نړۍ

سوریه: د المنار تلویزون درې خبریالان ووژل شول

د سوريې په معلولا ښارکې د المنار تلویزون درې خبریالان وژل شوي دي، د المنار تلویزون د خبرپاڼې له مخې د دوی په وژل شویو خبریالانو سربېره دوه نور سخت ټپیان دي.

وژل شوي خبریالان، محمد منتش،حمزه الحاج حسین او تخنیکي انجینر حلیم علاو الدین د لبنان اوسېدونکي و، چې پرون دوشنبه په معلولا عیسوي مېشته ښارکې د جګړې پوښښ ته ورغلي و.په معلولا د حزب الله د مخالفې ډلې په لاس کې ښار دی، چې اوسېدونکي يې ډېر عیسویان دي.
له خبریالانو سره د تندروۍ پېښې په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم ډېرې شوې دي، چې د پژواک عکاس او د ژوندون خبریالان په نږدې ورځو کې دهېواد په ختيځ کې د دولتي مسوولینو له خوا سخت ووهل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x