ګوښه اوسېدل ښه دي که د خلکو سره راشه درشه کول؟

وږمه همت اسحاقي/ کندهار

ځيني خلک وايي چي يوازي او له خلکو ګوښه اوسيدل د انسان لپاره ګټور دي. وايي: ګوښه له خدايه ښه. او بل وايي : السلامه في الوحدة والآفة بين الاثنين (سلامتيا په يواځي اوسيدو کي ده او شر هغه وخت پاڅېږي چي دوه سره يوځاي سي).

او ځيني بيا وايي چي د خلکو سره راشه درشه ښه ده وايي: ”چي خان يي په ياران يې، چي ياران نه وي توري خاوري د بيابان يې“.

خو حقيقت دا دى چي په دواړو کي سموالى هم سته او بدوالي هم. د يو چا لپاره په تعلقاتو پريښودلو کي ګټه وي او يو چاته بيا په راشه درشه کي ګټه وي. په يوازيتوب کي انسان د ډېرو بديو څخه ساتلي وي. د غور او فکر کولو او علمي څيړنو ښه وخت په لاس ورځي.

د غيبت، درواغو، ښکنځلو، حسد او کينې ټولو څخه ساتل سوى وي، بيا انسان په يوازيتوب کي خپل کار ښه کولاي سي، د دنيا او د هغې تکليفونو او راحتونو ته يي پام لږ وي. له دې امله نېک چاري او پرهيزګاره خلک خوند او خوښي په يوازيتوب کي مومي. بل په يوازيتو‌‌ب کي سړی له هغو خطاوو څخه چي له راشه درشه څخه تر سره کيږي خوندي وي.

که څوک په راشه درشه کي د خلکو څخه بدي وويني او ورڅخه راګرځوي يې، نو يې خلک دښمنان کيږي او که پټه خوله اوسي نو د خپلي انساني او اسلامي دندې سره بې پروايي کوي.

په راشه درشه کي انسان کله کله شتمن خلک ويني او د هغو ښه ژوند ته ګوري نو له خدايه شکايت کوي او پر خپل حال باندي شکر نه کوي.

په يوازيتوب کي انسان د افتونو او جنګونو څخه هم خوندي وي. ځان او دين دواړه يي ساتلي وي. په ګوښه اوسيدو کي چاته تکليف نه رسيږي. پر چا باندي د خندا او ټوکو کولو موقع هم ورته نه مساعديږي او د چا په هکله په زړه کي بدي او بدګوماني هم نه سي راتلای. هر څومره چي راشه درشه لږ وي زړه د کيني او داسي نورو ناروغيو څخه ساتلي وي او د خلکو حقوق به يې ډېر نه وې پر غاړه.

يو لوی سړی وايي: هغه څوک چي پېژنې د هغو سره د پردو غوندي واوسه اوهغه څوک چي نه يې پېژنې د هغو سره پېژندګلوي مه پيدا کوه. نو نه به د هغه تاته کومه تمه وي او نه به ستا هغه ته تمه وي او تر ټولو ښه خبره داده چي د خلکو تاته کومه تمه او هيله نه وي. دا له دې امله چي خلک به د ډېر شي تمه درته لري او ته به يي نه سې ورپوره کولاى او په دې توګه به خلک درڅخه خوابدي وي. تا به ډېر عمر د خلکو په ټولو غمونو او خوشاليو کي برخه اخيستې وي خو که چيري کوم وخت د کومې مجبورۍ له کبله د دوى په کوم غم کي شريک نه سې نو به سمدستي په ګيلو او شکايت خوله پوري کړي، حال دا چي د هغو د ټولو غوښتنو په پوره ډول سره ور ادا کول ممکن نه وي.

له دې امله نو ښه داده چي سړی ګوښه اوسيدل غوره کړي. بله خبره داده چي په ګوښه اوسيدلو کي به ستاسي هيله او تمه هم له خلکو څخه نه وي. په دي کي هم ډېره ګټه ده، هغه څوک چي نورو ته تمه کوي او لاس ورته نيسي هغه په عام ډول نامراده او ناکامه ليدل سوي دي.

په عامه توګه د دنيا تمه او حرص له دې امله پيدا کيږي چي د ډول ډول خلکو سره څوک وويني او د هغو د عيش او عشرت وسايلو ته وګوري. البته که څوک ګوښه نه کښيني نو د بي وزلو او مسکينانو سره دي کښيني. ځکه چي د هغو د حال په ليدلو سره سړی پر خپل حال شکر باسي او قناعت او د زړه ډاډ ور په برخه کيږي. په خلکو کي ډېر کم عقله وي او بي ځايه اعتراضونه او انتقادونه کوي، نو که څوک لږ راشه درشه کوي د هغو له شره به هم په امان وي . ويل سوي دي چي ( احمقانو ته کتل پر روح تبه راولي).

