زما پلار یې وواژه!

عبدالحق فقیرزاده

درز شو خلکو یو خوا بلخوا په منډو شروع وکړه، تور تم، تیز باد او د خلګو له ویرو ډکو نارو په ښار کې عجیبه غوغا پیدا کړه.

هر خوا خلکو منډې وهلې په کم وخت کې ښار کې د هیچا څرک نه لګیده.

د خلکو نارو او په کړس د سپکو او درنو وسلو غږونو زما په غوږونو کې یو ډول بیف غږ پیدا کړ.

عارف غږ کړو هلئ جنګ شو ښرنې ته یاغیان راغلي راځئ چې د خپلو اتلانو ملتیا وکړو.!

ښکته تېر شوم د چوک یوې څنډې ته نه وم رسیدلی یو ماشوم په لوړ غږ سوې نارې وهلې هلئ زما پلار یې وویشت ، هلئ زما پلار یې وویشت.

منډه مې ورواخیسته ماشوم ته لا نږدې شوی نه وم چې ټک درز زما ترڅنګ مرمۍ ولګیده ، ماشوم په ځای پاتې شو.
د ماشوم ژړا نوره هم زیاته شوه.

د ماشوم ژړا نوره هم زیاته شوه.

لیږ ځنډ به لا نه وه تېر چې د راکیټ مرمۍ راغله د دکان په یوه څنډه ولګیده له لګیدو سره جوخت له دوکان په لوړ اواز چغې شوې خداي ته وګورئ دلته ماشومان دي ډز مه کوئ زه دروزم ما ووژنئ ماشومانو ته څه مه وایي.!

قران ته وګورئ ډزې مه کوئ، زوی مې د زړه تکلیف لري زه درغلم ما ووژنئ ډزې مه کوئ.

له دکانه تر اخیره همدا یوه ناره راتله خدای ته وګورئ ډزې مه کوئ.

زه د دوکان یوې څنډې ته شوم هڅه مې وکړه چوک ته نږدې ماشوم راواخلم خو بیا هم بریالی نه شوم زما له پورته کیدو سره جوخت د موټرو شور شو.

په زړه خوشحال شوم چې ښه شو اوس به جګړه کنټرول شي ماشوم ته ورنژدې شوم له لاس مې ونیوه چې له ښکته خوا د موټرو ډزا شوه دا ډزې عدي ټک ټوک نه وو بلکې د یوې نوې پیکا غږ وو.

زما نه لیږ وړاندې یو بل ځوان سرګردان د مارکیټ په څنډه کې د جګړې کنټرول غوښت چې ناڅاپه مرمۍ په هغه وربرابره شوه او ښکته له مارکیټ ولویده.

خلکو بیا چغې کړې هلئ محصل یې وویشت هیچا لاس نه وروړ محصل ویل ښه یم ښه یم تاسې وګورئ ښارته څوک راغلي ولې جګړه نه ختمیږي.؟

د ختمیدو له جملې سره جوخت عارف غږ وکړ اوس کار کیږي کاروان راغی اوس کار کیږي کاروان راغی.

رښتیا هم چې کاروان کاروان وو سیمې ته له رسیدو سره جګړه ارامه شوه.

ورنږدې شوم ویل یې هی لودګانو دا کار ستاسې د کولو دی چې د ښار په منځ کې د دولت مرمۍ د دولت او یو او بل په ضد او په بیچاره عام ولس استعمالوۍ.؟

ورسته پوه شوم چې د ماشوم پلار د دوه قومندانانو په خپلمنځي نښته کې وژل شوی وو.

ماشوم لا هغسې ژړل زما پلار چا وواژه.؟

ولې یې وواژه.؟

زما پلار خو ویل چې زه تاته موټر اخلم ماته یې موټر ولې نه واخیسته.؟

آې عسکره ماما زما پلار هلته ولې پروت دی.؟

پلاره راشه زه دلته یم!

آې پلاره ته ولې نه راځي.؟

هی پلاره ته ولې نه راځي.؟

ژر شه ماته موټر واخله.!

آی پلاره ماته موټر واخله.!

پلاره راشه کور ته لاړ شو ادې به موږ ته انتظار وي.

پای

د شپې یوه بجه پکتیکا مرکز شرنه
چهار شنبه د قوس/ ۸ / ۱۳۹۶

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمال
میلمه
جمال

فقیر زاده صاحب ! ستاسی لیکنه ساده کی ګلداره وه !!!!!!!!!!!! ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ستاسی لیکنه کی له یوی خوا د دوه وحشی قوماندانانو تر منځ د وحشت او وژنو تمثیل مګر له بلی خوا د خلکو په نمایندګی مو لیکلی چه [[[ چه شار ته باغیان راغلی راڅی چه د اتلانو ملاتړ وکړو ؟؟؟]]] دا ناسمه جمله ده د افغانستان مظلوم مګر مجاهد اولس حتی د کابل پایتخت کی مجاهدینو ته باغیان نه وایی او نه د حکومت غلامو او وحشی عسکرو ته اتلان وایی چه خپل اولس وژنی ، او د امریکا په ډالرو تمویل ، تجهیز او روزل شوی… نور لوستل »