دحضرت ابو هريره (رضي الله تعالي عنه) ژوند لیک

لیکنه انیسه ثمن

د رسول اكرم صلي الله عليه وسلم په خوږو ملګرو كي يو داسي شخصيت و، چي د ډير ښه ذكاوت، قوي حافظې او لويي علمي پانګي خاوند وو، صرف څلور كاله يي د دواړو جهانو د سردار ملګرتيا په برخه سوي وه؛ خو د نبوي حديثو په باب به حتی هغو كسانو هم ورڅخه پوښتني كولې، چي له شلو كلونو څخه زيات وخت د صحابيت په مقام كي ورباندي تير شوي و، دا جليل القدر صحابي حضرت ابوهريره رضي الله عنه وو.

حضرت ابوهريره رضي الله عنه د يمن د دوس قبيلي د عبدشمس له كورنۍ څخه وو؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم د هغه دغه نوم عبدالرحمن باندي بدل كړ او په ابوهريره سره يي ځكه شهرت درلود، چي هغه پيشو ساتلي وه او ډيره مينه يي ورسره كوله؛ نو ځكه خلكو ورته د پيشو پلار (ابوهريره) ويل.

حضرت ابوهريره رضي الله عنه په ماشومتوب كې له خپل پلار له سيوري څخه محروم شوی وو، په ډير فقر او بيوزلي كي رالوي شو، هره ورځ به يي پسونه پيولو ته بيول او ماښام به كورته راستنيده.

د اسلام بلنه ورته د دوس قبيلي د رئیس طفيل بن عمرو رضي الله عنه له خوا وړاندي شوه، چي هغه د مخه مكي ته تللی او په اسلام مشرف شوی وو.

كله، چي په ٧ هجري كال د خيبر د غزا په دوران كې حضرت طفيل بن عمرو رضي الله عنه د خپل قوم له اتياوو كورنيو سره مدينې منورې ته لاړ، په همدې كاروان كي حضرت ابو هريره رضي الله عنه او د هغه مور اميمه رضي الله عنها هم شامله وه.

له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره له همدې لومړنۍ كتني څخه وروسته، چي په خيبر كي وشوه، بيا تر رحلت پوري، ابوهريره رضي الله عنه له نبوي صحبت څخه ګوښه نشو، نه په سفر كي نه په حضر كي، نه په شپه كي او نه په ورځ كي، يوازي د خوب په وخت كي به ورڅخه جدا و نور ټول وختونه به يي له نبوي ارشاداتو څخه استفاده كوله او ټول نبوي احاديث يي پخپل ذهن كي ذخيره كول.

له كومو اوو تنو صحاب وو څخه، چي له زرو نه زيات حديثونه روايت شوي په هغوي كي لومړی مقام د حضرت ابوهريره رضي الله عنه دي، دا ځكه چي له حضرت عبدالله بن عباس نه ٢٦٦٠حديثونه ، له حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها څخه ٢٢١٠ حديثونه، له حضرت عبدالله بن عمر رض الله عنه څخه ١٦٣٠ حديثونه، له حضرت جابر بن عبدالله انصاري څخه ١٥٤٠ حديثونه، له حضرت انس ابن مالك رضي الله عنه څخه ١٢٨٦ حديثونه، او له حضرت ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه. ١١٧٠ حديثونه روايت شوي دي؛ مكر له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه ٥٣٧٤ حديثونه روايت شوي دي.

د دوي دليل دا و، چي له يوي خوا رسول الله صلي الله عليه وسلم دعا ورته كړي وه او له بل پلوه ټولو صحابه وو يو څه كاروبار درلود، مهاجرين په تجارت او انصار په باغداري او بزګري كي بوخت وو ؛ مګر يوازي حضرت ابوهريره رضي الله عنه داسي څوك و، چي د دنيا له چارو څخه وزګار او خپل ژوند يي نبوي صحبت او د علم زده كړي ته وقف كري و.

