افغانستان

د حراست او ثبات شورا: حکومت دې لویه جرګه ژر تر ژره را وغواړي

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د حراست او ثبات شورا د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي یووالي حکومت نه غوښتنه وکړه، چې لویه جرګه دې را وغواړي.

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال د هېواد اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله او د اوسني حالت یې څخه یې د خلاصون یوازېنۍ لاره لویه جرګه وبلله.

د ده په خبره، د هېواد امنیتي وضعیت خورا بد حالت کې دی او حکومت ته پکار ده چې لویه جرګه را وغواړي.

ښاغلي ترشتوال د ملي یووالي حکومت په قومي ناانډولۍ تورن کړ او په خبره یې ګډ حکومت قومي مسئایلو ته لمن وهي او په بېلابېلو پلمو سیاسیون له حکومت نه باسي.

دی وايي، حکومت د همدغو قومي مسئلو د راپورته کولو په پلمه غواړي راتلونکې ټاکنې وځنډوي.
د حراست او ثبات شورا همدارنګه د ملي یووالي حکومت نه غوښتنه وکړه، چې راتلونکي کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي.

د حراست او ثبات داسې مهال د لویې جرګې د رابللو څخه ملاتړ کړی دی، چې تېره ورځ ولسي جرګې د لویې جرګې د رابللو سره مخالفت وکړ.

د حراست او ثبات شورا دوه کاله وړاندې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د زیاتو لوړ پوړو چارواکو له لوري جوړه شوې ده.
په دغه شورا کې عبدالرب رسول سیاف، محمد عمر داودزی، محمد یونس قانوني، عبدالهادي ارغندیوال، عبدالروف ابراهیمي، ډاکټر صادق مدبر او د محمد اسمعیل خان راټول شوي دي او وخت نا وخت د ملي یووالي پر حکومت توندې نیوکې کوي او د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

ارګ: ځینې «کړۍ» دې د لویې جرګې د رابللو خبرې نه کوي

ارګ تېره اوونۍ ویلي وو، چې ځینې کړۍ دې د لویې جرګې د رابللو هڅې نه کوي؛ خو د چا نوم یې نه و اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

WHO WANT LOYEE JERGAH;
ALL AFGHANS KNOWS MUCH BETTER;
WHEN MEDICINE EXPIRED,THAT CANNOT TREAT A ILLNESS,OPOSITE BRING MORE SIDE EFFECT,
THIS BUNISSMAN OF JIHAAD AND ISLAM ARE EXPIRED/THEY CANNOT HELP WITH AFGHANS,ALL THESE WARLORDS ARE SPECIALIST IN CORRUPTION,FROM THIS WAY BECOME MILLIONARE,THEY ARE MORE THEN BEFORE HUNGRY FOR POWER,
THEY DONT HAVE ACADEMIC PEOPLES IN SIDE,FOR EXAMPLE WHAT DID ISMAIEL IN THE TIME OF MINISTRY,GENRAL MACHINE RAZIQ DID NOT FINISHED HISCHOOLES,ATTA NOOR/ZAHE QADIR SAME THINGS,
NOW IS TIME TO YOUNG GENERATION WITH HIGH LEAVEL ACADEMIC STANDARD BY DOCTORA/PROFESSIONAL PEOPLES COME TO THE ALL OFFICE AND CHANGE THE SYSTEM,THANK YOU

غوربندی

کامه وال صاحب

یوازې لوړ تحصیلات د حل لاره نه ده که وای نو اشرف غني خو لوړ تحصیلات لري خو د پردیو په نیابت او د لنډغرو په ملګرتیا سره خپل افغانان وژني.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x