تصویر؛ ارشیف

طالبانو سره د روسيې او ایران روابط په څه معنی؟

لیکوال: کمال کلیوال

د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر روسيې ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې که روسیه طالبانو سره روابط لري، نو د سولې په برخه کې دې ترې کار واخلي. د اتمر له خبرې داسې ښکاري لکه د طالبانو او روسانو پر روابطو چې شک لري. اتمر ویلي چې روسیه د سولې بهیر کې د طالبانو په راګډولو کې رغنده رول لري او باید له دغه رول څخه استفاده وکړي. اتمر دا یادونه هم کړې چې طالبان باید له روسيې سره د خپلو اړیکو پرمټ دا وړتیا ونه مومي چې له افغان حکومت سره په جګړه کې ترې ګټه پورته کړي.

تېره میاشت جمهور رییس غني پکتیا ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې پاکستان او روسیه د طالبانو ملاتړ کوي. پخوا یوازې پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنېده خو دا اول ځل و چې جمهور رییس د روسيې په څېر مهم قدرت هم د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

اشرف غني له هغې وروسته روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنوي چې د تېر یو کال راپدېخوا جنرال نیکلسن، جنرال ووټل، جیمز ماټیس او نور لوړ رتبه امریکايي چارواکو روسیه او ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړي دي. روسانو د اشرف غني د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې د افغانستان سیاسي مشرانو ته توصیه کوو چې د غربي مطبوعاتو تر تاثیر لاندې باید رانه شي.

روسان هم د روان کاله له شروع څخه د افغانستان په قضیه کې د پخوا په مقایسه ډېره فعاله شوې ده. د ۲۰۱۶م کال په اخرو کې او د ۲۰۱۷م کال کې په اوایلو کې روسيې د افغانستان د قضیې په باره کې مسکو کې درې دورې ناستې ترسره کړې. د دغو ناستو په اول دور کې افغان حکومت نه و دعوت شوی. روسيې او چین غوښتنه کړې وه چې طالب مشران باید د تور لیست څخه ووځي تر څو د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې سهولت برابر شي. د روسيې دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح شوه چې جمهور رییس غني د امنیت شورا د تور لیست د برخې مسوولینو نه هیله کړې وه چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله نوم هم تور لیست کې ورزیات کړي چې تر اوسه د تور لیست کمېټې دا کار نه دی کړی.

امریکا چې دا شپاړس کاله په افغانستان کې ده او هره ورځ په مختلفو نومونو او تورونو باندې افغانان وژني نور یې ټولو وعدو او تعهداتو رنګ بایللی. اوس عادي افغانان هم پوهېږي چې امریکا د افغانستان د صلحې لپاره هېڅ برنامه نه لري. اوس چې روسیه هم د افغانستان په قضیه کې دلچسپي پیدا کوي او د امریکا په خلاف موقفونه نیسي دې کار سره افغانانو سره دا وېره هم پیدا شوې ده چې خدای مه کړه افغانستان د قدرتونو د تقابل په مرکز بدل نه شي او په دویمه سوریه به بدل شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا اړیکې طالبانو سره ولې؟ ولې روسیه اوس غواړي طالبانو سره اړیکې ولري؟ طالبانو سره دا اړیکې په څه معنی؟

دا مهم سوال دی. روسيې چې تر ۲۰۱۵م کال پورې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ناټو او افغان حکومت ملاتړ کاوه اوس یې دریځ دومره بدل شوی چې د طالبانو د ملاتړ تور پرې لګېږي. حامد کرزي په خپله یوه مصاحبه کې وویل چې په ۲۰۰۶م کال کې مې پوټین ته وویل چې امریکایان په افغانستان مشکوک حرکات کوي. کرزی وايي پوټین راته وویل چې موږ له امریکایانو سره د دنیا په مختلفو سیمو کې د نظر اختلاف لرو، خو یوازنی ځای افغانستان دی چې موږ امریکایانو سره موافق یو. خو کله چې په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې د داعش پروژه د امریکایانو په حمایت او نظارت پیل شوه نو روسيې او ایران مجبور شول چې پر خپلو موقفو بیا نظر وکړي.

هغه جهت چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو نظامي حضور سره یې شپاړس کاله جګړه وکړه، د امریکا او ناټو د دسیسو په ضد یې هرې قربانۍ ته ځان ورکړ هغه طالبان دي. د طالبانو د مقاومت مهم خصوصیت دا دی چې د مقاومت په جریان کې هم د افراطي او احساساتي مواقفو قرباني نه شول. نو کله چې روسیه او ایران طالبانو سره د روابطو لرلو دلچسپي ښيي دا په دې معنی ده چې طالبان د افغانستان د قضیې یو مسوول جهت دی.

یعني طالبان د قدرتونو په روان جنګ کې خپل ځای او خپل موقف لري. البته دا هم د یادولو وړ ده چې طالبان توانېدلي چې د جګړې تر څنګ سیاست کې هم خپل اصول او مبادئ وساتي. نو همدا دلیل دی چې طالبان توانېدلي چې په یو وخت کې هم د امریکا او ناټو په ضد جګړه وکړي او هم خپلو طرفدارانو او عامو خلکو ته باور او اطمینان ورکړي.

طالبانو سره د روسيې او ایران اړیکي طالبان د یوې ملیشیايي جنګي ګروپ د سطحي نه د یوه دولت او مسوول طرف حیثیت ته پورته کوي. دا اوس طالبانو پوري ارتباط لري چې تر کومه حده د دغو روابط نه د افغانستان د ګټو او د خپلو اهدافو په لار کې استفاده کولای شي. خو په مجموع کې دا روابط خوشبیني پيدا کوي. د دې خوشبینۍ لویه برخه دا تشکیلوي چې د دغو جهتونو په همکارۍ به افغانستان د داعش په نامه د امریکایانو له توطئې څخه ځان وژغوري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د