fbpx

هغه خلافت(!)چې اولسونه ترې هجرت کوي

مؤمن خېل

دا څووم ځل دی چې د ننګرهار خلک د داعشي خلافت له ډاره په جمعي هجرت او کور پريښودلو اړ کیږي، له دې وړاندې د مامند، هسکې مینې اوکوټ ولسوالیو عام مسلمانان د داعش له ویرې د خپل کور او اهل و عیال پریښودلو ته اړ شوي وو.

څو ورځې وړاندې چې داعشیان د ننګرهار د خوګياڼو ګڼ نفوسه ولسوالۍ ته لنډ شول، د خوګياڼو ولس له یوې مخې د هجرت لاره ونیوله. په زرګونو کورنیو خپل مالونه او اسباب پریښودل، ښځو، ماشومانو بوډاګانو او ټولو خلکو له سیمې د تیښتې هڅه وکړه، خوګیاڼیو له دې وړاندې لومړی ځل هغه وخت داسې جمعي هجرت کړی و کله چې روسان او کمونیستان په کلیو وروختل او هر چا د خپل ځان او ناموس د ساتنې په خاطر په غرنیو لارو د هجرت سفر پیل کړ.

دا ځل په خوګياڼیو سور یا تورکافر نه دی راغلی، نه ورباندې روسان راغلي او نه هم امریکایان، بلکې د خلافت له دعوې سره ورباندې د تورو بیرغونو داعشیان راغلي دي، پوښتنه داده چې هجرت خو به له کافرانو کیده، دلته د اسلام له دعوه دارانو ولې مؤمن ماشومان، ښځې او سپین ږیري وتښتیدل؟ آیا اسلامي خلافت دومره خطرناک او بد شی دی چې عام مسلمانان ورنه داسې تښتي لکه ظالم کافران چې پرې مسلط شوي وي؟

بله خبره دا چې اسلامي خلافت خو باید د امن او سکون کور وي، د اسلامي خلافت غیږې ته خو باید چې خلک له نورو ځایونو هجرت وروکړي، دا چې عام مسلمانان د خلافت له سیوري تښتي، خپل ډک کورونه خلافتیانو ته پریږدي او مؤمن مظلوم اولس د بي کورۍ ژوند غوره کوي دا نکته نوپه دې دلالت کوي چې اصلا د داعش خلافت ــ خلافت نه بلکې ملاوټ دی.

همدا څه شیبه وړاندې مې یوه ويډیو ولیدله، د ننګرهار له خوګيانو د رامهاجر شویو کډوالو میشت ځای ته یو خبریال ورغلی، له یوې زړې ښځې نه پوښتنه کوي چې ولې له داعشیانو راوتښتیدئ؟ زړه ښځه ورته په ځواب کې وایي چې داعشیانو ورته ګواښ کړی و چې ښځې به ترې بوځي، بي ناموسي به ورواړوي نو خلک مجبور شول چې د خپل پت او ناموس د ساتلو په خاطر خپل ډک کورونه او مالونه پریږدي او یوازې خپل ماشومان او تور سرې امن سیمو ته ورسوي.

د دې زړې ښځې د مرکې له اوریدو وروسته مې ابوبکر بغدادي ته یو سم شاباس ورکړ چې بغدادي صاحب والله شاباس ستا په دې خلافت او دولت اسلام علی منهاج النبوة. . . . شاباس دې پر تا هم وي او ستا په خراساني اتباعو دې هم شاباس وي هغه چې په فیسبوک کې د خوګياڼو اولس ته د بې پتۍ ګواښونه کوي او پاکو مؤمنانو ته وایي چې له ښځو به یې مینځې جوړې کړي.

بغدادي صیب که ستا خلافت په حقه وای، نو والله که دا مؤمنان درنه تښتیدلي وای، تراوسه خو په دې وطن کې یوازې له شورویان، ګلم جمو او امریکایانونه خلکو هجرتونه کړي دي، هغه طالبان چې تاسو ورباندې سل او زر الزامات لګوئ، روزانه د هیواد مکملې ولسوالۍ فتحه کوي، مګر نه اولسونه ترې تښتي او نه یي هم تر واک لاندې ساحو کې څوک د خپل سر، مال یا ناموس د خطر احساس کوي. هغوی خو د کندز مکمل ښار ونیو مګر له کندز نه یوه کډه هم ونه وته او نه چا د تيښتې ضرورت احساس کړ.

خو تاسو چې په ننګرهار کې هر کلي ته ورنږدې شوي یاست، ټول اولس درنه منډې وهي، دغه ټول خلک، ښځې او ماشومان خو هم والله که طالبان وي او نه هم والله که ټول حکومتي خلک وي، د دوی اکثریت عام مؤمنان دي، نو آخر ولې له تاسو نه عام مؤمنان داسې نفرت او په خپل ځان او ناموس درنه خطر محسوسوي؟؟؟ له تاسو څخه د خلکو دغه نفرت او هجرت ثابتوي چې اوړه مو له شګو ډک دي.

تاسو اوس د ظلم، بې اعتمادۍ، قساوت او هرې بې باکۍ په سمبولونو بدل شوي یاست، تاسو په خپلو افراطي کړنو خپل تصویر دومره مخدوش کړی چې اوس درته حتی د مسلمانانو د زړه آینې هم نه سپینیږي او یوازې دنوم په اوریدو مو د نفرت احساس کوي. نو ځکه درڅخه منډې وهي. له ستاسو د اولسونو تيښته ستاسو بریا یا رعب نه دی، بلکې ستاسو د تلپاتې ناکامۍ دلیل دی. تاسو که واکمني کوله هم یوازې په بې اولسه او تخلیه شویو سیمو به یي کوئ، ځکه د خوګياڼیو پیښې وښوده چې اولس د کافرو امریکایانو تر حاکمیت لاندې ژوند غوره بولي مګر ستاسو ترواک لاندې د باعزته ژوند هیله نلري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمال
میلمه
جمال

داعشیانو ته د خلافت نوم د ابلیس پلویانو ( چه د الهی نظام سره تر اخری کچی نه پخلاکیدونکی دشمنی لری ) د خلافت د نوم بدنامولو د پاره ورکړی . وایی مسلمان نه کونی کیږی چه کونی شی ثاړنی یی نه وی . په ځانګړی ډول هغه سرحدی مسلمانان چه نه یی دنیاوی او نه یی اسلامی زده کړی یو څو هغه ایتونه یی زده کړی چه د شعارو په ډول یی د خلکو دتیرویستلو د باره کاروی ، د وحشیانو په شان یی ویښته پریښی مخونه پتوی یعنی که پنځه پکی مسلمانان په نامه څوک وی سل پکی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

چه ځان ونه پېژنې خدای نه پېژنی چه خدای ونه پېژنې سرور کائنات نه پېژنې چه سرور کائنات ونه پېژنی قرآن نه پېژنی چه قرآن ونه پېژنې موسوی تاریخ نه پېژنې چه موسوی تاریخ ونه پېژنی سامرّی نه پېژنې چه سامرّی ونه پېژنې معنی خپل دوست او دښمن نه پېژنې چه په هغه صورت کی دی بېړه غرقه وینم.