دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو صفات د کفارو په ژبو

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې مسلمانان د جلیل القدر صحابي حضرت عمر بن العاص رضی الله عنه تر قیادت لاندې د مصر په لور له فتوحاتو سره روان وو نو شاوخوا نور کفار ټول ورته حیران وو چې دا څنګه خلک دي چې داسې لوی لوی فتوحات کوي سره ددې چې له چا سره جنګ کوي هغوی په تعداد کې او په اسبابو کې له دوی نه څو چنده زیات وي خو بیا هم فتح د دوی په برخه وي نو مقوقس (چې په دې وخت کې د مصر د قبطیانو مشر وو) د خپلو کسانو یوه ډله له مسلمانانو سره د خبرو لپاره ور ولېږله حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه دا ډله د دوو ورځو لپاره له ځان سره ایساره کړه بیا یې رخصت کړه .

کله چې ورغلل مقوقس ورڅخه پوښتنه وکوله : مسلمانان څنګه خلک وو؟

دوی ورته وویل :

عجیب خلک وو .

(د شهادت) مرګ ورته د دنیا تر ژوند خوږ وو .

عاجزي یې تر لویی خوښوله .

په دنیا کې یې هېڅ رغبت نه کاوه .

په خاورو کېناستل .

په آس به سپاره وو خوراک به یې کاوه (ضروری نه وه چې خوراک ته یې څه خاص انتظام نیولی وی).

په دوی کې امیر همداسې وو لکه په دوی کې عام کس .

مالدار او غریب پکې نه ښکاره کېدل.

غلام او اصیل پکې نه معلومېدل ټول یو شان وو .

کله به چې د مانځه وخت شو هېڅوک هم له مانځه څخه نه شاته کېدل ټولو مونځ کاوه .

اندامونه به یې په اوبو ووینځل بیا به په مانځه ودرېدل …

مقوقس چې مشر او د ښې تجربې خاوند او بادشاه وو وویل :

په هغه چا دقسم وي چې قسم ورباندې کول کیږي دا خلک که غرونو ته مخه کړي نو له خپلو ځایونو به یې وښوروي ، ددوی سره جنګ کول د هېچا په وس کې هم نه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x