نظــر

هره شپه بمبار او چاپه وي!

یاسر افغان

هر شپه مو دا اسمان فضاء داشغالګرو قسما قسمه طیارو په سر اخیستی وي هرشپه مو تر غوږو د لوېو او درنو بمونو آوازونه تر غوږو رسیږی ، هر شپه مو ماشومان د درنو بمبارېو اولویو توپونو له ویري شپه په ویښه ترېوي چې ماښام شي تر سهاره مو دژوند طمعه نوي هر ماښام دهر ځوان سره دا فکروي وي چې بیګاه ته به دچا په کور او چیرته چاپه وي.

شپه دوحشیانه بمبارونو له لاسه د درنو ډیسي توپونو له لاسه په ویښه تیره کړو سهار مو غوږ نیولي وي چې څوک به شهیدان وي دچا دکانونه مالونه شتمني به لوټ شوي وي دچا دکانونه دچا کورونه په بمبارونو کې ویجاړ شوي وي چې کله سهار شي خبر شو فلاني اکا له ټولي کورنۍ سره په شهادت رسیدلي دفلانی اکا ټول کور دکانونه په بمبار کې نړیدلي په کلی مو دویر ټغر خپور یي بیلچي مو په اوږه څه ځوانان دهدیرې په لور روان وي اود قبرونو کېندلو بندوبست کوی څوک دشهیدانو تنکېو ماشومانو ښځو او اځوانانو نازک په خاورو خړ جسدونه له سپیرو خاورو راوباسئ.

په تیرو دوو اونېو کې مونږ هر شپه دسترو غمیزو داشغالګرو دسترو وحشتونو شاهدان یو مونږ باندې داسې شپه نده تیره شوي چې ارامه وي بمبار نوي چاپه نوي چې دلته یي یادولي شو په هلمند کې هر شپه داشغالګرو له لورې په یوه بهانه بله بهانه درنې بمبارې ترسره کېږي چې دسراومال ټول زیان یي بی دفاع ملکی هیواد والو ته رسیږي په هلمند میدان وردګ کندهار تګاب ګڼو نورو ولایتونو کې په پر لپسی ډول شپني چاپی بیرحمه بمبارونه کوی.

چې تیره شپه بیا هم په میدان وردګو نرخ ولسوالۍ کې ۱۱ تنه ملکیان داشغالګرو په بمبارې کې په شهادت رسیدلي، هلمند کجکی سنګین او نورو ولسوالېو بیشمیره ملکیان په شهادت رسولي کورونه دکانونه په بمبارېو کې ویجاړ کړئ داولس خو نور په وس نده پوره، باید ټول اولسونه په یوه غږ او اتفاق د ړانده حکومت په ضد لوی او پراخ لاریونونه وکړئ تر څو د هیواد والو غږ تر دنیا والو ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

الله ج پك غني سره دانديوالانو يي تباه او برباد كي اللهم امين

اقبال

الله ج فرمایی زه دغو وحشيانو ته د توبی ویستلو د چانس د زیات والی د پاره چانس ورکوم او که توبه ونه باسی د جرایمو دوسیی به یی ښی پیړی شی او د جرایمو مناسبه سزا به ورته واورول شی . که غنی او د هغه باداران زمونږ مظلوم مسلمانان په شهادت رسوی شکنچی ورکوی کورونه یی کنډواله کوی بی عفتی او بی عزتی ورته اړوی ، دوی هم بلاخره مړه کیږی یا د مجاهدینو او استشهادیانو په واسطه یا په خپل بل مرګ ، دا هر څه فناه کیدونکی دی مګر مسلمانان به جنتو او دوی به جهنم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x