نړۍ

مصر: پخواني دفاع وزير سيسي د ولسمشرۍ د کانديداتورۍ لپاره خپل اسناد د ټاکنو کميسون ته ورکړل

نن ټکی اسيا: د مصر د فاع او کودتايي رژيم مشر جنرال عبدالفتاح السيسي د ولسمشرۍ لپاره خپل اسناد د انتخاباتو کميسيون وړاندې کړل.

مصري رسنۍ وايي چې، د سيسي وکيل محمد بحا ابو شقاء په پلازمينه قاهره کې د ولسمشرۍ د کانديداتورۍ لپاره د جنرال سيسي اسناد د ټاکنو کميسون ته وړاندې کړل.
د مصر د اساسي قانون پر اساس بايد له هر ولايت څخه هر کانديد کم له کمه زر ثبت شوي کارتونه ولري او سيسي تر اوسه دوه لکه ثبت شوې رايې لري.
د يادونې وړ ده چې، د روان کال راتلونکې مياشت (مې) په ۲۶ او ۲۷ نيټه به مصر کې د ولسمشريزو ټاکنو ورځې وي.

شننونکي وايي چې، د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف کودتا کوونکی جنرال سيسي به د خپل پوځي نفوس له لارې په اسانه د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x