افغانستان

د ملي امنيت شورا: ايساف بايد خپل مرکزونه له چاوديدونکو توکيو پاک کړي

نن ټکی اسيا: د افغانستان د ملي امنيت شورا له بهرنيو عسکرو غوښتي چې، بايد خپل مرکزونه او د پوځي روزنې ځايونه چې، دوی اوس پريښي يا يې پريږدي، له چاوديدونکو توکيو پاک کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې، د ملي امنيت سلاکار ته دنده سپارل شوې چې، په دې اړه ايساف او ناټو اړوندو مشرانو سره د افغان حکومت انديښنه شريکه کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې، ايساف عسکرو چې، کوم مرکزونه پريښي، بايد ژر تر ژره افغان امنيتي چارواکو سره په ګډه دغه مرکزونه له چاوديدونکو توکيو پاک کړي،؛ ځکه چې د تېرو دوو کالو په ترڅ کې چې، ايساف یو شمېر مرکزونه پريښي او له چاوديدونکو توکيو يې ندي پاک کړي د ډېرو افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. څو ورځې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي وو چې، د امريکايي عسکرو پاتې شونو د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې سلګونو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ايساف او ناټو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون ندی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x