روزګان: پولیس د تالاشۍ په پلمه خلک لوټي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روزګان اوسېدونکي وايي، پولیس له دولتي يونیفورم او موټرو په ګټې په رڼا ورځ خلک لوټي.

د روزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې وويل، پولیس د یونیفورم په زور د تالاشۍ په پلمه د خلکو جېبونه لوټي او له دولتي امکاناتو په ګټې يې د خلکو پانګې چور کړې.

د صدیق الله په نوم یو تن ازادۍ راډيو ته ويلي، چې پولیسو ترې دوه سوه پنځوس زره پاکستانۍ روپۍ د تالاشۍ په وخت ولوټلې.

نوموړی وايي: «د تالاشۍ په پلمه يې ودرولم، جېبو کې يې لاسونه ووهل، پیسې يې را وایستې، وايي دا څه شی دی، ما ویل پیسې دي، په لاس کې يې سره اړولې را اړولې، پخپلو جېبو کې يې واچولې، دوی روان شول، موږ ته يې ویل ونه ښورئ!»

د رحیم الله په نوم دوکاندار وايي، پولیسو ترې، یو موټر، چې یو میلیون پاکستانۍ روپۍ ارزښت يې درلود، د دوکان سودا او سل زره پاکستانۍ روپۍ وړې دي.

هغه وايي: «پولیس په سپین پولډر کې چې تورې شیشې يې وې، موږ يې وتښتولو، سترګې يې را وتړلې، چې سترګې مو خلاصې کړې، زموږ موټر، د جېبو پیسې او په موټر کې د دوکان لپاره سودا يې ټول وړي و.»

رحیم الله وايي، د پولیسو یونیفورم يې درلود، وسله ورسره وه او له دوی سره د پولیسو په نوم مخ شول.

د روزګان چارواکي وايي، د دوی پولیس دا ډول کړنې نه ترسره کوي، خو په وينا يې غلو له دولتي وسایلو ګټه اخیستې.

د لومړۍ حوزې امر دل اقا رسنیو ته ویلي، د دا ډول کسانو مخنیوی د دوی تر وس پورته خبره ده، په وینا يې دا حالت د هېواد په ګوټ – ګوټ کې روان دی.

په روزګان کې لوټل شوي کسان بیا د چارواکو څرګندونې ناسمې بولي او په وینا يې دوی باوري دي چې غله، پولیس دي او په حکومت کې دندې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د