دولت وزيري

ملي دفاع وزارت: پاکستان به نور راکټونه نه را توغوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ملي دفاع وزارت وايي، له دې وروسته به پاکستان افغان خاورې ته راکټ نه راتوغوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پاکستان ته د یو پوځي هئت د لېږلو په اړوند رسنیو ته ويلي، نور به پاکستان موږ په راکټونو نه ولي.

د وزیري له قوله دغه هیت به نن د رییس ارکان تورنجنرال محمد حبیب حصاري په مشرۍ پاکستان ته لاړ شي.

وزیري وايي، هئت به له خپل پاکستاني سیال سره په ختيځو ولایتونو کې د پاکستاني پوځيانو د مداخلې او راکټ توغونې اړوند خبرې وکړي.

په لېږل شوي هئت کې د ملي امنیت او د بهرنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون اووه تنه روان دي.

دغه پوځي هئت په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې دغه هېواد یوازې په تېره میاشت کې پر افغان خاوره لسګونه راکټ توغولي دي.

افغان سرحدي ځواکونه وايي دوی ته د لوړپوړو چارواکو له لوري د ورته اقدام اجازه نه ورکول کېږي.

د یادو بریدونو په اړه د حکومت اوږدې خاموشۍ ولس ژور شکمن کړی و.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د