mohammad

د رسول الله ﷺ ستاینه کې اطراء او افراط

حامد افغان

په حدیث کې راغلي عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: زما په ستاینه کې مبالغه او زیاتوالی مه کوئ لکه نصارا یې چې د عیسی بن مریم په باره کې کوي، بېشکه زه د الله بنده او رسول یم. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ “. أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ والترمذي والدارمي واحمد

په حدیث کې د “لَا تُطْرُونِي” جمله راغلې ده او إطراء په ستاینه او ثنا کې مبالغه او زیاتوالي ته وایي، لکه د عربي لغت قاموسونه چې لیکي: إِطراء اسم، مصدر أَطْرى، یقولون: لاَ يَسْمَعُ مِنْهُ إِلاَّ كَلِماتِ الإِطْراءِ : كَلِماتِ الثَّناءِ الْمُبالَغِ فيهِ، أَطْراهُ إِطْراءً عَظيماً. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ستاینه کې مبالغه منعه شوې ده، او د مبالغې تفصیل لاندې را اخلم.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ستاینه کې مبالغه داسې ده لکه هغه ته ځانګړي خدایي صفات ورکول، هغه له انساني مقام نه پورته کول او خدایي مقام ته یې لوړول، او یا ځیني خدایي صفات ورکول، د بېلګې په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې یوې ښځې د هغه په ستاینه کې وویل: وفينا نبي يعلم ما في غد. یعني په موږ کې داسې نبي دی چې د سبا له حالاتو خبر دی، خو ده هغه ښځه منعه کړه، ځکه د غیب علم د الله خاصه او ځانګړنه ده. الله خپل نبي ته وایي: ته دوی ته ووایه که زه له غیبو خبر وی نو خیر به مې زیات کړی و: [وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ ] (لأعراف: 188).

خدای یې مه بوله بې شکه چې بنده دی
نـــور هــمه واړه صــفات یې په رښتـــــا

د حدیث مطلب دا دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینه باید په هغه طریقه وشي چې په قرانکریم او صحي حدیثو کې راغلې ده، او له هغه زیادت او اطراء ناروا او د شریعت خلاف کار دی، داراز د هغه په ستاینه کې دروغ ویل او کموالی کول هم ناروا ده، د بېلګې په توګه لکه وویل شي: سپوږمۍ دوه ټوټې شوه او راښکته شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې سلام وکړ. د سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل ثابت دي او دا د رسول لله صلی الله علیه وسلم معجزه ده خو په هغه یې سلام کول دروغ دي.

په کره شرعي طریقه د الله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ستاینه او برکتي سیرت خلکو ته رسول خلکو ته د لوړو اخلاقو تشریح او ترغیب ده، او په دې توګه دا ستر اسلامي عمل، اسلامي دعوت او ښې لارې ته د خلکو د رابللو غوره لاره ده، قرانکریم وایي: لِّتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا. [سُورَةُ الفَتْح : 9]. تر څو چي اې خلكو تاسي پر الله او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړئ او د هغه ملګري شئ او د هغه تعظيم او درناوى وکړئ. او سهار او ماښام د هغه د پاكۍ بيانوونكي اوسئ.

او په موضوعي روایاتو او موضوعي معجزاتو کې اکثره نامعقولې او نامناسب خبرې وي، نو داراز خبرې ټولې شر دي او په عامو خلکو کې شکوک او بېکاره سوچونه پیدا کوي، نو دا په خلکو کې د فتنو شيندلو معنا لري، او ځیني عالمان د خپلې بې علمي لامله د خلکو شکونو او شبهو ته په ځواب کې وایي: داسې پوښتنه مه کوه ګناهګاریږې؛ نو شبهې او شکونه هم ده ورته پیدا کړي وي او د خپل جهل د پټولو له پاره یې خوله هم وروتړي او پوښتنه یې هم ګناه وبولي!.

خو موږ د افراط او مبالغو مینانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه هم له کره شرعي مسیر نه کږه کړې او په خپل ذوق او شوق مو برابره کړې ده، او د دې لوړ حدیث په خلاف روان یو، العیاذ بالله هغه ته الهي صفات ثابتول د ځیني خلکو د تعارف نښه ګرځېدلې ده، لکه ویل کیږي فلانۍ ډله خلک څوک دي؟ ځواب دا وي: هغه چې رسول الله عالم الغیب بولي!

داراز د ربیع الاول میاشت کې د میلاد په ناستو کې د رسول الله د معجزاتو په اړه سخته اطراء او زیادت روان وي، چې د معجزاتو په برخه کې کمزوري او آن موضوعي حدیثو خورا زیات شتون لري او زموږ په منبرونو د موضوعي او کمزوري روایت پوښتنه نشته. او لکه ومو ویل د رسول الله په ستاینه کې زیاتوالی، کموالی او دروغ ویل ناسم او غلط کار دی، او څوک چې دا کار کوي دا له هغه سره دروغژنه مینه کوي او د هغه مخالفت کوي، ځکه هغه فرمایي: ” لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ “.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د