fbpx

نېږدې وخت کې به تر ټولو ارزانه آیفون بازار ته وړاندې شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د چین خبري رسنۍ وايي چې د ايپل کمپنۍ د آیفون سمارټ فونونو ارزانه ورژن ښايي په را روانو څو میاشتو کې بازار ته وړاندې شي.

راپورونه وايي چې د آیفون SE ماډل نوی او تازه ورژن به په ۲۰۱۸ کال کې وړاندې شي. تر دې وړاندې ايپل کمپنۍ دغه مبایل لومړنی ماډل په ۲۰۱۶ کې بازار ته وړاندې کړی و.

د ایپل دغه وړوکی آیفون د دغې کمپنۍ تر ټولو ارزانه سمارټ فون و چې بیه یې ۳۹۹ ډالره وه، د ايپل نوي سمارټ فونونو اکثر بیې تر ۷۰۰ ډالرو لوړې وي.

ایپل په پام کې لري چې د لږو پرمختللیو او پرمختلونکو هېوادونو لپاره داسې آیفون مبایلونه جوړ کړي څو دوی یې د اخېستو وس ولري او په دې سره دوی خپل ګیراک نور هم زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې ایپل کمپنۍ چې کله آیفون SE ماډل بازار ته وړاندې کړ نو د آیفون سکس ایس په څېر تېز او ځانګړتیاوې درلودلې او اوس هم تمه ده چې د ۲۰۱۸ ماډل به هم د آیفون ۸ په څېر ځانګړتیاوې ولري او پروسیسر به یې د آیفون X په څېر وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د