
د «اسیا زړه» غونډه نن په اذربایجان کې ترسره کېږي
نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې ده، د اسیا زړه اوومه غونډه نن د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شي.
د اسیا زړه په غونډه کې د افغانستان پلاوي مشري ولسمشر محمد اشرف غني کوي او په غونډه کې به پر هغو پروژو خبرې وشي، چې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، دغه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده او د سکټوري وزارتونو له استازو یې وغوښتل، چې د مرکزي اسیا د سویلي اسیا سره د لویو پروژو د نښلولو پروژې د کاغذ له مخه د عمل میدان ته راوباسي.
د اسیازړه غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې له دې وړاندې د ټاپي، کاسا۱۰۰۰، د وريښمو لار او نورې لویې پروژې له دې وړاندې پیل شوي؛ خو بشپړې شوي نه دي.