اوس به له خلکو د ګوښه اوسيدو د نقصانونو په هکله څه څرګندوني وکړو څو لوستونکي پرېکړه وکړي چي په دواړو کي کوم يو ډېر ښه دى.

نيکي، ښېګڼي، د خلکو خدمت او نوري ډېري خبري بيا په راشه درشه تر سره کيږي او له ګوښه اوسيدو څخه نه سي تر لاسه کيداي.

تعليم، وعظ او نصيحت، د خلکو د هوسايۍ لپاره کارونه، ادب ورکول او ورزده کول، د نورو مينه او محبت تر لاسه کول، د حقوقو ادا کول، تجربه حاصلول، تواضع زده کول او کول، د خلکو د حالاتو څخه عبرت حاصلول دا ټول له خلکو په ګوښه اوسيدلو کي پاته کيږي.

البته د ګوښه اوسيدلو تر ټولو لوی تاوان د تعليم د لړۍ شلېدل دي کوم چي د خير او نيکۍ ټول اساسات بې له هغه پر هيڅ حساب دي. ښه يې ويلي دي: چي لومړی عالم سه بيا زاهد. په دې چي علم د دين او پرهيزګارۍ بنسټ جوړوي، جاهل انسان د دين، ايمان، عقيدې او انسانيت ټولو دښمن وي. که چيري د علم د حکمت څخه پوهه تر لاسه سي نو د يوازيتوب عبادت او غور و فکر هم ګټه کولای سي، له دې امله عالم له خلکو د ګوښه اوسيدو حق لري ، بيا ښه سړی هغه وي چي خلکو ته يې ګټه ورسيږي.

د ځينو خلکو سره د راشه درشه د نقصان له بيري ګټه پريښودل هوښياري نه ده، که څوک له همت څخه کار واخلي د خلکو سره په راشه درشه کولو کي هم د بديو څخه ځان ساتلاي سي، بل د خلکو سره په راشه درشه کي پر تجربه سربيره ذهن او دماغ ته خوشحالي حاصليږي، خوشحالي يو نېک چاري وګړي ته په نيکي کولو کي د مرستندوي حيثيت لري. که څوک يو ښه مقام او ښېګڼي ته رسيدل غواړي نو راشه درشه يې نه مانع کيږي، ځکه چي معرفت تر هغه وخته لاسته نه راځي تر څو چي دوه شيان تر سره نه سي. يو چي د خلکو سره د خداى جل جلاله لپاره ناسته پاسته وکړي او بل د خلکو د خبرو پروا ونه کړي. د خلکو د اعتراض او طعنو په هکله ځواب دا دى چي کله حضرت موسى عليه السلام دعا وکړه چي ای خدايه ! د خلکو د طعنو او اعتراض ژبه کومه چي زما په لور اوږده ده بنده کړې، نو يې ځواب ورکړ چي: اې موسى ! کومه خبره چي ما د ځان لپاره نه ده خوښه کړې ته ولي د هغې دعا کوې؟

د ګوښه اوسيدو بل افت دا دى چي انسان د ټولو تجربو څخه بې برخې وي. ټول کارونه د عقل په رڼا نه تر سره کيږي، تجربه هم غواړي، د خپل نفس او اخلاقو د ښه او بد څرګندولو لپاره هم ضروري ده چې انسان ګوښه اوسيدل پريږدي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

وزمی خوری ! ډیره مننه ، دیره ښکلی او یایابه لیکنه دی لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی ، یواځنی نیمګړتیا یی دا وه چه د یواځیتوب یا شریک ژوند سره جلا جلا یا شریکیدلو په اړه دی خپله نتیجه ګیری نه ده لیکلی مګر د تیښتی لیار دی ځانته په دی خبره پریښی چه لوستونکی به نتیچه ګیری وکړی . زما لمړنی نظر د یو لوستونکی په حیثیت دا چه تاسی که لیکونکی هم یاست لوستونکو کی هم ځان وشمیری یعنی خبل نظر تاسی هم ولیکی څومره چه مو تیره لیکنه ښکلی وه هغومره به مو دحل لیار یا… نور لوستل »