دیني، سیرت او تاریخ

د خپل نفس مخالفت وکړئ!

راټولونه: لطف الله “یوسفزی”

شيخ عبدالله الارمني رحمه الله وايي: يو ځل د چکر او سياحت پر مهال له يوه راهب (عيسوي مشر) سره د نوموړي په صومعة (عبادت ځاى) کې مخامخ شوم، راته یې وويل: ای مسلمانه!

هغه کومه نږدې لاره ده چې، الله ته ورغلې ده؟

عبدالله الارمني وایي، ورته ومې ويل: له نفس سره مخالفت!

نوموړی وایي: څه موده وروسته مې په مکه مکرمه کې، د طواف پر مهال وليده، ورڅخه مې وپوښتل: دلته څنګه راغلى يې؟

راهب ځواب راکړ؛ ما پر خپل نفس ايمان وړاندې کړ، مګر نفس مې ورڅخه انکار وکړ، زه پوهه شوم چې، اسلام يو حق دين دی، اسلام مې قبول کړ او د نفس مخالفت مې وکړ. (البداية والنهاية ۱۳/۲۲۲)

له پورتنۍ کیسې څخه ډېر غټ درس زده کولای شو، د انسان د کاميابۍ راز، له خپل نفس سره په مخالفت کې دی؛ نو هیڅکله د خپل نفس غوښتنه مه منئ!

حسن بصري (رح) فرمایلي دي:

-جنت ته درې (۳) قدمه لاره ده. لومړی قدم پر شیطان دوهم قدم پر نفس کښېږده؛ نو دریم قدم به مو په جنت کې وي.

حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي:

-د قیامت له حساب څخه مخکې له خپل نفس سره حساب وکړئ او د عمل له تول څخه مخکې تول وکړه او د الله پاک مخ ته د حاضرېدوو تیاری ونیسه.

حضرت ابو برزة الاسلمي رضی الله عنه فرمايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل:

-زه په تاسې باندې له ما څخه وروسته ستاسې د ګېډو نه ډارېږم او ستاسې له فرجونو څخه او ستاسې د ګمراه کوونکو خواهشاتو څخه. (تخریج کتاب السنة للالباني رحمه الله)

رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکاره فرمايي چې، له ما څخه وروسته زه په تاسو (خپل امت) باندې ډارېږم چې، ګمراه کوونکي خواهشات یې خراب نه کړي او د هغې له لارې به په دوی باندې شیطان غلبه حاصله کړي او دوی به د خپلو خواهشاتو په لټون کې بې لارې کړي.

حضرت بشر الحافی رحمه الله به فرمایل: البلاء كله في هواك. والشفاء كله في مخالفتك إياه.

یعنې: بلا ټوله ستا په خواهش کې ده او شفاء له هغې بلا څخه په دې کې ده چې، ته د هغې مخالفت وکړې.

ابن قیم رحمه الله فرمايي:

-ومخالفة الهوى تورث العبد قوة في قلبه ولسانه وبدنه.

ژباړه:

-له خواهشاتو متابعت انسان ته د هغه په زړه، ژبه او بدن کې قوت ورکوي.

حضرت ذالنون المصری رحمه الله به فرمایل:

-بېشکه خلکو ته فساد له شپږو شیانو راغلی دی:

۱-د آخرت په عمل کې يې نیت کمزوری شو.

۲-بدنونه یې د شهوتونو لپاره تیار شول.

۳-د دوی له لنډو اجلونو سره په دوی باندې اوږده امیدونه غالب شول.

۴-د خلکو رضا يې د الله جل جلاله په رضا باندې غوره کړه.

۵-د خپلو خواهشاتو متابعت یې وکاوه او د خپل نبي صلی الله علیه و سلم سنت یې ورته پرېښودل.

۶-د پخوانیو خلکو غلطیانو یې د خپلو ځانونو لپاره دلیلونه کړل او د هغوی نېک صفات یې خښ کړل. یعنې: د تېرو خلکو تېروتنه خلک یادوي چې، هغوی ولې داسې وکول؟ او هغوی چې کوم نېک کارونه کړي دي هغه یې هېر کړل.

د خواهشاتو د متابعت ضررونه!

علماء کرام فرمايي:

-د خواهشاتو په متابعت کې لاندې ضررونه وي:

-هغه کس چې د خپلو هر ډول خواهشاتو متابعت کوي؛ نو په دین دارۍ کې کمزوری وي.

-د خواهشاتو متابعت کوونکی د شیطان له مرسته کوونکو څخه وي.

-د خواهشاتو متابعت د انسان زړه ته د شیطان د ورننوتلو لویه لاره ده.

-د خواهشاتو متابعت هر ډول ګناه ته انسان رسوي.

-د خواهشاتو متابعت د زړه بیماري ده، بیا یې سختي ده او بیا یې مرګ دی.

-د خواهشاتو متابعت کوونکي ته ګناهونه سپک ښکاره کیږي.

-د خواهشاتو متابعت کوونکي ته نصیحت ښه نه ښکاره کیږي او نه یې مني.

-د خواهشاتو متابعت انسان د بدعت لارو ته راکاږي.

-د خواهشاتو متابعت انسان له سمې لارې ګرځوي.

ګرانو ورونو او خویندو!

راځئ چې، خپل ځانونه د نفس له متابعت څخه راوګرځو، تر څو د دنیا او آخرت بریالیتوب ترلاسه کړو!

الله تعالى دې پرې د عمل کولو توفیق راکړي! آمین…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x