نېشنل پوسټ: امريکايي چارواکي دې د طالبانو د ځپلو پر ادعا وشرميږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جون نیکلسون ويلي، چې مخالفین يې ځپلي دي.

جنرال نيکلسون ويلي، چې پنټاګون غواړي لوبه بدله کړي،د امریکايي پوځيانو پر ځای افغان ځواکونه په ښه توګه وروزي تر څو د مخالفينو پر ضد روانه جګړه وګټي.

د کاناډا نيشنل پوسټ ورځپاڼې د جنرال نيکلسون د خبرو په تعقیب کې ليکلي، چې په تېرې يوې لسیزې کې جنرال نيکلسون د امریکايي او ناټو ځواکونو اتم مشر قومندان دی، چې د کامیابي وړاندوينه کوي، خو افغان حکومت ورځ تر بلې کمزوری کېږي، ځمکې يې له لاسه وزي او طالبان پرمختګ کوي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جنګي ماموريت پای ته رسېدلی و، جنرال نيکلسون ويلي، د افغان هوايي ځواک شمېر به دوه چنده کړي، هوايي بريدونه به يې درې چنده زیات کړي او د افغان دولتي عسکرو د ملاتړ لپاره يې د زرګونو پوځيانو د لېږلو يادونه کړې، خو په عملي ډګر کې يې کومه لاسته راوړنه نه لیدل کېږي.

جنرال نيکلسون لا هم په دې باور دی، چې د نورو زرګونو پوځيانو په راتلو به د طالبانو پر ضد بريدونه او فشارونه نور هم زیات شي او د سولې خبرو ته به يې چمتو کړي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزی په ګډون ډېری امریکايي او افغان کارپوهان د نورو پوځيانو رالېږل د روان بحران د لا غځولو په معنا بولي.

نيشنل پوسټ ورځپاڼې ليکلي، جنرال نيکلسون، دفاع وزارت او حتا ولسمشر شرم نه لري، چې لا هم د بريا وړاندوينه او ادعا کوي، چې په ۲۰۱۷ کال کې به بريا تر لاسه کړي.

تر جنرال نيکلسون وړاندې ۲۰۰۸ کال کې جنرال ډن ميکنيل هم اعلان کړی و، چې د افغانستان پر خاوره پرمختګونه کوي، افغان ځواک غښتلی کېږي، د جګړې مهارتونه زده کوي.

په ۲۰۱۱ م کال کې، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ۳۳،۰۰۰ نور پوځيان ولېږل، اعلان یې وکړ، چې د دې پوځيانو په مرسته به ډېره بريا تر لاسه کړي، له دې څو مياشتې وروسته د هغه مهال د دفاع وزير رابرټ ګيټس کابل کې رسنيو ته وويل، چې موږ په افغانستان کې ډېرې برياوې تر لاسه کړي او که افغان پوځيان د جګړو د پرمخ بېولو توان لري، «نو موږ ويلی شو، چې موږ په افغانستان کې بريالي يو.»

د کاناډا نيشنل پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مشر قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس د ۲۰۱۲ کال هغې وړاندوينې ته هم اشاره کړې، چې د افغان جګړې د واک له ترلاسه کولو وړاندې يې ويلي و، چې افغان جګړه ګټونکې ده، مخالفين ځپل شوي او مهمې سيمې ترې نيول شوي دي.

د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې د امریکا دفاع وزیر ليون پينيټا هم ويلي و، چې ولسمشر بارک اوباما په بريالي توب سره خپل مسووليت ادا کړی، د افغان عسکرو وړتيا زياته شوې او د طالبانو د ناکامۍ او د خپلې بريا وړاندوينه او ادعا يې کړې وه.

دغې کاناډايي ورځپاڼې د امريکايي جنرالانو او دفاع وزيرانو دغه ټولې څرګندونې راخيستې او بيا ليکي، چې «نه د امریکا ولسمشران، نه جنرالان او نه هم دفاع وزیران شرم لري، چې د طالبانو د ماتولو او د خپلې بريا ادعاوې کوي.»

نيشنل پوسټ زياتوي، چې د ټولو فشارونو، جګړو، بمباريو او زندانونو سربېره، نه طالبان مات شول، نه يې زور اوبه شو او نه هم کمزوري شول، بلکې نور هم د پرمختګ په حال کې دي او د افغانستان د ځمکې پراخه اندازه يې تر واک لاندې ده.

ورځپاڼې د سيګار د تازه راپور يادونه کړې، چې د افغانستان ۵۴ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي.

نيشنل پوسټ د سيګار د راپور له مخې ليکلي، چې د روان کال په لومړيو څلور مياشتو کې ۲،۵۳۱ افغان پوځيان د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي او همدارنګه تېر کال له اوو زرو زيات افغان عسکر په جګړو کې وژل شوي وو.

د ورځپاڼې په وينا د افغان عسکرو د زياتې مرګ ژوبلې له امله د کابل ادارې د امریکا له دفاع وزارت پنټاګون څخه غوښتي، چې د افغان عسکرو د مړو شمېر دې نه اعلانوي.

نېشنل پوسټ وايي، چې جنرال نيکلسون هم د طالبانو د ماتولو ادعا کړې، خو د ده په څېر نورو جنرالانو هم دغه ډول څرګندونې کړې وې، چې دوی ترې ناکام ولاړل او جګړه لا هم په خپل شدت روانه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د