افغانستان

ارګ: تهران کې د محقق څرګندونې له ملي ګټو او نافذه قوانينو سره په ټکر کې دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ د اجراييه رياست د دويم مرستيال محمد محقق د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی، چې تېره پنجشنبه يې په تهران کې د «محبان اهل بيت» په عنوان غونډې کې سوريې کې د جنګېدونکو شيعه افغانانو د جګړو ملاتړ کړی و.

محقق دغې غونډې ته ويلي و: «په سوريې او عراق کې د افغان شيعه ګانو د فاطمي لښکر له ګډونه مننه کوي، چې داعش ته يې ماتې ورکړې ده.»

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د محقق دغه څرګندونې «د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي» او زياتوي، دا هېڅکله د افغان حکومت رسمي نظر نه شي کېدای.

اعلامیه زياتوي، چې افغانستان يوازې د خپل هېواد اتباعو ته د نظام په چوکاټ کې د عسکرۍ او نظامي خدمت اجازه ورکوي او بس.

تر ارګ وړاندې اجراييه رييس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهيمي او د ملي شورا نورو غړو هم د محقق له دغو څرګندونو سره مخالفت ښودلی و.

له اجراييه رياست څخه په خپره شوې اعلاميه کې د محقق له څرګندونو سره محتاط مخالفت ښودل شوی و او د ډاکټر عبدالله له خولې ليکل شوي و، چې افغان حکومت د نړۍ په هېڅ هېواد کې د افغانانو د جګړو د ګډون پلوي نه کوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهيمي هم د اجراييه رييس د دویم مرستيال څرګندونې د افسوس وړ بللي او زياتوي، چې له دغه ډول څرګندونو ښکاري، چې حکومتي چارواکي لا هم په سياست کې زده کړو ته اړتيا لري.

د اجراييه د دويم مرستيال له دغو جنجالي څرګندونو وروسته په هېواد کې د هغه پر ضد توند غبرګونونه راوپارېدلي، خو هغه په ایران کې له ایراني رسنيو سره په مرکې له خپلې خبرې دفاع کړې او پر ده نيوکې کوونکي يې د داعش ملاتړي بللي و، خو تېره ورځ يې له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې وویل، چې خبرې يې ناسمې تعبیر شوي دي.

هغه ویلي، چې دا يې خپل شخصي نظر دی او په کوم هېواد کې، چې  د اجراییه رييس دويم مرستيال د ازاد نظر حق ونه لري، نور خلک به څه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x