دتلوېزيون مفاسد او ضررونه – لومړی برخه

man_carying_tvالله تعالى په خپل پاک کلام قرآنکریم کي مسلمانانو ته خطاب کوي فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (71)  الأحزاب

اې دایمان څښتنانو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او روغه ویناکوئ

الله تعالی به ستاسو عملونه روغ کړي اوستاسو ګناهونه به درته وبښي او چاچي دالله تعالی او دهغه درسول ومنل نو هغه په ستره کامیابي سره کامیاب شو .

دهمدغه ذکرشوي آیت کریمه دمحتوا په اساس کومه سپینه خبره چي دیوه وېښ مسلمان زړه يي ویل غواړي هغه داده چي دزیات ترو مسلمانوکورنیو داخلي حالت او اخلاقي وضع مخ په خرابېدلو روانه ده ، دا دهغو فاسدوخپرونو په وجه چي محلي تلوېزیونونه اونړېوال هوايي چاینلونه يي خپروي کوم چي هرکورته دتلوېزیون په پلمه ننوتلي دي ، داچي تلوېزیوني هېنداره څومره خطرناکه ده او کوم ضررونه په برکي لري ددې لپاره مونږ دا لاندي کرښي دلوستونکیو داستفادې لپاره ځانګړي کړي دي، کله چي یو هوښیارمسلمان لوستونکی دا لاندي کرښي وګوري هرومرو به ددې پرېکړه وکړي چي یوه غیرت من مسلمان ته په کار نه ده چي دا دفساد آله دخپل کور انګړ ته دننه کړي ځکه چي مسلمان ته چي کله هم حق څرګند شي بیا دحق له منلو څخه سرنه غړوي .

الله تعالی فرمايي :

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا (36) الأحزاب

او هېڅ مسلمان نارینه او مسلماني مېرمني ته ددې اجازت نشته چي کله الله تعالی او دهغه رسول دیوه کار په هکله پرېکړه وکړي او هغوی د(يي په منلو او یانه منلو) کي خوښ رضا شي او چاچي دالله تعالی او دهغه رسول له حکمونو څخه سرغړونه وکړه نو په څرګنده ګمراهي سره بېلاري شو .

داهم ضروري نه ده چي دتلوېزیون هغه فاسد اړخونه کوم چي مونږ يي دبیانولو تکل کړی دی هغه دټول په لوستونکي باندي تطبیق وي او ددې دا معنا هم نه ده چي که یوڅوک دتلوېزیون له منفي اړخونو څخه ځان ساتي نو ساتل او په کور کي اېښودل يي جواز ورته لري داځکه چي که دتلوېزیون یو ضرر هم جوته شي دهغه دحُرمت او نارواتوب لپاره کفایت کوي ولوکه دا بحث دفتوا بڼه نلري اونه مونږ دفتوا دصادرولو په مقام کي یو خو بیا هم دا زمونږ ایماني مسئوليت دی چي پلرونو او دکورنيو مشرانو او مسئولینوته یو خلاص لیک ولېږو ترڅو هغوی دداسي توکودمتوقع ضررونو دمخنیوي او دکورني چاپېریال دپاک ساتلو په خاطر تلوېزیون په تېره بیا کېبل اوهوايي تېغنه (ډش) دکورونو انګړونو ته دننه پرې نږدي .

کوم ضررونه چي تلوېزیون او دهغه روستاړونه لکه کېبل ، ډش   او داسي نورتوکي  لري دهغه مسئوليت په لومړي قدم کي په واکمنانو باندي دی څوک چي کولای شي هغه تر مراقبت لاندي ونیسي او یاورباندي خپرېدونکي موادسانسور کړي او یادچاینلونو چلوونکیوته دکار سالمي لایحې او یا فرمانونه صادر کړي، په دوهم قدم کي دعلماوو او داعیونو دنده ده چي هغوی عام مسلمانان وپوهوي او د تلوېزیون منفي اړخونه او مفاسد ورته بیان کړي ، په درېیم قدم کي دوالدینو او دکورونو د مشرانو دنده ده چي داسي ناولي توکي دکور دننه ته پرې نږدي .

عن بن عمر انه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم  يقول كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته الإمام راع وهو مسؤول عن رعيته والرجل راع في أهله والمرأة راعية في بيت زوجها والخادم في مال سيده (الأدب المفرد)

له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : په تاسو کي هریو واکمن دی او له هریوه څخه به دهغه چا په هکله پوښتنه کېږي چي تر واک يي لاندي وي ، پاچا واکمن دی او د الله تعالی په وړاندي دخپل ولس مسئول دى، نارینه واکمن دی او د خپل کور په هکله الله تعالی ته مسئول دى ، ښځه د نارینه په کور کي واکمنه ده ( او الله تعالی به د خاوند دمال ، اولاد، او دانګړ دعفت  پوښتنه ورڅخه کوي) نوکر د بادار په مال او شتمني کي واکمن دی  .

په راتلونکي برخه کي به د تلویزون د مفاسدو او ضررونه یو یو په ګوته کړو..

لیکوال: ابو خلیل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.