له برتانويانو سره د افغان همکارانو؛ ژوند ګواښمن دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ناټو تر چتر لاندې د برتانیا له پوځيانو سره د هغوی د افغان ملګرو ژوند ګواښمن شوی دی.

ټلګراف ورځپانې د برتانیا پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې د افغان ولس پر وړاندې د دوی همکاران او ملګري باید یوازې پرې نه ښوودل شي.

ورځپانې لیکلي په هلمند کې له مېشتو برتانوي عسکرو سره ۳۵۰۰ تنو افغان ځوانانو د ژباړونکو، ساتونکو، معلومات ورکوونکو، پخوونکو او صفاکارانو په توګه دندې ترسره کړې، چې اوس يې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

ورځپاڼه له دې ځوانانو سره د دوی د قربانۍ پر وړاندې ګام اخیستل د برتانیا د حکومت مسوولیت بولي.

سرچينې ته د برتانیا حکومت ويلی، چې دوی يې پر وړاندې بې خبره نه دي، په وینا يې تر اوسه يې له خپلو ۳۵۰۰ افغان ملګرو ۳۷۵ تنو ته برتانیا کې د ژوند زمینه برابره کړې.

ټلګراف په داسې حال کې د برتانویانو لپاره د افغان ملګرو پر ژوند خواشيني ښيي، چې دوه ورځې وړاندې له فرانسویانو سره افغان همکارانو هم خپله وېره ښکاره کړه.

د فرانسې لپاره افغان خدمتګارانو په کابل کې هم د ژوند له نه خوندیتوبه سر وټکاوه او پخپلو بهرنیو ملګرو يې غږ کړی چې غم دې يې وخوري.

له بهرنیانو سره په روانه جګړه کې همکارو افغانانو ته نه یوازې امنیتي ګواښونه متوجه دي، بلکې په ټولنه کې هم په ښه سترګه ورته نه کتل کېږي او دردمند روحي رنځ زغمي.