دوی ته د هر ډول خونديتوب ډاډ ورکړی.

په خواله رسنیو کې د هرات د چارواکو له لوري دا اعتراف ستایل شوی، خو ضمناً حکومت ملامت بلل شوی چې هره برخه يې له فساده ډکه ده.

د یوسف سلېمانخېل په نوم یو تن لیکلي: «بیا خپله هم منی وایی له کومو ښونځيو نه چې طالبان نظارت کوي هلته فساد نشته والله شرم دی».

پر هرات سربېره، کندهار، هلمند، زابل، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګو او ګڼو نورو هغو سیمو کې چې ډېر واک يې له طالبانو سره دی د پوهنې له وضعیته خلک خوښ برېښي.

د شنونکو په باور ټولګټو پروژو او ملکي ادارې باید له نظامي هغو توپیر شي، چې د جګړې دوام ولس له ډېرو ستونزو سره مخ نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د هرات دولتي چارواکي به د طالبانو له څارني خوښ وي يانه ، خو اصلي خبره داده چي عام خلک د طالبانو له کړنو څخه خوښ دي . خلک په ټولو ساحو کي د دولت او امريکايانو له ظلم او اختناق څخه تر پوزي راغلي دي، خو څنګه چي دا بې چاره ګان ډېر ځپل سوي دي، نه سي کولای چي په جار نارې کړي چي موږ طالبان غواړو! که نه بې له يو څو خرڅ سوو کسانو څخه ټول ولس په طالبانو خوښ دی. د طالبانو په وختو کي که يو اعشاريه فساد وو هم د غه خلک په… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

تاسی باور وکړی ، سوګند به نه یادوم ( په هره خبره سوګند یادول ناسمه کار دی )دغه طالبان انسانان نه بلکه ملایکی دی جهاد دوی کوی په مالونو ، ځآنونو او اولادونو ، نشرات او خپرونی هم دوی کوی ، پلونه او سرکونه دوی جوړوی ښوونځی دوی راته په دیر ښه نظم او اسلامی معیارونو دوی فعال ساتی ، اسلامی محکمی او فیصلی راته دوی کوی غم او ښادی مو دوی پالی ، د خاوری ، خلکو ، .خپلواکی ، دین او ناموس مو دوی دفاع کوی نو که دوی ملایکی نه دی نو څه دی الله ج دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x