کرکټ: افغانستان د عربي اماراتو پر وړاندې په لومړۍ ورځ ښه وځلید

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او اماراتو تر منځ د انټر کانټیننټل څلور ورځنۍ سیالۍ لومړۍ ورځ په پای ته رسیدلو سره د افغانستان په ګټه تمامه شوه.

نن لوبه کې اماراتو پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان د ورځې په ختمیدلو سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۳۲۱ منډې جوړې کړې.

په پیل کې جاوید احمدي خپله ویکټ له لاسه ورکړه، نوموړي د ۱۶ توپونو په لوبولو سره ۶ منډې جوړې کړې او وسوځید.

ورپسې رحمت الله توپ وهنې ته راغی او ډیر ښه ثابت شو، دده او احسان الله تر منځ د ۱۹۷ منډو شراکت وشو، دواړو په خپلو شاندارو سلیزو سره منډې تر ۲۱۶ ورسولې.

رحمت الله د ۱۲ څلوریزو پر مټ په ۱۹۲ توپونو ۱۰۳ منډې جوړې کړې، او د احمد رضا په توپ اچونه وسوځید.

دریم لوبغاړی احسان الله و چې پخپله سلیزه او توپ وهنه یې د ډیرو توجو ځان ته راجلب کړه، نوموړي د یوې شپږیزې او ۱۳ څلوریزو پر مټ په ۲۴۲ توپونو ۱۲۴ منډې جوړې کړې، او د محمد نوید لخوا وسوځول شو. دا مهال د افغانستان ټولې منډې ۲۹۶ وې او درې لوبغاړي یې سوځیدلي و.

لوبډلمشر اصغر ستانکزی هم ښه وځلید، ده د ۷ څلوریزو پر مټ د ۹۲ توپونو په لوبولو سره ۶۷ منډې جوړې کړې او ونه سوځید.

د نن ورځې د لوبې په پای کې افغانستان ټولې ۳۲۱ منډې جوړې کړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځیدل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د