ځينو كسانو حضرت ابوهريره رضي الله عنه ته وويل : ته د ډيرو زياتو حديثونو روايت كوي په داسي حال كي چي مهاجرين او انصار د زياترو حديثونو روايت نه كوي؟ په جواب كي يي وويل؛ زما مهاجرين وروڼه به په تجارتي چارو كي او زما انصار وروڼه به د كركيلي او باغداري په چارو كي مصروفيدل؛ خو زه به هر وخت د رسول الله صلي الله عليه وسلم په خدمت كي حاضر وم، كله به، چي نور خلك غیر حاضر وه، زه به د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په صحبت كي موجود وم.

زه د صفی د فقیرانو د ټولګی یو غړی وم خلګو به چی هیرول ما به زده کول.

په لومړی وختونو کی د ابوهریره رضی الله عنه له ذهن څخه ځینی حدیثونه هیریدل، په دی کار باندی هغه روحا ځوریده، یوه ورځ یی عرض وکړ: یارسول الله له ما څخه ستا ځینی ویناوی هیریږی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل څادر وغوړوه.

کله چی ابوهریره رضی الله عنه خپل څادر وغوړوه پیغمبر صلی الله علیه وسلم پکی خپل لاس کیښود بیا یی وفرمایل دا په سینی پوری ومښه ابوهریره رضی لله عنه همداسی وکړل د صحیح بخاری په کتاب العلم کی د هغه خپله وینا ده چی له هغه وروسته می بیا هیڅ شی نه هیریدل.

د حضرت ابوهریره رضی الله عنه په حافظه کی دومره حدیث ذخیره شوی وو چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم به وویل ابوهریره د علم ظرف (لوښی) دی.

حافظ ذهبی رحمه الله یوه واقعه رانقل کړی ده چی یو ځل تر څو ورځو پوری ابوهریره د خوراک لپاره څه ونه موندل له لوږی څخه بیتابه شو، دباندی ووت، په لویه لاره کی وغځیده، په دی ترڅ کی حضرت ابوبکر رضی الله عنه پر لاره تیریده زړه یی وغوښتل، چی څه خواړه ورڅخه وغواړي او خپل حال ورته بیان کړی. مګر جرئت یی ونکړای شو. د کنایی په ډول یی د قرانکریم د هغه د آیت د تفسیر پوښتنه ورڅخه وکړه، چی په هغه کی توصیه شوی ده، چی باید د فقیرانو او مسکینانو لاسنیوی وشی. هغه د آیت مفهوم ورته بیان کړ او ورڅخه روان شو.

وروسته حضرت فاروق اعظم رضی الله عنه راغی، هغه هو همداسی وکړل.

په پای کی پ۵۸ هجری کال کې چې کله ددونیا څخه رخصتيدو دځنکدن په حالت کې یې وویل خدایه زه ستا دملاقات لیوال یم تا هم زما ملاقات خوښ کړه.

دهغه دجنازې لمونځ دمدینې امیر حضرت ولید بن عتبه رضي الله عنه ادا کړ، په جنت البقیع کې خاورو ته وسپارل شو.

روح دی ښاد وی

تبصرې (4)

  • زه خپله قرآن او پیغمبر علیه السلام ته ډېره سخته عقیده لرم، اسلام تر مور او پلار او اولاد راته ګران دی خو عقل راته اجازه نه راکوی چه دا پورته لیکنه ومنم.

  • د دې پاڼې د چلوونکو درانه مقام ته!
    اسلام عليکم،
    پوښتنه لرم: زيات ملايان وايې؛ چې امام احمد ابن حنبل صيب الله ج په خوب کى څو وارې ليدلى دى، ايا دا رښتيا دي؟ او ايا داسى څوک شته چې الله سبحانه وتعالى يې رښتيا په خوب کې ليدلى وي؟
    په درنښت

