نړۍ

احسن اقبال عمران خان ته: که ټوله پاکستان استعفی ورکړي، هم ستا وار نه راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال رسنیو ته وویل چې د پاکستان د پرمختګ په وړاندي خنډونه ایښول کیږي او عمران خان باندي يې تور پوري کړ چې په قصدي ډول د اوسنی حکومت ناکامولو کوشش کوي.

د امت نیوز د راپور سره سم احسن اقبال وویل: عمران خان غوندي خلک خیالي پلاونه په خوب ویني، که ټوله پاکستان له خپلو دندو استعفا ورکړي، بیا به هم د عمران واری نه را ورسیږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د لاریونونو د ختمولو په خاطر د اوسني حکومت د قانون وزیر استعفا ورکړه او ویل کیږي چې د پاکستان پوځي مشر قمر باجوه د حکومت او لاریون والو تر منځ روغه جوړه وکړه ، چې د سیاسي حلقو له لوري سخته وغندل شوه او په سیاسي چارو کې د پوځ مداخلت وبلل شو خو د تحریک انصاف مشر عمران خان دغه مداخله وستایله او وې ویل چې هیواد د ستونزو پر لور روان وو، ښه دی چې پوځ مداخله وکړه.

بل لوري ته د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال چې په دې وروستیو کې په رسنیو کې د حکومت تر ټولو جګ غږ بلل کیږي، تېره ورځ په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل: که چیري عمران خان له دغو لاریونونو ګټه کولای شوای، وختي به یې ځان ورته رسولی وو، ځکه چې هغه حکومت نه بلکې ټوله پاکستان ناکامول غواړي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د نوازشریف مسلم لیګ او پيپلز پارټي وروسته د عمران خان تحریک انصاف تر ټولو ستر سیاسي ګوند بلل کیږي او تمه ده چې د کال ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې به د تېر په څېر د پارلمان ډیرې چوکۍ تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x