زه هغه څه لرم چې الله یې نه لري

ژباړه: قاري هاشمي

د عباسي خلیفه مامون الرشید په زمانه کې له یو تجار څخه غلو ټول مال لوټ کړ، نوموړی تجار د خلیفه دربار ته راغی تر څو خلیفه ته خپل شکایت وکړي، مګر تر ډیره وخت انتظار تیرولو وروسته هم ورته د ملاقات اجازه ورنکړل شوه.

له خلیفه سره د ملاقات د لارې پیدا کولو لپاره یې بالاخره د جمعې د لمانځه وروسته یې داسې اعلان وکړ!!!

ای د بغداد خلکو!!

– تاسو شاهدان اوسئ چې: زما سره هغه څه دي چې الله سره نشته

– زه هغه څه کوم چې الله یې نه کوي.

– ما سره هغه څه دي چې د الله مخلوق نه دی.

– فتنه مې خوښیږي او حق بد ګڼم

– او په نالیدلو شیانو شاهدي وایم.

خلکو چې ددې سړي خبرې واورېدې سیده مامون ته لاس نیولی حاضر کړ او ټوله کیسه یې ورته وکړه.

مامون ورته وویل: ایا تا دا او هغه خبرې کړي دي ؟ تجار وویل: هو بالکل مې کړي

مامون وویل: ته څه شي دې خبرو کولو ته اړ کړې ؟

تجار وویل: په لاره کې غلو راڅخه ټول مال غلا کړ، ددې لپاره چې تاته شکایت وکړم ستا دربار مخ ته مې ډیر وخت انتظار وکړ، مګر د ملاقات اجازه رانکړل شوه بالاخره مې ستا سره دلیدلو لپاره دا چل وکړ.

مامون وويل: د ټول غلا شوي مال عوض او تاوان به زه درکړم خو که د خپلو خبرو سپیناوی او تفسیر وکړې.

سړي وويل: سمه ده

ما ویلي: زما لپاره هغه څه دي چې الله سره نشته

هو! زما ښځه شته او الله له دې څخه پاک دی.

ما ويلي: زه هغه څه کوم چې الله یې نه کوي

هو ! زه درواغ او دوکه کوم الله یی نه کوي

ما ویلي: ما سره هغه څه دي چې الله نه دي پیدا کړي

هو! ما قران حفظ کړی او قران کریم غیر مخلوق دی.

ما ویلي: فتنه مې خوښیږي او حق مې بد راځي

هو! مال او اولاد فتنه ده زما خوښیږي او مرګ حق دی زما بد راځي.

ما ويلي: په نالیدلو شاهدي کوم

هو! زه شاهدي کوم چې محمد د الله تعالی رسول دی او ما لیدلی نه دی.

مامون رشید چې کله د هغه خبرې واورېدي تعجب یې وکړ او د هغه څخه د غلا شوي مال په اندازه مال یی ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د