  • رسولی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ !
    سره د دی چه ستاسی د پوښتنی مخاطب د پاڼی جلونکی ورونه دی ، کیدی شی هغوی هم درته د خپلی پوهی له خورچین څه ملغلره درکړی او سمی به هم وی ، مګر ستاسی پوښتنه حیرانوونکی پوښتنه ده هم کیدی شی سړی ورته د هو او هم د نه او هم د بین البین ځواب ورکړی .
    د الله ج لیدنه خو به ویښنه حتی پیغمبرانو ته ممکنه نه وه ، حضرت موسی ع سره هم یواځی د الله ج غیبی خبری شوی او د حضرت محمد ص سره دمعراج په موقع مشخص ارقام نشته چه د الله ج د لیدلو خبره پکی شوی ویل کیږی چه کیدی شی لیدلی یی وی .
    علت یی هم دا چه د انسان د پاره دالله ج لیدل له امکان پورته خبره ده شه مثال یی دا چه که یو څوک ووایی چه هغه انسان هغه غوڼډۍ پورته کړی وه ، هر څومره پهلوان دا کار نه شی کولای نو د منلو وړ نه ده ځکه تر ټولو پیاوړی انسان هم یوه کچه لری تر هغه کچه پورته نه شی کولای که د غونډی په ځآی د الله لیدل یاد کړو بلکل له امکانه وتلی خبره ده .
    مګر د محشر په ورځ او یا جنتو کی د الله ج لیدل عادی خبره ده ځکه چه دغه انسان بیا په همدغه کچه انسان نه وی هغه انسان ته بیا د الله ج د لیدو طاقت او ظرفیت ورکړی وی ځانله سترګی نه بلکه ټول جسم او روح یی باید د لیدو ظرفیت او طاقت ولری .
    د خوب په اړه :
    خوب هم یو خارق العاده څيز دی ځینی وایی چه انسان د خوب وخت کی خپلی لیدلی بیښی په یو بل ډول ورته ډول مګر په ناورته ځآیو ، اسانو یا پیچلیو صحنو کی ګوری حتی خپل مرګ هم وینی ، حتی یو ډول جنتونه او دوزخونه هم ګوری پیغمبران او خدای هم ګوری .
    دا چه دوی څرنګه اټکل کولای شی چه اصلی خدای یی په هماغه ډول چه دی لیدلی ممکنه نه ده . مګر دا چه د خدای په نوم یی څوک لیدلی ممکنه ده ځکه خدای خو تر هر چا مونږ ډیر یادوو او د لیدلو لیوالتیا یی لرو .
    فکر کوم کوم چه کوم حدیث شریف او که د کوم مجتهد یادونه ده ، چه شیطان حتی د الله ج په حیثیت درته خوب کی راتلای شی یعنی تا خدای لیدلی نه دی شیطان دی خوب کی لیدلی مګر شیطان د حضرت محمد ص په حیثیت ځان نه شی جوړولای .
    ځکه وایی چه د ځنکدن وخت کی هغه کس ته چه مړ کیږی مه مجبوروه چه کلیمه ورباندی ووایی یا د قران نوری برخی یا ورته وایاست چه الله ج یاده کړه بلکه هسی د هغه په شاوخوا کی یی وایه هغه کس ته به ګټه ولری ځکه وایی چه دغه وخت کی شیطان هڅی لری چه ځان ورته د خدای په ډول نمایان کړی او هغه کلیمی او داسی نور ورته بل څه تعریف کړی او ....
    دا خبره چه پیغمبران خدای په خوب کی لیدلی دی که یی لیدلی وی کیدی شی لیدلی یی وی ځکه د پیغمبرانو خوب وحی او خیال یی الهام دی مګر زمونږ په شان عادی انسانان که خدای وینی ممکن سم او ممکن ناسم وی خوب هم خارق العاده جهان دی حتی انسان د دی قدرت پیدا کوی چه پرواز کوی ، د لویو لویو دربابو تیریږی او ..
    که له یوی خوا د الله ج لیدل خارق العاده له بل خوا همدغه خوب هم د الله ج خارق العاده دی یوسف ع په کوچنیوالی خوب وینی او د عمر تر اخره د خوب رشتولی کټ مټ تر سره کیږی په داسی حال کی چه هغه د مصر عصریت په هغه سیمه کی چه دی اوسیدلو نه وو لیدلی حتی اټکل یی هم نه شو کولای او هغه هم په پردی هیواد کی د صدراعظمی کچی ته رسیدل او دمصر خلک له بدمرغیو او قحطیو بد ساتل ساده خبره نه وه .هماعه زندان دی پاچاهی ته رسوی .