fbpx

ملي امنیت په کندهار کې د جوړېدونکې غونډې مخه نیسي – انځور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ملي امنیت، په کندهار کې د حامد کرزي په ملاتړ د لويې جرګې لپاره کېدونکې غونډې د مخنیوي لپاره وېره خپروي.

د ملي امنیت له لوی ریاسته کندهار، هرات او بلخ ولایت ریاستونو ته په صادر شوي مکتوب کې لیکل شوي، چې طالبان د هغې الوتکې د چاودولو هوډ لري چې مخور سیاستوال به پکې کندهار ته سفر کوي.

په کندهار کې کېدونکې غونډه د روان سیاسي بحران لپاره د لویې جرګې راغوښتو لپاره ترسره کېږي، چې مشهورې سیاسي څېرې به پکې برخه واخلي.

ګډ حکومت پرلپسې له لويې جرګې سره مخالفت ښوودلی او د دې مکتوب په وسیله غواړي د داسې هڅو پر وړاندې هم خنډونه پیدا کړي.

په هغه مکتوب کې چې د ملي امنیت له لوري د کندهار، هرات او بلخ ولایت ریاستونو ته لیږل شوی دی، ویل شوي چې د طالبانو د کندهار والي ملا محمد زی او د نظامي کمیسون مسؤول صدر ابراهیم په ګډه یو پلان جوړ کړی چې له مخې به یې مسافر وړونکې الوتکې ته انفجار ورکول کیږي، چې په دغه الوتکه کې مسافر او سیاسي څیرې له منځه یووړل شي او د افغانستان حکومت ته مشکلات پیدا شي.

دغه مکتوب چې نن ټکی اسیا ته هم په ګوتو ورغلی «۳۳۱۴۴» نمبر لري د صادرېدو نېټه يې وړمه ورځ لیکل شوې ده، پکې ویل شوي چې دا پيغام د معلوماتو او لازم اجراءات اخیستلو لپاره استوي.

وړمه ورځ اجراییه رییس یو ځل بیا د لویې جرګې سره مخالفت ته په اشارې وویل، چې د روانو ستونزو یوازینۍ حل لار را روانې ټاکنې په ګوته کولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د